پیدایښت

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31 32 33 34 35 36 37 38 39 40 41 42 43 44 45 46 47 48 49 50


څپرکی 41

پوره دوه کاله تېر شوي وو چې فرعون خوب ولیده چې د نیل د سیند په غاړه ولاړ ؤ.
2 ناڅاپه اووه ښې او چاغې غواګانې د سیند څخه راووتلې او په لوخو کې څرېدلې.
3 د هغو څخه وروسته نورې اووه غواګانې چې بدرنګې او ډنګرې وې، راووتلې او د سیند په غاړه د هغو تر څنګه ودرېدلې.
4 بدرنګه او ډنګرو غواګانو هغه ښې او چاغې غواګانې وخوړلې. بیا فرعون راویښ شو.
5 هغه بیا ویده شو او بل خوب یې ولیده چې د غلو دانو اووه ډک او پاخه وږي په یوه ډنډر کې راشنه شول.
6 له هغو څخه وروسته د غلو دانو نور اووه نري او د دښتې باد سوزولي وږي راشنه شول.
7 د غلو دانو اوو نریو وږو هغه ډک او پاخه وږي روغ تېر کړل. بیا فرعون راویښ شو او پوه شو چې هغه خوب ولیده.
8 په سهار د هغه فکر پرېشانه ؤ. هغه د مصر ټول جادوګران او حکیمان راوغوښتل. هغه خپل خوبونه هغوی ته بیان کړل، مګر هیڅ یو ونه شو کولی چې هغه فرعون ته تعبیر کړي.
9 په دې وخت کې د ساقیانو مشر فرعون ته وویل: <نن راته رایاد شول چې زما څخه خطا شوې ده.
10 یو ځلې فرعون په خپلو نوکرانو باندې په قهر شوی ؤ او زه او د نانوایانو مشر یې د دربار د ګارډ د قوماندان په کور کې په زندان کې واچولو.
11 مونږ دواړو په یوه شپه خوب ولیده او هر یو خوب ځانته خپله معنیٰ درلودله.
12 په هغه ځای کې یو عبرانی ځوان چې د دربار د ګارډ د قوماندان غلام ؤ زمونږ سره ؤ. مونږ خپل خوبونه هغه ته بیان کړل او هغه زمونږ خوبونه زمونږ دپاره تعبیر کړل.
13 لکه څنګه چې هغه تعبیر کړی ؤ، کټ مټ هماغسې وشول. زه بېرته په خپل ځای مقرر شوم او هغه بل سړی په دار وخېژولی شو.>
14 نو فرعون حضرت یوسف راوغوښت او هغه یې ډېر ژر د زندان څخه راوویست. حضرت یوسف خپله ږیره او سر وخرایل، خپل کالي یې بدل کړل او د فرعون حضور ته راغی.
15 فرعون حضرت یوسف ته وویل: <ما خوب لیدلی او څوک نشته چې هغه تعبیر کړي. مګر ما ستا په هکله اورېدلي دي چې کله خوب واورې، نو تعبیر یې کولی شې.>
16 حضرت یوسف فرعون ته په ځواب کې وفرمایل: <اعلیحضرته، زه دا نه شم کولی، مګر خدای پاک به ښه تعبیر درکړي.>
17 فرعون حضرت یوسف ته وویل: <ما خوب ولیده چې زه د نیل د سیند په غاړه ولاړ وم،
18 په دې وخت کې اووه چاغې او ښې غواګانې د سیند څخه راووتلې او په لوخو کې څرېدلې.
19 د هغوی څخه وروسته نورې اووه غواګانې راووتلې چې داسې ډنګرې او بدشکله وې چې ما د مصر په ټول هېواد کې هیڅکله نه وې لیدلې.
20 ډنګرو او بدشکله غواګانو هغه اولنۍ چاغې غواګانې وخوړلې.
21 مګر د خوړلو څخه وروسته هم څوک نه پوهېدل چې دوی به څه خوړلي وي ځکه چې هغوی د پخوا په شان ډنګرې ښکارېدلې. نو په دې وخت کې زه راویښ شوم.
22 همدارنګه ما په خوب کې ولیدل چې د غلو دانو اووه ډک او پاخه وږي په یوه ډنډر کې راشنه شول.
23 د هغو څخه وروسته نور اووه نري او د دښتې باد سوزولي وږي راشنه شول.
24 اووه نریو وږو هغه ډک وږي روغ تېر کړل. نو ما خپل خوب جادوګرانو ته وویل، مګر هیچا ونه شو کولی چې هغه ماته تعبیر کړي.>
25 نو حضرت یوسف فرعون ته وفرمایل: <د دواړو خوبونو معنیٰ یوه ده. څه چې خدای پاک غواړي ویې کړي هغه یې تاسو ته څرګند کړل.
26 اووه ښې غواګانې اووه کاله دي او د غلو دانو اووه ډک وږي هم اووه کاله دي، هغوی یوشان معنیٰ لري.
27 اووه ډنګرې او بد رنګه غواګانې چې د هغو څخه وروسته راووتلې او د غلو دانو اووه نري او د دښتې باد سوزولي وږي د قحطۍ اووه کاله دي.
28 دا هماغه څه دي چې تاسو ته مې وویل. څه چې خدای پاک غواړي ویې کړي تاسو ته یې څرګند کړي دي.
29 اووه کاله به د مصر په ټول هېواد کې ډېره پرېماني راشي.
30 مګر له هغې وروسته به د اوو کالو دپاره داسې قحطي راشي چې د مصر په ملک کې به هغه ټوله پرېماني هېره شي. ځکه چې قحطي به هېواد تباه کړي
31 او پرېماني به په هېواد کې بېخي هېره شي، دا ځکه چې هغه قحطي چې په هغې پسې راځي هغه به ډېره سخته وي.
32 دا چې تاسو دوه خوبونه لیدلي دي د هغو معنیٰ دا ده چې دا د خدای پاک فیصله ده چې دا کار وکړي او هغه به ژر داسې وکړي.
33 اوس باید تاسو یو پوه او د حکمت لرونکی سړی پیدا کړئ او هغه دې د مصر د هېواد دوهم مشر وټاکئ.
34 تاسو باید په ټول هېواد کې ماموران وټاکئ چې د اووه کالو پرېمانۍ په موده کې د مصر د حاصلاتو څخه پنځمه برخه راټوله کړي.
35 هغوی ته امر وکړئ چې د پرېمانۍ په کلونو کې غله راټوله کړي او هغوی ته اختیار ورکړئ چې هغه په ښارونو کې ذخیره کړي او ساتنه یې وکړي.
36 هغه باید د هېواد دپاره ذخیره شي چې د اووه کالونو د قحطۍ په موده کې چې په مصر باندې راتلونکې ده ورڅخه کار واخیستل شي ترڅو هېواد د قحطۍ په اثر وران نه شي.>
37 دغه وړاندیز د فرعون او د هغه د ټولو درباریانو په نظر کې ښه ښکاره شو.
38 نو فرعون د هغوی څخه پوښتنه وکړه: <آیا کولی شو چې د یوسف په شان یو څوک راپیدا کړو چې د خدای پاک روح په کې دی؟>
39 نو فرعون حضرت یوسف ته وویل: <څرنګه چې خدای پاک دا هرڅه تاته ښودلي دي نو ستا په شان د حکمت خاوند او پوه سړی نشته.
40 زه به تا د خپل هېواد دوهم مشر کړم او زما ټول قوم به ستا حکمونه مني او د واک په لحاظ به ته زما څخه پس دوهم نفر یې.>
41 نو فرعون حضرت یوسف ته وویل: <په دې ډول مې ته د مصر د ټول هېواد دوهم مشر وټاکلې.>
42 فرعون د خپلې ګوتې څخه هغه ګوته راوویستله چې په هغې کې د پادشاهۍ مهر لګېدلی ؤ او هغه یې حضرت یوسف ته ور په ګوته کړه. هغه حضرت یوسف ته د کتان ډېره ښه چپنه ورواغوستله او د سرو زرو زنځیر یې د هغه په غاړه کې واچاوه.
43 فرعون هغه ته خپله دوهمه شاهي ګاډۍ ورکړه چې په کې سپور شي او خلکو د هغه په مخکې نارې وهلې: <لاره پرېږدئ! لاره پرېږدئ!> په دې ډول یې حضرت یوسف د مصر د ټول هېواد دوهم مشر وټاکه.
44 فرعون حضرت یوسف ته وویل: <زه فرعون یم، مګر هیڅوک به ستا له اجازې څخه پرته په ټول مصر کې هیڅ نه شي کولی.>
45 فرعون په حضرت یوسف باندې صفنات فعنیح نوم کېښود او د اون د کاهن فوطي فارع لور اسنات یې هغه ته په نکاح ورکړه. نو په دې ډول حضرت یوسف د مصر په ټول هېواد باندې واک ترلاسه کړ.
46 حضرت یوسف دېرش کلن ؤ چې د مصر د پادشاه یعنې فرعون په خدمت کولو یې پیل وکړ. حضرت یوسف د فرعون د حضور څخه لاړ او په ټول مصر کې وګرځېد.
47 د اووه کالو پرېمانۍ په موده کې ځمکې ډېر زیات حاصلات ورکړل.
48 په دې موده کې حضرت یوسف په مصر کې ټول خوراکي مواد راټول کړل او هغه یې په ښارونو کې ذخیره کړل او د هر ښار د شاوخوا ځمکو خوراکي مواد یې په هماغه ښار کې ذخیره کړل.
49 حضرت یوسف لکه د دریاب د شګو په شان ډېره زیاته غله ذخیره کړه او هغه دومره زیاته وه چې د حساب څخه وتلې وه.
50 د قحطۍ د کالونو د راتلو څخه مخکې د اون د کاهن فوطي فارع لور اسنات حضرت یوسف ته دوه زامن وزېږول.
51 حضرت یوسف د خپل مشر زوی نوم منسي کېښود، نو ځکه یې وفرمایل: <خدای پاک زما ټولې سختۍ او زما د پلار ټوله کورنۍ زما څخه هېره کړه.>
52 او بیا د دوهم زوی نوم یې افرایم کېښود او ویې فرمایل: <دا ځکه چې خدای پاک ماته په هغه وطن کې اولادونه راکړل چې زه په کې په تکلیف وم.>
53 نو هغه پرېماني چې د اووه کالو دپاره په مصر کې وه پای ته ورسېدله.
54 لکه څنګه چې حضرت یوسف فرمایلي وو، د قحطۍ اووه کاله شروع شول. په نورو ټولو هېوادونو کې قحطي وه مګر په ټول مصر کې غله وه.
55 کله چې مصریان وږي شول، نو د ډوډۍ دپاره یې فرعون ته فریاد وکړ. نو فرعون ټولو مصریانو ته وویل: <یوسف ته ورشئ او هرڅه چې تاسو ته وایي هغه وکړئ.>
56 قحطي ډېره سخته شوه او په ټول هېواد کې خپره شوه، نو حضرت یوسف ګودامونه پرانیستل او په مصریانو باندې یې غله خرڅوله.
57 د ټولو هېوادونو خلک مصر ته راتلل چې د حضرت یوسف څخه غله واخلي، ځکه چې په ټوله دنیا کې سخته قحطي وه.