پیدایښت

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31 32 33 34 35 36 37 38 39 40 41 42 43 44 45 46 47 48 49 50


څپرکی 27

کله چې حضرت اسحاق زوړ شو نو د هغه سترګې دومره کمزورې شوې چې نور یې څه شی نه شو لیدلی. خپل مشر زوی عیسو یې راوغوښت او هغه ته یې وفرمایل: <ای زما زویه!>هغه ځواب ورکړ: <څه وایې؟>
2 حضرت اسحاق وفرمایل: <زه اوس زوړ شوی یم او مرګ ته نژدې شوی یم.
3 نو اوس خپله لینده او غشي واخله، صحرا ته لاړ شه او زما دپاره ښکار وکړه.
4 زما دپاره داسې خوندور خوراک چې زه یې خوښوم تیار کړه او ماته یې راوړه چې ویې خورم، ترڅو د خپل مرګ څخه مخکې تاته برکت درکړم.>
5 څه وخت چې حضرت اسحاق د خپل زوی عیسو سره خبرې کولې، ربکا هغه واورېدلې. نو عیسو د ښکار دپاره صحرا ته لاړ.
6 ربکا خپل زوی حضرت یعقوب ته وویل: <ګوره، ما واورېدل چې ستا پلار ستا ورور عیسو ته وویل:
7 زما دپاره د ښکار غوښه راوړه او خوندور خوراک ورڅخه تیار کړه چې ویې خورم او د خپل مرګ څخه مخکې تاته د څښتن په حضور کې برکت درکړم.
8 نو اوس ای زما زویه، په غور سره واوره او څه چې درته وایم هغه وکړه.
9 رمې ته ورشه او دوه ډېر ښه سېرلي راته راوله ترڅو ستا د پلار دپاره داسې خوندور خوراک تیار کړم چې هغه یې خوښوي.
10 بیا هغه دې پلار ته یوسه چې ویې خوري ترڅو د خپل مرګ څخه مخکې تاته برکت درکړي.>
11 حضرت یعقوب خپلې مور ربکا ته وویل: <خو زما ورور عیسو ببر سړی دی او زه ښویه پوستکی لرم.
12 که پلار مې په ما باندې لاس ووهي نو بیا به څه کیږي؟ دی به پوه شي چې زه هغه غولوم، نو د برکت په ځای به په ځان باندې لعنت راولم.>
13 مور یې ځواب ورکړ: <ای زما زویه! ستا لعنت دې په ما باندې وي، ته یوازې هغه څه وکړه چې زه یې درته وایم. لاړ شه او ماته سېرلي راوله.>
14 نو حضرت یعقوب لاړ او هغه یې خپلې مور ته راوړل او هغې داسې خوندور خوراک تیار کړ چې د هغه د پلار خوښېده.
15 بیا ربکا د خپل مشر زوی عیسو ترټولو ښه کالي چې د هغې سره په کور کې وو راواخیستل او خپل کشر زوی حضرت یعقوب ته یې واغوستل.
16 همدارنګه هغې د سېرلي په پوستکي باندې د هغه لاسونه او د اورمېږ هغه ځای پټ کړ چې ویښتان یې نه درلودل.
17 هغې هغه خوندور خوراک او ډوډۍ چې پخه کړې یې وه د خپل زوی حضرت یعقوب په لاس کې ورکړل.
18 هغه خپل پلار ته ورغی او ویې ویل: <ای زما پلاره!>هغه ځواب ورکړ: <څه وایې، ای زما زویه؟ ته څوک یې؟>
19 حضرت یعقوب خپل پلار ته وویل: <زه ستا مشر زوی عیسو یم، تا چې څنګه راته ویلي وو ما هماغسې وکړل. کښېنه او زما د ښکار غوښه وخوره ترڅو ماته خپل برکت راکړې.>
20 حضرت اسحاق د خپل زوی څخه پوښتنه وکړه: <ای زما زویه، دومره ژر دې څنګه پیدا کړه؟>حضرت یعقوب ځواب ورکړ: <ستا څښتن خدای زما سره مرسته وکړه او هغه مې پیدا کړه.>
21 بیا حضرت اسحاق یعقوب ته وفرمایل: <ای زما زویه، رانژدې شه چې لاس درباندې ووهم ترڅو پوه شم چې ته رښتیا زما زوی عیسو یې که نه.>
22 حضرت یعقوب خپل پلار حضرت اسحاق ته ورنژدې شو او پلار یې په هغه باندې لاس وواهه او ویې فرمایل: <اواز دې د یعقوب د اواز په شان دی، مګر لاسونه دې د عیسو د لاسونو په شان دي.>
23 حضرت اسحاق هغه ونه پېژانده ځکه چې د هغه لاسونه د عیسو د لاسونو په شان ببر وو، نو ورنژدې شو چې هغه ته برکت ورکړي.
24 هغه پوښتنه وکړه: <آیا ته په رښتیا سره زما زوی عیسو یې؟>هغه ځواب ورکړ: <هو، زه یم.>
25 حضرت اسحاق وفرمایل: <ماته ستا د ښکار غوښه راوړه چې ویې خورم ترڅو خپل برکت درکړم.> حضرت یعقوب هغه حضرت اسحاق ته راوړله او هغه وخوړله او یو څه شراب یې هم راوړل او هغه وڅښل.
26 بیا د هغه پلار حضرت اسحاق ورته وفرمایل: <ای زما زویه، رانژدې شه او ما ښکل کړه.>
27 نو حضرت یعقوب ورنژدې شو او هغه یې ښکل کړ. نو کله چې حضرت اسحاق د هغه کالي بوی کړل، نو ده ته یې برکت ورکړ او ویې فرمایل: <زما د زوی خوږ بوی د هغې صحرا د بوی په شان دی چې څښتن هغې ته برکت ورکړی دی.
28 خدای پاک دې تاته د اسمان پرخه درکړي او ستا ځمکه دې حاصلخېزه کړي! او پرېمانه غلې دانې او شراب دې درکړي.
29 قومونه دې ستا غلامان شي او تاته دې د احترام سر ټیټوي او ته دې په خپلو خپلوانو باندې حکم چلوې او ستا د مور اولاده دې تاته سر ټیټوي. څوک چې په تا باندې لعنت ووایي، په هغه باندې دې لعنت وي او څوک چې تاته برکت درکوي، په هغه دې برکت وي.>
30 سمدستي وروسته له دې چې هغه له برکت ورکولو څخه وزګار شو او حضرت یعقوب لاړ د حضرت یعقوب ورور عیسو د ښکار څخه راغی.
31 هغه هم خوندور خوراک تیار کړ او خپل پلار ته یې راوړ او ویې ویل: <ای پلاره، راپاڅېږه او زما د ښکار لږه غوښه وخوره ترڅو ماته برکت راکړې.>
32 حضرت اسحاق د هغه څخه پوښتنه وکړه: <ته څوک یې؟>هغه ځواب ورکړ: <زه ستا زوی یم، ستا مشر زوی عیسو.>
33 حضرت اسحاق سخت ولړزېده او ویې فرمایل: <نو بیا هغه څوک ؤ چې ښکار یې کړی ؤ او غوښه یې ماته راوړې وه؟ او همدا اوس ستا د راتلو څخه مخکې مې هغه وخوړله او هغه ته مې برکت ورکړ او هغه بېرته نه اخیستل کیږي.>
34 کله چې عیسو د خپل پلار خبرې واورېدلې، هغه په لوړ او سخت اواز سره چیغې ووهلې او خپل پلار ته یې وویل: <ای زما پلاره، ماته هم برکت راکړه.>
35 حضرت اسحاق ځواب ورکړ: <ستا ورور دلته راغی، زه یې وغولولم او ستا برکت یې واخیست.>
36 عیسو وویل: <آیا په هغه باندې یې د یعقوب نوم په حقه نه دی ایښی؟ ځکه چې هغه زه دوه وارې وغولولم. اول یې زما څخه د مشرتوب حق واخیست او اوس یې زما برکت واخیست.> نو هغه پوښتنه وکړه: <آیا ماته دې کوم برکت نه دی ساتلی؟>
37 حضرت اسحاق عیسو ته په ځواب کې وفرمایل: <هغه مې په تا باندې بادار کړی دی او د هغه ټول خپلوان مې د هغه غلامان کړل او هغه ته مې غلې دانې او شراب ورکړي دي. نو ای زویه! اوس زه ستا دپاره څه وکړم؟>
38 عیسو بیا خپل پلار ته وویل: <ای زما پلاره، آیا تا سره یوازې یو برکت ؤ؟ ماته هم برکت راکړه!> بیا عیسو په لوړ اواز سره وژړل.
39 حضرت اسحاق هغه ته وفرمایل:<له اسمان څخه به پرخه تاته نه وينه به ځمکه حاصلخېزه وي د ستا
40 ژوند به کړې په خپله تورهیې غلام به د خپل ورورمګر کله چې یاغي شېد هغه جغ به له خپلې غاړې مات کړې>
41 عیسو د حضرت یعقوب سره د هغه برکت له امله چې پلار یې حضرت یعقوب ته ورکړی ؤ کینه پیدا کړه. هغه د خپل ځان سره وویل: <زما پلار مرګ ته نژدې دی او هغه به مړ شي، بیا به خپل ورور یعقوب ووژنم.>
42 کله چې ربکا د خپل مشر زوی عیسو د پلان څخه خبره شوه، هغې خپل کشر زوی حضرت یعقوب راوغوښت او ورته ویې ویل: <غوږ ونیسه، ستا ورور عیسو پلان لري چې ستا څخه د هغو کارونو بدل واخلي چې تا کړي دي او تا ووژني.
43 نو اوس ای زما زویه، هغه کار وکړه چې زه یې درته وایم. سمدستي حران ته زما ورور لابان ته وتښته.
44 د هغه سره د لږ وخت دپاره پاتې شه ترڅو ستا د ورور قهر سوړ شي
45 او هغه څه چې تا ورسره کړي دي هغه هېر کړي. نو بیا به تاته خبر درولېږم چې له هغه ځای څخه بېرته راشې. تاسو دواړه ولې په یوه ورځ کې له لاسه ورکړم؟>
46 ربکا حضرت اسحاق ته وویل: <د دې حیتي ښځو د لاسه د خپل ژوند څخه بېزاره شوې یم. که چېرې یعقوب د دې حیتي ښځو په شان کومه حیتي ښځه وکړي نو زما ژوند به ژوند نه وي.>