پیدایښت

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31 32 33 34 35 36 37 38 39 40 41 42 43 44 45 46 47 48 49 50


څپرکی 26

په هغه وطن کې برسېره په هغې قحطۍ باندې چې پخوا د حضرت ابراهیم په وخت کې راغلې وه بله قحطي هم راغله. حضرت اسحاق د فلسطینیانو پادشاه ابي ملک ته چې په جرار کې ؤ ورغی.
2 څښتن حضرت اسحاق ته ښکاره شو او ویې فرمایل: <مصر ته مه ځه. په همدې وطن کې په هغه ځای کې چې زه یې درته وایم اوسېږه.
3 همدلته اوسېږه. زه به ستا سره مل یم او تاته به برکت درکړم. زه به تاته او ستا اولادې ته دا ټوله سیمه درکړم او په هغې وعدې باندې به ټینګ ولاړ یم چې ستا د پلار ابراهیم سره مې کړې وه.
4 ستا اولاده به د اسمان د ستورو په شان زیاته کړم او هغوی ته به دا ټوله سیمه ورکړم. ستا د اولادې په وسیله به د ځمکې په مخ ټول قومونه برکت ومومي،
5 ځکه چې ابراهیم زما اطاعت کړی دی او زما په ټولو حکمونو او قوانینو باندې یې عمل کړی دی.>
6 نو حضرت اسحاق په جرار کې پاتې شو.
7 کله چې د هغه ځای خلکو د حضرت اسحاق څخه د ربکا په باره کې پوښتنه وکړه، هغه وفرمایل: <هغه زما خور ده.> ځکه هغه وېرېده داسې ووایي چې هغه زما ښځه ده. هغه فکر کاوه چې د هغه ځای خلک به هغه د ربکا په خاطر ووژني، ځکه چې هغه ډېره ښکلې وه.
8 څرنګه چې حضرت اسحاق هلته زیات وخت تېر کړ، ابي ملک د فلسطینیانو پادشاه د کړکۍ څخه لاندې وکتل او ویې لیدل چې حضرت اسحاق خپله ښځه ربکا په غېږ کې نیولې وه او هغه یې ښکلوله.
9 نو ابي ملک حضرت اسحاق راوغوښت او ورته ویې ویل: <هغه په رښتیا سره ستا ښځه ده! نو ولې دې وویل چې هغه ستا خور ده؟>حضرت اسحاق ځواب ورکړ: <ما فکر وکړ چې کېدای شي د هغې په خاطر ووژل شم.>
10 ابي ملک وویل: <دا څه دې زمونږ سره وکړل؟ کېدای شو چې زما د نفرو څخه کوم یو ستا د ښځې سره څملاستلی وای او مونږ به دې ګناهکار کړي وای.>
11 ابي ملک ټولو خلکو ته خبرداری ورکړ: <که هرڅوک د دې سړي یا دې ښځې سره بده رویه وکړي هغه به ووژل شي.>
12 حضرت اسحاق په هغې ځمکې کې فصل وکاره او په هغه کال یې چې څه کرلي وو د هغې څخه یې یو په سل حاصل واخیست، ځکه چې څښتن هغه ته برکت ورکړ.
13 حضرت اسحاق ورځ په ورځ خوشبخته کېده او هغه ډېر شتمن سړی شو.
14 هغه دومره زیاتې رمې، پادې او غلامان درلودل چې فلسطینیانو ورباندې بخیلي کوله.
15 نو هغه ټول کوهیان چې د هغه د پلار حضرت ابراهیم غلامانو د هغه د پلار په وخت کې کیندلي وو، فلسطینیانو هغه د خاورو څخه ډک کړل.
16 نو بیا ابي ملک حضرت اسحاق ته وویل: <ته زمونږ څخه ډېر قوي شوی یې، نو زمونږ د وطن څخه لاړ شه.>
17 نو حضرت اسحاق له هغه ځای څخه لاړ او د جرار په دره کې یې خېمې ودرولې او هلته پاتې شو.
18 حضرت اسحاق هغه کوهیان چې د هغه د پلار حضرت ابراهیم په وخت کې کیندل شوي وو او فلسطینیانو هغه د حضرت ابراهیم د وفات کېدلو څخه وروسته بند کړي وو بېرته وکیندل او هماغه نومونه یې ورباندې کېښودل چې پلار یې ورباندې ایښي وو.
19 د حضرت اسحاق غلامانو په دې دره کې یو کوهی وکینده چې تازه اوبه یې درلودلې.
20 مګر د جرار شپانو د حضرت اسحاق د شپانو سره دعوه شروع کړه او ویې ویل: <دا زمونږ اوبه دي!> نو حضرت اسحاق هغه کوهی د دعوې په نوم یاد کړ.
21 د حضرت اسحاق غلامانو بل کوهی وکینده او په هغه باندې یې هم دعوه وکړه او هغه یې د دښمنۍ په نوم یاد کړ.
22 او له هغه ځای څخه یې کډه وکړه او بل کوهی یې وکینده مګر په هغه باندې چا دعوه ونه کړه او هغه یې د پرېمانه ځای په نوم یاد کړ، ویې فرمایل: <اوس څښتن مونږ ته ځای راکړی دی او په دې خاوره کې به خوشبخته شو.>
23 حضرت اسحاق له هغه ځایه بئرشبع ته لاړ.
24 په هماغه شپه څښتن هغه ته ښکاره شو او ویې فرمایل: <زه ستا د پلار ابراهیم خدای یم. مه وېرېږه ځکه چې زه ستا سره مل یم او تاته به برکت درکړم او ستا اولاده به د خپل خدمتګار ابراهیم په خاطر زیاته کړم.>
25 حضرت اسحاق هلته د قربانۍ ځای جوړ کړ او د څښتن عبادت یې وکړ. بیا یې په هغه ځای کې خپلې خېمې ودرولې او د هغه غلامانو هلته یو بل کوهی وکینده.
26 یوه ورځ ابي ملک د خپل مشاور احوزات او د خپلو لښکرو د مشر فیکول سره د جرار څخه د حضرت اسحاق د لیدلو دپاره راغی.
27 حضرت اسحاق د هغوی څخه پوښتنه وکړه: <تاسو خو زما سره دښمني کوله او زه مو له خپل وطن څخه وشړلم. نو اوس ولې زما د لیدلو دپاره راغلي یئ؟>
28 هغوی ځواب ورکړ: <مونږ ولیدل چې څښتن په رښتیا ستا سره مل دی نو مونږ وویل چې زمونږ او ستاسو ترمنځ دې داسې یو قوي تړون وي
29 چې مونږ ته زیان راونه رسوئ لکه څنګه چې مونږ تاته زیان نه دی دررسولی، بلکه ستا سره مو ښه رویه کړې ده او ته مو په سلامتۍ سره لېږلی یې. اوس څښتن تاته برکت درکړی دی.>
30 حضرت اسحاق د هغوی دپاره مېلمستیا تیاره کړه او هغوی وخوړل او وڅښل.
31 سهار وختي هغوی پاڅېدل او یو او بل ته یې قسم ورکړ. حضرت اسحاق هغوی رخصت کړل او په سلامتۍ سره د هغه څخه لاړل.
32 په هماغه ورځ د حضرت اسحاق غلامان راغلل او هغه ته یې د هغه کوهي په باره کې خبر ورکړ چې دوی کیندلی ؤ. هغوی وویل: <مونږ اوبه وموندلې.>
33 نو هغه یې د شبع په نوم یاد کړ. تر نن ورځې پورې هغه ښار د بئرشبع په نوم یادیږي.
34 کله چې عیسو څلوېښت کلن شو، د بیري حیتي د لور یودیه او د ایلون حیتي لور بسمې سره یې واده وکړ.
35 هغوی د حضرت اسحاق او ربکا ژوند تریخ کړ.