پیدایښت

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31 32 33 34 35 36 37 38 39 40 41 42 43 44 45 46 47 48 49 50


څپرکی 14

په هغه وخت کې د شنعار پادشاه امرافل، د الاسار پادشاه اریوک، د عیلام پادشاه کدرلاعمر او د قوئیم پادشاه تدعال
2 لاړل چې د نورو پنځو پادشاهانو یعنې د سدوم د پادشاه بارع، د عمورې د پادشاه برشاع، د ادمه د پادشاه شنعاب، د صبوئیم د پادشاه شمئیبر او د بالع د پادشاه سره (بالع هماغه صوغر دی) جنګ وکړي.
3 دغو پنځو پادشاهانو خپل ځواکونه د سدیم په دره کې چې اوس د ارام دریاب په نوم یادیږي سره یوځای کړل.
4 هغوی دولس کاله د کدرلاعمر د لاس لاندې وو، خو په دیارلسم کال هغوی یاغي شول.
5 په څوارلسم کال کدرلاعمر د هغو پادشاهانو سره چې د ده سره ملګري شوي وو، لاړ او رفائیانو ته یې په عشتروت قرنین، زوزیانو ته یې په هام او ایمیانو ته یې په شاوه قریتین کې
6 او حوریانو ته یې د ادوم په غرنۍ سیمه کې تر ایل فاران پورې چې دښتې ته نژدې دی ماتې ورکړه.
7 بیا هغوی بېرته راوګرځېدل او عین مشفاط ته چې وروسته د قادش په نوم یاد شو راغلل او د عمالیقیانو ټوله خاوره یې فتح کړه او اموریانو ته یې چې په حززون تامار کې اوسېدل ماتې ورکړه.
8 په هغه وخت کې د سدوم، عموره، ادمه، صبوئیم او د بالع (صوغر) پادشاهان ووتل او د سدیم په دره کې یې خپلې جنګي لیکې جوړې کړې
9 ترڅو د عیلام د پادشاه کدرلاعمر، د قوئیم د پادشاه تدعال، د شنعار د پادشاه امرافل او د الاسار د پادشاه اریوک په مقابل کې جنګ وکړي، یعنې څلور پادشاهان د پنځو په مقابل کې.
10 د سدیم په دره کې د قیر ډېرې کندې وې. کله چې د سدوم او عمورې پادشاهان د جګړې څخه وتښتېدل، هغوی په دې کندو کې وغورزېدل او پاتې پادشاهان غرونو ته وتښتېدل.
11 نو څلورو پادشاهانو د سدوم او عمورې ټول شیان چې په هغو کې د هغوی خواړه هم شامل وو واخیستل او لاړل.
12 هغوی د حضرت ابرام وراره لوط هم د هغه د ټول مال او جایداد سره د ځان سره یووړ، ځکه چې هغه په سدوم کې اوسېده.
13 یو نفر چې د هغو څخه تښتېدلی ؤ عبراني ابرام ته خبر ورکړ. په دې وخت کې حضرت ابرام هغو لویو ونو ته نژدې چې د اموري ممري پورې یې اړه درلودله اوسېده. ممری او د هغه ورونه اشکول او عانر ټول د حضرت ابرام سره ملګري وو.
14 کله چې حضرت ابرام خبر شو چې د هغه وراره نیول شوی دی، نو هغه خپل درې سوه اتلس جنګي نفر راوغوښتل او تر دان پورې په هغو څلورو پادشاهانو پسې شول.
15 د شپې په وخت کې حضرت ابرام خپل نفر سره ووېشل چې په دښمن باندې حمله وکړي او هغوی ته یې ماتې ورکړه او تر حوبې پورې چې د دمشق په شمال کې ده ورپسې شول.
16 حضرت ابرام هغه ټول سامان چې هغوی لوټ کړی ؤ او د ځان سره یې وړی ؤ بېرته راوګرځاوه. همدارنګه هغه خپل وراره حضرت لوط د هغه د شتمنۍ سره او ښځې او نور بندیان د ځان سره بېرته راوستل.
17 کله چې حضرت ابرام کدرلاعمر او د هغه سره ملګرو پادشاهانو ته ماتې ورکړه او بېرته راستون شو، د سدوم پادشاه د شاوه د درې پورې (چې د پادشاه د درې په نوم هم یادیږي) د هغه د لیدلو دپاره راغی.
18 ملکیصدق د سالیم پادشاه چې د خدای تعالیٰ کاهن ؤ د حضرت ابرام دپاره ډوډۍ او د انګورو شربت راوړل.
19 هغه حضرت ابرام ته برکت ورکړ او ویې ویل: <خدای تعالیٰ چې د ځمکې او اسمانونو پیدا کوونکی دی تاته برکت درکړي.
20 د خدای تعالیٰ ثناه دې وي چې ستا دښمنان یې تاته تسلیم کړل.> نو حضرت ابرام ملکیصدق ته د هغو شیانو چې هغه بېرته اخیستي وو، لسمه برخه ورکړه.
21 د سدوم پادشاه حضرت ابرام ته وویل: <زما ټول خلک بېرته ماته راکړه او شیان دې خپل ځان ته وساته.>
22 حضرت ابرام ځواب ورکړ: <زه د څښتن یعنې خدای تعالیٰ په حضور کې چې د ځمکې او اسمانونو پیدا کوونکی دی په کلکه قسم خورم
23 چې زه به ستا د شیانو څخه هیڅ شی حتیٰ یو تار یا د څپلۍ تسمه هم وانخلم. داسې نه چې بیا ووایې چې ابرام ما شتمن کړ.
24 زه به د خپل ځان دپاره هیڅ شی وانخلم. یوازینی شی چې زه به یې قبول کړم هغه هغه څه دي چې زما خلکو خوړلي دي او د هغه چا برخه چې زما سره تللي وو یعنې د عانر، اشکول او ممري برخه هغوی ته ورکړه.>