پیدایښت

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31 32 33 34 35 36 37 38 39 40 41 42 43 44 45 46 47 48 49 50


څپرکی 30

کله چې راحیل ولیدل چې د دې څخه د حضرت یعقوب هیڅ اولاد پیدا نه شو، نو په خپلې خور باندې یې بخیلي وکړه او حضرت یعقوب ته یې وویل: <ماته اولاد راکړه او که نه، نو زه به مړه شم.>
2 حضرت یعقوب په راحیل باندې په قهر شو او ویې فرمایل: <زه خو خدای نه یم چې ته یې د اولاد راوړلو څخه بې برخې کړې یې.>
3 نو هغې وویل: <دا زما وینځه بلهه ده. د هغې سره یوځای شه ترڅو هغه زما دپاره اولاد وزېږوي. په دې ډول به زه هم وکولی شم چې د هغې په وسیله مور شم.>
4 نو خپله وینځه بلهه یې ورکړه چې د هغه ښځه شي او حضرت یعقوب د هغې سره یوځای شو.
5 بلهه امیدواره شوه او حضرت یعقوب ته یې زوی وزېږاوه.
6 نو راحیل وویل: <خدای پاک زما په حق کې انصاف وکړ، هغه زما دعا قبوله کړه او ماته یې زوی راکړ.> په دې خاطر یې په هغه باندې دان نوم کېښود.
7 بلهه د راحیل وینځه بیا امیدواره شوه او د هغې څخه د حضرت یعقوب دوهم زوی پیدا شو.
8 راحیل وویل: <د خپلې خور سره مې شخړه وکړه او زه بریالۍ شوم>، نو ځکه یې په هغه باندې نفتالي نوم کېښود.
9 کله چې لیه پوه شوه چې د اولاد راوړلو څخه ولوېدله، خپله وینځه زلفه یې حضرت یعقوب ته ورکړه چې د هغه ښځه شي.
10 د لیه د وینځې زلفې څخه د حضرت یعقوب زوی پیدا شو.
11 لیه وویل: <زه بختوره یم>، نو ځکه یې په هغه باندې جاد نوم کېښود.
12 د لیه د وینځې زلفې څخه د حضرت یعقوب بل زوی پیدا شو.
13 لیه وویل: <زه څومره خوشاله یم! ټولې ښځې به وایي چې زه څومره خوشاله یم.> په هغه باندې یې اشیر نوم کېښود.
14 د غنمو د لو کولو په وخت کې روبین پټیو ته لاړ او مڼه غونې یې وموندلې. هغه یې خپلې مور لیه ته راوړلې. راحیل لیه ته وویل: <د خپل زوی د مڼه غونو څخه یو څه ماته راکړه.>
15 مګر لیه هغې ته ځواب ورکړ: <آیا دا دې بس نه دی چې مېړه دې راڅخه واخیست؟ اوس غواړې چې زما د زوی مڼه غونې هم راڅخه واخلې؟>راحیل وویل: <ډېر ښه. هغه به نن شپه ستا د زوی د مڼه غونو په بدل کې ستا سره څملي.>
16 نو کله چې ماښام حضرت یعقوب د پټیو څخه راغی، لیه د هغه مخې ته ورووتله. هغه ته یې وویل: <ته باید نن شپه زما سره څملې، ځکه چې د خپل زوی د مڼه غونو په بدل کې مې اخیستی یې.> نو حضرت یعقوب په هغه شپه له لیه سره څملاست.
17 خدای پاک د لیه دعا قبوله کړه او هغه امیدواره شوه او د هغې څخه د حضرت یعقوب پنځم زوی پیدا شو.
18 لیه وویل: <په دې خاطر چې ما خپله وینځه خپل مېړه ته ورکړه، خدای پاک ماته اجر راکړ.> نو په هغه باندې یې یساکار نوم کېښود.
19 لیه بیا امیدواره شوه او حضرت یعقوب ته یې شپږم زوی وزېږاوه.
20 هغې وویل: <خدای پاک ماته ښه قیمتي سوغات راکړ. اوس به مې مېړه عزت کوي، ځکه چې شپږ زامن مې ورته زېږولي دي.> نو په هغه باندې یې زبولون نوم کېښود.
21 وروسته له هغه یې لور پیدا شوه او په هغې یې دینه نوم کېښود.
22 بیا خدای پاک راحیل رایاده کړه، د هغې دعا یې قبوله کړه او هغې ته یې اولاد ورکړ.
23 هغه امیدواره شوه او زوی یې وزېږاوه. هغې وویل: <خدای پاک زما رسوایي لېرې کړه.>
24 نو په هغه باندې یې یوسف نوم کېښود او ویې ویل: <څښتن دې بل زوی راته راکړي.>
25 وروسته له هغې چې راحیل حضرت یوسف وزېږاوه، حضرت یعقوب لابان ته وفرمایل: <ما رخصت کړه چې بېرته خپل وطن ته لاړ شم.
26 زما ښځې او زما اولادونه چې د هغوی دپاره مې ستا خدمت کړی دی ماته راکړه چې لاړ شم، ځکه ته پوهېږې چې څومره کار مې درته کړی دی.>
27 مګر لابان هغه ته وویل: <که ته زما څخه خوشاله یې، مهرباني وکړه پاتې شه. زه د فال په وسیله پوه شوم چې څښتن ستا په خاطر ماته برکت راکړی دی.
28 خپله مزدوري دې ووایه، زه به یې درکړم.>
29 حضرت یعقوب هغه ته وفرمایل: <ته پوهېږې چې څنګه مې درته کار کړی دی او څنګه مې ستا رمې او پادې ساتلې دي.
30 زما د راتلو څخه مخکې تا لږ څه درلودل، خو کوم کارونه چې ما ستا دپاره کړي دي څښتن په هغو کې برکت اچولی دی او ستا شتمني ډېره زیاته شوې ده. اوس د دې وخت رارسېدلی چې د خپلې کورنۍ دپاره یو څه وکړم.>
31 لابان پوښتنه وکړه: <تاته څه درکړم؟>حضرت یعقوب ځواب ورکړ: <ماته هیڅ شی مه راکوه. که دا کار زما دپاره وکړې زه به ستا د رمو ساتلو او روزلو ته دوام ورکړم.
32 اجازه راکړه چې نن ستا د ټولو رمو په منځ کې وګرځم او د مېږو څخه هره یوه خالداره مېږه او هر توربخن وری او د وزو څخه هره خالداره وزه جدا کړم، نو دا به زما مزدوري وي.
33 کله چې راشې او هغه مزدوري چې ماته یې راکوې وګورې نو په اسانۍ سره به درته معلومه شي چې زه صادق یم. که چېرې زما سره کومه وزه چې خالداره نه وي یا یو وری چې توربخن نه وي، نو ته به پوه شې چې هغه غلا شوی دی.>
34 لابان وویل: <زما خوښه ده، لکه څنګه چې تا وویل همداسې دې وي.>
35 په هماغه ورځ لابان ټول خطداره او خالداره وزان او ټولې برګې او خالداره وزې یا هغه وزې چې سپین رنګ یې درلود او ټول توربخن وري بېل کړل او هغه یې خپلو زامنو ته وسپارل.
36 بیا لابان د خپلې رمې سره د حضرت یعقوب څخه د درې ورځو په فاصله لېرې لاړ او حضرت یعقوب د لابان پاتې رمې ساتلې.
37 حضرت یعقوب د چنار، بادام او سپېدار شنې څانګې راواخیستلې او د هغوی څخه یې پوستکي لېرې کړل او سپینې سپینې لیکې په کې راښکاره شوې.
38 نو هغه دا سپینې شوې څانګې د رمو په مخامخ د هغوی د اوبو په اخورونو کې کېښودلې، ځکه چې کله به رمې د اوبو څښلو دپاره راتللې نو یو د بل سره به جوړه کېدلې.
39 او د څانګو په مخ کې به یو د بله سره یوځای کېدلې او خطداره یا برګ او خالداره بچي به یې زېږول.
40 حضرت یعقوب پسونه او مېږې د وزو څخه جدا کړل او د هغو مخونه یې د لابان د رمو خطدارو او توربخنو حیواناتو خواته کړل. نو په دې ډول هغه د خپلو رمو خاوند شو او هغه یې د لابان د رمو څخه جدا کړلې.
41 نو کله به چې قوي ښځینه حیوانات د نرو حیواناتو سره یوځای کېدل نو حضرت یعقوب به د اوبو په اخورونو کې د حیواناتو مخې ته هغه څانګې ایښودلې چې د څانګو په منځ کې یو د بله سره یوځای شي.
42 خو که حیوانات به کمزوري وو نو څانګې به یې هلته نه ایښودلې. نو کمزورې به د لابان او قوي به د حضرت یعقوب شول.
43 په دې ډول حضرت یعقوب ډېر شتمن شو او د ډېرو رمو، وینځو، غلامانو، اوښانو او خرو خاوند شو.