پیدایښت

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31 32 33 34 35 36 37 38 39 40 41 42 43 44 45 46 47 48 49 50


څپرکی 5

۱دا د حضرت آدم د اولادې د پیدا کېدلو لیکلی بیان دی. کله چې خدای پاک انسان پیدا کړ، هغه یې د خپل ځان په شان پیدا کړ.
2 هغوی یې نر او ښځه پیدا کړل او برکت یې ورته ورکړ او هغوی یې انسانان وبلل.
3 حضرت آدم د یوسلو دېرش کالو ؤ چې د هغه زوی پیدا شو چې د هماغه په شان ؤ او په هغه باندې یې شیث نوم کېښود.
4 د شیث د پیدا کېدلو څخه وروسته حضرت آدم اته سوه کاله نور هم ژوندی ؤ او نور زامن او لورګانې یې پیدا شوې.
5 نو حضرت آدم د نهه سوه دېرش کالو په عمر ؤ چې وفات شو.
6 شیث د یوسلو پنځو کالو ؤ چې د هغه زوی انوش پیدا شو.
7 او وروسته له هغې چې دی د انوش پلار شو، شیث اته سوه اووه کاله ژوند وکړ او نور زامن او لورګانې یې پیدا شوې
8 او په نهه سوه دولس کلنۍ کې مړ شو.
9 انوش د نوي کالو په عمر ؤ چې زوی یې پیدا شو او د هغه نوم یې قینان کېښود.
10 وروسته له دې چې هغه د قینان پلار شو انوش اته سوه پنځلس کاله ژوند وکړ او نور زامن او لورګانې یې پیدا شوې
11 او په نهه سوه پنځه کلنۍ کې مړ شو.
12 قینان اویا کلن ؤ چې د هغه زوی مهللئیل پیدا شو.
13 وروسته له دې چې هغه د مهللئیل پلار شو قینان اته سوه څلوېښت کاله ژوند وکړ او نور زامن او لورګانې یې پیدا شوې
14 او په نهه سوه لس کلنۍ کې مړ شو.
15 مهللئیل پنځه شپېته کلن ؤ چې د هغه زوی یارد پیدا شو.
16 مهللئیل د یارد د زېږېدو څخه وروسته اته سوه دېرش کاله ژوند وکړ او نور زامن او لورګانې یې پیدا شوې
17 او په اته سوه پنځه نوي کلنۍ کې مړ شو.
18 یارد د یوسلو دوه شپېته کالو ؤ چې د هغه زوی خنوخ پیدا شو.
19 وروسته له دې چې هغه د خنوخ پلار شو یارد اته سوه کاله ژوند وکړ او نور زامن او لورګانې یې پیدا شوې
20 او په نهه سوه دوه شپېته کلنۍ کې مړ شو.
21 خنوخ د پنځه شپېته کالو ؤ چې د هغه زوی متوشالح پیدا شو.
22 وروسته له دې چې هغه د متوشالح پلار شو خنوخ درې سوه کاله د خدای پاک سره په دوستۍ کې تېر کړل او نور زامن او لورګانې یې پیدا شوې.
23 خنوخ درې سوه پنځه شپېته کاله ژوند وکړ.
24 هغه د خدای پاک سره په دوستۍ کې خپل ژوند تېر کړ او له هغې څخه وروسته هغه د سترګو څخه پناه شو ځکه چې خدای پاک هغه پورته یووړ.
25 متوشالح د یوسلو اووه اتیا کالو ؤ چې د هغه زوی لمک پیدا شو.
26 وروسته له دې چې هغه د لمک پلار شو، متوشالح اووه سوه دوه اتیا کاله ژوند وکړ او نور زامن او لورګانې یې پیدا شوې
27 او په نهه سوه نهه شپېته کلنۍ کې مړ شو.
28 لمک د یوسلو دوه اتیا کالو ؤ چې د هغه زوی پیدا شو.
29 لمک وویل: <دا به زمونږ دپاره په ستونزو، په سخت کار او د لاسونو په تڼاکو کې تسلي وي چې مونږ یې په هغې ځمکې باندې کوو چې خدای پاک ورباندې لعنت ویلی دی.> نو په هغه باندې یې نوح نوم کېښود.
30 وروسته له دې چې حضرت نوح پیدا شو، لمک پنځه سوه پنځه نوي کاله ژوند وکړ او نور زامن او لورګانې یې پیدا شوې
31 او په اووه سوه اووه اویا کلنۍ کې مړ شو.
32 وروسته له دې چې حضرت نوح د پنځه سوه کالو شو، د هغه درې زامن پیدا شول چې سام، حام او یافث نومېدل.