پیدایښت

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31 32 33 34 35 36 37 38 39 40 41 42 43 44 45 46 47 48 49 50


څپرکی 40

څه موده وروسته د مصر د پادشاه یعنې فرعون د ساقیانو او نانوایانو د مشرانو څخه د پادشاه په مقابل کې غلطي وشوه.
2 فرعون په دې دواړو درباریانو باندې په قهر شو
3 او هغوی یې په هغه زندان کې واچول چې د دربار د ګارډ د قوماندان په کور کې ؤ یعنې په هماغه زندان کې چې حضرت یوسف په کې بندي ؤ.
4 هغوی زیات وخت په زندان کې تېر کړ او د ګارډ قوماندان هغوی حضرت یوسف ته وسپارل او هغه د دوی خدمت کاوه.
5 د ساقیانو او نانوایانو مشرانو چې په زندان کې وو په یوه شپه دواړو خوب ولید او هر یو خوب خپله معنیٰ درلودله.
6 کله چې سهار حضرت یوسف هغوی ته ورغی، ویې لیدل چې هغوی خفه وو.
7 نو هغه ورڅخه پوښتنه وکړه: <تاسو نن ولې دومره خفه یئ؟>
8 هغوی ځواب ورکړ: <مونږ دواړو خوبونه لیدلي دي، مګر څوک نشته چې هغه تعبیر کړي.>حضرت یوسف هغوی ته وفرمایل: <د خوبونو تعبیرول د خدای کار دی. خپل خوبونه ماته ووایئ.>
9 نو د ساقیانو مشر خپل خوب حضرت یوسف ته بیان کړ. هغه ته یې وویل: <په خوب کې مې خپلې مخې ته د انګورو تاک ولید.
10 په تاک کې درې څانګې وې. څنګه چې غوټۍ یې وکړې نو هغه وغوړېدلې او د انګورو وږي پاخه شول.
11 د فرعون پیاله مې په لاس کې وه. نو انګور مې واخیستل او په پیاله کې مې وزبېښل او پیاله مې د فرعون په لاس کې ورکړه.>
12 حضرت یوسف وفرمایل: <د هغه تعبیر دا دی: درې څانګې درې ورځې دي.
13 په دې درې ورځو کې به فرعون تا ازاد کړي او وبه دې بخښي او بېرته به دې په خپل کار باندې مقرر کړي. ته به د پخوا په شان لکه څنګه چې د هغه ساقي وې، د فرعون پیاله به د هغه په لاس کې ورکوې.
14 خو کله چې داسې وشي، ما در په یاد کړه او زما سره احسان وکړه. فرعون ته زما په باره کې یادونه وکړه او له دې زندان څخه مې وباسه.
15 ځکه چې زه د عبرانیانو د وطن څخه په زور تښتول شوی یم او دلته مې هم هیڅ داسې کار نه دی کړی چې ما دې په زندان کې واچوي.>
16 کله چې د نانوایانو مشر ولیدل چې ښه تعبیر دی، نو حضرت یوسف ته یې وویل: <ما هم خوب ولیده چې د ډوډیو درې ټوکرۍ مې په سر وې.
17 په پاسنۍ ټوکرۍ کې د فرعون دپاره هر قسم ډوډۍ وې او مرغانو به هغه د دې ټوکرۍ څخه خوړلې.>
18 حضرت یوسف په ځواب کې وفرمایل: <د دې تعبیر دا دی: درې ټوکرۍ درې ورځې دي.
19 په دې درې ورځو کې به فرعون ستا سر پرې کړي او تا به په ونه کې ځوړند کړي او مرغان به ستا غوښه وخوري.>
20 په دریمه ورځ د فرعون د زېږېدلو کالیزه وه. هغه خپلو درباریانو ته مېلمستیا ورکړه او د ساقیانو او نانوایانو مشران یې ازاد کړل او د خپلو درباریانو په مخکې یې حاضر کړل.
21 هغه د ساقیانو مشر په خپل پخواني کار باندې مقرر کړ او پیاله یې یو ځل بیا د فرعون په لاس کې ورکړه.
22 مګر د نانوایانو مشر یې په دار وخېژاوه، لکه څنګه چې حضرت یوسف هغوی ته تعبیر کړی ؤ.
23 د ساقیانو مشر حضرت یوسف رایاد نه کړ او هغه یې بېخي هېر کړ.