پیدایښت

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31 32 33 34 35 36 37 38 39 40 41 42 43 44 45 46 47 48 49 50


څپرکی 31

حضرت یعقوب واورېدل چې د لابان زامنو ویلي دي چې <هرڅه چې زمونږ د پلار سره وو هغه یعقوب واخیستل او دا ټوله شتمني یې زمونږ د پلار د شتمنۍ څخه په لاس راوړه.>
2 هغه ولیدل چې د لابان رویه د هغه سره د پخوا په شان دوستانه نه ده.
3 بیا خدای پاک حضرت یعقوب ته وفرمایل: <بېرته خپل پلرني وطن او خپلو خپلوانو ته لاړ شه. زه به ستا سره مل یم.>
4 نو حضرت یعقوب راحیل او لیې ته خبر ولېږه چې صحرا ته یعنې هغه ځای ته راشي چې د هغه رمې په کې وې.
5 حضرت یعقوب هغوی ته وفرمایل: <زه وینم چې ستاسو د پلار رویه زما سره د پخوا په شان دوستانه نه ده، مګر زما د پلار خدای زما سره مل دی.
6 تاسې دواړه پوهېږئ چې ما په خپل ټول قوت سره ستاسو د پلار خدمت کړی دی.
7 سره له دې چې ستاسو پلار زما سره ټګي کړې ده او لس ځله یې زما مزدوري بدله کړه، مګر خدای پاک هغه پرېنښود چې ماته زیان راورسوي.
8 کله چې به لابان وویل: خالداره دې ستا مزدوري وي، نو ټولو رمو به خالداره بچي زېږول. او چې کله به یې وویل: خطداره دې ستا وي، نو ټولو رمو به خطداره بچي زېږول.
9 نو خدای پاک ستاسو د پلار څخه رمې واخیستلې او ماته یې راکړې.
10 د بچیو د زېږولو په موسم کې ما یو ځلې خوب ولیده. سترګې مې پورته کړې او ومې لیدل هغه وزان چې د وزو سره جوړه کېدل خطداره او خالداره وو.
11 د خدای پاک فرښتې په خوب کې راته وفرمایل: ای یعقوبه! ما ځواب ورکړ: زه حاضر یم.
12 هغه وفرمایل: سترګې پورته کړه او وګوره. هغه ټول وزان چې د وزو سره جوړه کیږي ټول خالداره او خطداره دي، ځکه هرڅه چې لابان تا سره کړي دي هغه مې لیدلي دي.
13 زه هماغه خدای یم چې په بیت ئیل کې تاته درښکاره شوم. په هغه ځای کې چې تا په هغې تیږې باندې د زیتون تېل واچول او زما دپاره دې نذر ورکړ. نو اوس دا خاوره پرېږده او هغه وطن ته لاړ شه چې ته په کې پیدا شوی یې.>
14 راحیل او لیه حضرت یعقوب ته په ځواب کې وویل: <مونږ ته د خپل پلار څخه هیڅ شی په میراث کې راپاتې نه دی.
15 هغه زمونږ سره د پردیو په شان رویه کوي. هغه مونږ خرڅې کړې یو او هغه پیسې چې زمونږ دپاره هغه ته ورکړل شوې وې ټولې یې خوړلې دي.
16 هغه ټول دولت چې خدای پاک زمونږ د پلار څخه اخیستی دی هغه زمونږ او زمونږ د اولادونو دی. نو هرڅه چې خدای پاک درته فرمایلي دي هماغسې وکړه.>
17 نو حضرت یعقوب خپل اولادونه او خپلې ښځې په اوښانو باندې سپرې کړې.
18 هغه خپل ټول حیوانات مخکې کړل او هغه څه چې په بین النهرین کې یې ګټلي وو ټول واخیستل ترڅو خپل پلار حضرت اسحاق ته چې په کنعان کې ؤ لاړ شي.
19 په هغه وخت کې چې لابان د خپلو پسونو د سکولودلو دپاره تللی ؤ، راحیل د خپل پلار د کورنۍ بتان غلا کړل.
20 حضرت یعقوب لابان وغولاوه ځکه چې هغه یې په دې باندې خبر نه کړ چې دی د تللو نیت لري.
21 هرڅه چې هغه درلودل هغه یې واخیستل او وتښتېده. هغوی د فرات د سیند څخه تېر شول او د جلعاد د غرنۍ سیمې په لور روان شول.
22 په دریمه ورځ لابان ته خبر ورسېد چې حضرت یعقوب تښتېدلی دی.
23 هغه خپل خپلوان د ځان سره واخیستل او اووه ورځې یې په هغه پسې لاره ووهله او د جلعاد په غرنۍ سیمه کې هغه ته ورورسېد.
24 مګر خدای پاک د شپې په خوب کې لابان ته ښکاره شو او هغه ته یې وفرمایل: <پام کوه چې یعقوب ته هیڅ ونه وایې. نه ورته ښه ووایې او نه بد.>
25 حضرت یعقوب د جلعاد په غرنۍ سیمه کې خپلې خېمې ودرولې وې چې لابان ورورسېد او لابان هم د خپلو خپلوانو سره په هغه ځای کې خېمې ودرولې.
26 لابان حضرت یعقوب ته وویل: <څه دې وکړل؟ زه دې وغولولم او زما لورګانې دې د جنګي بندیانو په شان بوتللې.
27 ولې دې زه وغولولم او په پټه وتښتېدلې؟ ولې دې زه خبر نه کړم چې تاسو مې په خوشالۍ او په سندرو او د چمبو او رڅپرکی په ساز سره رخصت کړي وای.
28 زه دې پرېنښودم چې خپل لمسیان او لورګانې ښکل کړم او خدای پاماني ورسره وکړم. بې عقله کار دې وکړ.
29 زه دا توان لرم چې زیان درورسوم، مګر ستا د پلار خدای تېره شپه ماته وویل چې پام کوه چې حضرت یعقوب ته هیڅ ونه وایې. نه ورته ښه ووایې او نه بد.
30 اوس ته روان یې ځکه چې تا دا ارمان درلود چې بېرته د خپل پلار کور ته لاړ شې، نو زما بتان دې ولې غلا کړي دي؟>
31 حضرت یعقوب لابان ته په ځواب کې وفرمایل: <زه ووېرېدم ځکه چې ما فکر وکړ چې خپلې لورګانې به په زور زما څخه واخلې.
32 خو که د هرچا سره دې خپل بتان پیدا کړل، هغه دې ووژل شي. زمونږ د خپلوانو په مخکې وګوره. که چېرې ستا کوم شی زمونږ سره وي، خپل ځان ته یې واخله.> مګر حضرت یعقوب په دې باندې نه پوهېده چې راحیل هغه بتان غلا کړي وو.
33 نو لابان د حضرت یعقوب خېمې ته ننوت او هغه یې ولټوله. بیا د لیه خېمې ته او د دواړو وینځو خېمو ته ننوت او هیڅ یې پیدا نه کړل. بیا هغه د راحیل خېمې ته ننوت.
34 راحیل بتان د اوښ د زین لاندې ایښي وو او ورباندې ناسته وه. لابان ټوله خېمه ولټوله، هیڅ یې ونه موندل.
35 راحیل خپل پلار ته وویل: <پلاره، خفه نه شې. زه ستا په مخکې نه شم پاڅېدلی ځکه چې په ما باندې میاشتینۍ ناروغي راغلې ده.> لابان خېمه ولټوله خو بتان یې پیدا نه کړل.
36 حضرت یعقوب په قهر شو او د لابان سره یې شخړه وکړه او د هغه څخه یې پوښتنه وکړه: <ما څه جرم کړی دی؟ او کومه خطا مې کړې ده چې راپسې یې؟
37 اوس چې تا زما ټول سامان ولټاوه که د خپل کور سامان دې موندلی وي، دلته یې زما د خپلوانو او ستا د خپلوانو په مخ کې کېږده او پرېږده چې هغوی دا پرېکړه وکړي چې زمونږ دواړو څخه کوم یو په حقه دی.
38 شل کاله کیږي چې زه ستا سره وم. ستا مېږو او وزو بچي زیان نه کړل او ستا د رمو څخه مې یو پسه هم نه دی خوړلی.
39 هغه حیوانات چې وحشي ځناورو به داړلي وو، هغه مې تاته نه دي راوړي. د هغوی تاوان مې په خپله ګاللی دی او هغه چې د ورځې یا به د شپې غلا شوي وو، د هغو بیه به دې زما څخه غوښتله.
40 دا زما حال ؤ چې د ورځې په ګرمۍ او د شپې په یخنۍ کې به ځورېدلم او خوب مې نه شو کولی.
41 په دې ډول زه شل کاله ستا په کور کې وم. څوارلس کاله مې ستا د لورګانو په خاطر ستا خدمت وکړ او شپږ کاله مې ستا د رمو دپاره. لس ځلې دې زما مزدوري بدله کړه.
42 که چېرې زما د نیکونو خدای، د حضرت ابراهیم او د حضرت اسحاق خدای زما سره مل نه وای، نو زه به دې په یقین سره تش لاس لېږلی وای. خو خدای پاک زما سختۍ او د لاسونو خواري ولیدله او تېره شپه یې ملامته کړې.>
43 لابان حضرت یعقوب ته ځواب ورکړ: <دا ښځې زما لورګانې دي. د هغوی اولادونه زما اولادونه دي او دا رمې زما رمې دي او دا هرڅه چې دلته وینې زما دي. خو زه ستا څخه خپلې لورګانې او د هغوی اولادونه نه شم اخیستلی.
44 زه تیار یم چې ستا سره یو تړون وکړم. راځئ چې د تیږو یوه ډېرۍ جوړه کړو چې مونږ ته به زمونږ تړون رایادوي.>
45 نو حضرت یعقوب تیږه راواخیستله او هغه یې د یادګار په توګه ودروله.
46 هغه خپلو خپلوانو ته وفرمایل چې تیږې راټولې کړي. نو هغوی تیږې راواخیستې او ډېرۍ یې کړې. بیا حضرت یعقوب او لابان د هغې ډېرۍ په څنګ کې سره ډوډۍ وخوړله.
47 لابان په هغه باندې یجر سهدوتا نوم کېښود. مګر حضرت یعقوب هغه د جلعید په نوم یاد کړ.
48 لابان وویل: <دا د تیږو ډېرۍ به زمونږ دواړو دپاره یو یادګار وي.> په دې خاطر هغه د جلعید په نوم یاده شوه.
49 همدارنګه هغه د مصفه په نوم هم یاده شوه ځکه چې لابان وویل: <کله چې مونږ یو د بل څخه جدا شو، نو څښتن دې زمونږ دواړو ناظر اوسي.
50 که ته زما د لورګانو سره بده رویه وکړې او یا نورې ښځې وکړې، حتیٰ که زه له دې څخه خبر هم نه شم یاد ساته چې خدای پاک زما او ستا ترمنځ شاهد دی.>
51 همدارنګه لابان حضرت یعقوب ته وویل: <دا هغه ډېرۍ او هغه یادګاري تیږه ده چې زما او ستا ترمنځ مې ودرولې ده.
52 دا ډېرۍ او دا تیږه دواړه زمونږ دپاره د یادګار په توګه دي. زه به د دې ډېرۍ څخه ستا خواته نه درتېرېږم چې حمله درباندې وکړم او ته به د دې ډېرۍ او د دې تیږې څخه نه راتېرېږې چې حمله راباندې وکړې.
53 د حضرت ابراهیم او د ناحور خدای به زمونږ ترمنځ قضاوت کوي.> بیا حضرت یعقوب د هغه خدای په نوم چې د هغه پلار حضرت اسحاق ورته عبادت کاوه، سخت قسم وخوړ چې په دې وعدې باندې به ودریږي.
54 حضرت یعقوب هلته په هغې غرنۍ سیمه کې قرباني وکړه او خپل خپلوان یې ډوډۍ خوړلو ته راوبلل. د ډوډۍ خوړلو څخه وروسته هغوی هلته شپه تېره کړه.
55 لابان سهار وختي پاڅېد، خپل لمسیان او لورګانې یې ښکل کړل، خدای پاماني یې ورسره وکړه او بېرته خپل کور ته روان شو.