پیدایښت

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31 32 33 34 35 36 37 38 39 40 41 42 43 44 45 46 47 48 49 50


څپرکی 15

وروسته بیا څښتن په رویا کې حضرت ابرام ته وفرمایل: <ای ابرامه مه وېرېږه، زه ستا سپر یم او تاته به ډېر لوی اجر درکړم.>
2 حضرت ابرام وفرمایل: <ای څښتن تعالیٰ، ماته به څه راکړې ځکه چې زه بې اولاده پاتې شوم. زما یوازینی وارث دمشقي الیعازر دی.
3 ماته دې اولادونه نه دي راکړي، نو زما د کورنۍ نوکر به زما میراث خور شي.>
4 څښتن په ځواب کې وفرمایل: <دا سړی به ستا میراث خور نه وي بلکه ستا خپل زوی چې په خپله ستا څخه به پیدا شي، ستا میراث خور وي.>
5 څښتن هغه دباندې وویست او ورته ویې فرمایل: <اسمان ته وګوره او هڅه وکړه چې ستوري وشمارې، نو ستا اولاده به د هغو په شان دومره زیاته وي.>
6 حضرت ابرام په څښتن باندې باور وکړ او په دې خاطر څښتن د هغه څخه خوشاله شو او هغه یې قبول کړ.
7 بیا څښتن هغه ته وفرمایل: <زه هغه څښتن یم چې ته مې د اور کلدانیانو څخه راوویستلې چې دا ځمکه تاته درکړم او ستا ملکیت شي.>
8 مګر حضرت ابرام وفرمایل: <ای څښتن تعالیٰ، زه به څنګه پوه شم چې هغه به زما شي؟>
9 نو څښتن هغه ته وفرمایل: <ماته یوه درې کلنه غوا، درې کلنه وزه، درې کلن پسه، یوه کوتره او یوه قمري راوړه.>
10 حضرت ابرام دا ټول هغه ته راوړل او هر یو یې په منځ کې دوه ټوټې کړ او هره نیمه شوې ټوټه یې بلې ټوټې ته مخامخ کېښودله، مګر مرغان یې دوه ټوټې نه کړل.
11 کله چې ټپوسان د دې مړو حیواناتو په تنو باندې راکوز شول حضرت ابرام هغه وشړل.
12 کله چې لمر په پرېوتلو شو، په حضرت ابرام باندې ډېر دروند خوب راغی او سخته وېروونکې تیاره ورباندې راغله.
13 څښتن هغه ته وفرمایل: <په دې پوه شه چې ستا اولاده به په پردۍ خاوره کې مسافره شي او هغوی به هلته غلامان شي او په دوی باندې به څلورسوه کاله ظلم کیږي.
14 مګر زه به هغه قوم ته چې دوی یې غلامي کوي جزا ورکړم او پس له هغې به دوی د ډېرې شتمنۍ سره ووزي.
15 ته به په پاخه عمر کې په ارامۍ سره مړ شې او ښخ به شې.
16 ستا اولاده به له څلورم نسل څخه وروسته بېرته دلته راشي، ځکه زه به تر هغې پورې اموریان ونه شړم ترڅو پورې چې هغوی دومره بدکاره شي چې باید سزا ومومي.>
17 کله چې لمر پرېوت او تیاره شوه، د لوګي څخه ډک یو تنور او بلېدونکی څراغ راښکاره شول او د دې ټوټو له منځ څخه تېر شول.
18 په هماغه ورځ څښتن د حضرت ابرام سره لوظ وکړ او ویې فرمایل: <زه ستا اولادې ته دا ټوله خاوره د مصر د سیند څخه نیولې د فرات تر لوی سیند پورې ورکوم
19 یعنې د قینیانو، قنزیانو، قدمونیانو،
20 حیتیانو، فرزیانو، رفائیانو،
21 اموریانو، کنعانیانو، جرجاشیانو او یبوسیانو خاوره.>