پیدایښت

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31 32 33 34 35 36 37 38 39 40 41 42 43 44 45 46 47 48 49 50


څپرکی 12

څښتن حضرت ابرام ته وفرمایل: <خپل وطن، خپلوان او د خپل پلار کور پرېږده او هغه هېواد ته لاړ شه چې زه یې درته ښایم.
2 زه به ستا څخه لوی قوم جوړ کړم او تاته به برکت درکړم. ستا نوم به مشهور کړم او د نورو دپاره به د برکت سبب وګرځې.
3 څوک چې تاته برکت درکوي زه به هغوی ته برکت ورکړممګر څوک چې په تا باندې لعنت وایي زه به په هغوی باندې لعنت ووایماو ستا په وسیله به د دنیا ټولو قومونو ته برکت ورکړم>
4 لکه څنګه چې خدای پاک حضرت ابرام ته فرمایلي وو هغه لاړ او حضرت لوط هم ورسره لاړ. حضرت ابرام د پنځه اویا کالو په عمر ؤ چې د حران څخه روان شو.
5 حضرت ابرام خپله ښځه سارای، خپل وراره حضرت لوط، خپل غلامان او هغه ټوله شتمني چې په حران کې یې پیدا کړې وه د ځان سره واخیستل او کنعان ته روان شول.کله چې هلته ورسېدل،
6 حضرت ابرام په هغې خاوره کې ګرځېده ترڅو د موره مقدسې ونې ته ورسېده چې هغه په شکیم کې یو پاک ځای ؤ. (په هغه وخت کې په هغې خاورې کې کنعانیان اوسېدل.)
7 څښتن حضرت ابرام ته ښکاره شو او هغه ته یې وفرمایل: <دا هغه وطن دی چې زه غواړم هغه ستا اولادې ته ورکړم.> نو حضرت ابرام په هغه ځای کې چې څښتن ورته ورښکاره شوی ؤ د قربانۍ ځای جوړ کړ.
8 بیا یې هغې غرنۍ سیمې ته کډه وکړه چې د لمرپرېواته خوا څخه بیت ئیل او د لمرخاته خوا څخه عای ته رسیږي. حضرت ابرام په هغه ځای کې خپلې خېمې ودرولې او هلته یې د قربانۍ ځای جوړ کړ او د څښتن عبادت یې وکړ.
9 بیا هغه د یو ځای څخه بل ځای ته کډه کوله او د کنعان جنوب خواته لاړ.
10 مګر په کنعان کې قحطي راغله او هغه دومره سخته شوه چې حضرت ابرام مصر ته لاړ چې هلته د لږ وخت دپاره واوسیږي.
11 څه وخت چې هغه د مصر سرحد ته ورنژدې شو، خپلې ښځې سارای ته یې وویل: <ته ښایسته ښځه یې.
12 کله چې مصریان تا وویني، وبه وایي: دا د هغه ښځه ده. نو دوی به ما ووژني او تا به ژوندۍ پرېږدي.
13 هغوی ته ووایه چې ته زما خور یې، نو ستا په خاطر به هغوی زما سره ښه رویه وکړي او ما به ژوندی پرېږدي.>
14 څه وخت چې هغه مصر ته داخل شو، مصریانو ولیدل چې د هغه ښځه ډېره ښایسته وه.
15 کله چې د فرعون درباریانو هغه ولیدله، هغوی د فرعون په مخکې د هغې صفت وکړ او هغه یې د فرعون ماڼۍ ته وروستله.
16 فرعون د هغې په خاطر د حضرت ابرام سره ښه رویه وکړه او هغه ته یې پسونه، وزې، پادې، خره او خرې، اوښان، وینځې او غلامان ورکړل.
17 مګر څښتن فرعون او د هغه درباریان د حضرت ابرام د ښځې سارای په سبب په خطرناکو ناروغیو باندې اخته کړل.
18 نو فرعون حضرت ابرام راوغوښت او د هغه څخه یې پوښتنه وکړه: <زما سره دې څه وکړل؟ ولې دې ماته ونه ویل چې هغه ستا ښځه ده؟
19 ولې دې وویل چې هغه ستا خور ده، کېدای شو چې ما د هغې سره واده کړی وای؟ ګوره دا ستا ښځه ده، هغه واخله او لاړ شه!>
20 فرعون خپلو نفرو ته حکم وکړ چې حضرت ابرام او د هغه ښځه د هر هغه څه سره چې درلودل یې ولېږي.