پیدایښت

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31 32 33 34 35 36 37 38 39 40 41 42 43 44 45 46 47 48 49 50


څپرکی 48

څه موده وروسته حضرت یوسف ته خبر ورسېد چې پلار یې ناروغ دی. نو هغه خپل دواړه زامن منسي او افرایم د ځان سره واخیستل او د خپل پلار لیدلو ته ورغی.
2 کله چې حضرت یعقوب خبر شو چې د هغه زوی حضرت یوسف د هغه د لیدلو دپاره راغلی دی نو هغه د خپل ټول قوت څخه کار واخیست ترڅو په خپل کټ باندې کښېناست.
3 حضرت یعقوب یوسف ته وفرمایل: <مطلق قادر خدای ماته د کنعان په وطن کې په لوز کې راښکاره شو او برکت یې راته راکړ.
4 ماته یې وفرمایل: تاته به زیات اولادونه درکړم. ستا د نسل څخه به زیات قومونه جوړ کړم او دغه ځمکه به ستا څخه وروسته ستا اولادې ته د هغوی د دایمي ملکیت په توګه ورکړم.
5 نو اوس ستا دوه زامن چې زما د راتللو څخه مخکې په مصر کې زېږېدلي وو، هغوی زما دي. افرایم او منسي د روبین او شمعون په شان زما زامن دي.
6 له دوی څخه وروسته چې ستا کوم اولادونه پیدا کیږي هغه به ستا وي او د هغوی میراث به د افرایم او منسي څخه وي.
7 څه وخت چې زه د بین النهرین څخه راتلم نو په خواشینۍ سره راحیل د کنعان په خاوره کې افراتې ته نژدې په لاره کې مړه شوه. نو هغه مې د افراتې د لارې تر څنګه ښخه کړه.> (هغه ځای اوس د بیت الحم په نوم یادیږي.)
8 کله چې حضرت یعقوب د حضرت یوسف زامن ولیدل هغه پوښتنه وکړه: <دا څوک دي؟>
9 حضرت یوسف خپل پلار ته وفرمایل: <دا زما زامن دي چې خدای پاک ماته دلته په مصر کې راکړي دي.>بیا حضرت یعقوب وفرمایل: <هغوی ماته راوله چې زه ورته برکت ورکړم.>
10 د حضرت یعقوب سترګې د زوړوالي له کبله دومره کمزورې شوې وې چې څه شی ورته سم نه ښکاره کېده. نو حضرت یوسف خپل زامن هغه ته ورنژدې کړل او د هغه پلار هغوی ښکل کړل او په خپل غېږ کې یې ونیول.
11 حضرت یعقوب یوسف ته وفرمایل: <ما هیڅکله دا امید نه درلود چې ستا مخ به بیا ووینم او اوس خدای پاک زه دې ته پرېښودم چې ستا اولادونه هم ووینم.>
12 بیا حضرت یوسف هغوی د خپل پلار د زنګنونو څخه لېرې کړل او د احترام په خاطر یې هغه ته خپل سر ټیټ کړ.
13 حضرت یوسف افرایم د حضرت یعقوب چپ لاس ته او منسي یې د هغه ښي لاس ته نژدې راوستل.
14 مګر حضرت یعقوب خپل ښي لاس اوږد کړ او هغه یې د افرایم په سر باندې کېښود، که څه هم هغه کشر ؤ او خپل چپ لاس یې د منسي په سر باندې چې مشر ؤ کېښود.
15 بیا هغه حضرت یوسف ته برکت ورکړ او ویې فرمایل: <هغه خدای چې زما پلرونو حضرت ابراهیم او حضرت اسحاق یې خدمت کړی دی، هغه دې دغو هلکانو ته برکت ورکړي! هغه خدای چې تر دې ورځې پورې یې زما لارښوونه کړې، هغوی ته دې برکت ورکړي!
16 هغه فرښته دې هغوی ته برکت ورکړي چې زه یې د ټولو بدو څخه ژغورلی یم! زما او زما د نیکونو حضرت ابراهیم او حضرت اسحاق نومونه دې د دوی په وسیله ژوندي وساتل شي او هغوی دې ډېره اولاده ولري.>
17 کله چې حضرت یوسف ولیدل چې پلار یې خپل ښي لاس د افرایم په سر باندې کېښود هغه خفه شو. نو د خپل پلار لاس یې ونیوه چې د افرایم له سر څخه یې د منسي سرته راواړوي.
18 حضرت یوسف هغه ته وویل: <نه پلاره، دغه مشر هلک دی. خپل ښي لاس دې د هغه په سر باندې کېږده.>
19 مګر د هغه پلار انکار وکړ او ویې ویل: <ای زویه، زه پوهېږم! زه پوهېږم چې د منسي څخه به هم یو لوی قوم جوړ شي. مګر د هغه کشر ورور به د هغه څخه لوی سړی شي ځکه چې د هغه د اولادې څخه به لوی قومونه پیدا شي.>
20 په هغه ورځ حضرت یعقوب هغوی ته برکت ورکړ ویې فرمایل: <د اسراییلو قوم به یو او بل ته ستاسو په نوم برکت غواړي او داسې به وایي چې خدای پاک دې تا د افرایم او منسي په شان کړي.> په دې ډول حضرت یعقوب افرایم ته په منسي باندې د لومړي توب حق ورکړ.
21 بیا حضرت یعقوب یوسف ته وفرمایل: <ګوره، زه مرګ ته نژدې یم خو خدای پاک به ستاسو سره مل وي او تاسو به بېرته د خپلو نیکونو وطن ته بوځي.
22 د شکیم هغه حاصلخېزه سیمه چې ما د اموریانو څخه د خپلې تورې او لیندې په زور نیولې ده، ستا ورونو ته نه، بلکه تاته درکوم.>