پیدایښت

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31 32 33 34 35 36 37 38 39 40 41 42 43 44 45 46 47 48 49 50


څپرکی 35

خدای پاک حضرت یعقوب ته وفرمایل: <پاڅه او بیت ئیل ته لاړ شه او هلته اوسېږه. ما یعنې خپل خدای ته چې تاته په هغه وخت کې چې د خپل ورور عیسو څخه تښتېدلې ښکاره شو، د قربانۍ ځای جوړ کړه.>
2 نو حضرت یعقوب خپلې کورنۍ او هغو ټولو خلکو ته چې د هغه سره وو وفرمایل: <هغه بتان چې ستاسو سره دي هغه لېرې وغورزوئ. خپل ځانونه پاک کړئ او پاک کالي واغوندئ.
3 راځئ چې بیت ئیل ته لاړ شو او هلته د هغه خدای دپاره د قربانۍ ځای جوړ کړو چې زما سره یې د سختۍ په وخت کې مرسته کړې وه او هرچېرته چې زه تللی یم زما سره مل ؤ.>
4 نو هغوی ټول بتان او همدارنګه هغه غوږوالۍ چې د هغوی په غوږونو کې وې حضرت یعقوب ته ورکړې او حضرت یعقوب هغه په شکیم کې د څېړۍ د ونې لاندې ښخ کړل.
5 هغوی روان شول او په شاوخوا ښارونو باندې د خدای پاک وېره راغله. نو ځکه هیچا هغوی تعقیب نه کړل.
6 حضرت یعقوب د خپلو ټولو خلکو سره لوز ته چې بیت ئیل دی او د کنعان په خاوره کې دی راغی.
7 هلته هغه د قربانۍ ځای جوړ کړ او هغه ځای یې د بیت ئیل د خدای په نوم یاد کړ، ځکه په هغه ځای کې چې کله حضرت یعقوب د خپل ورور عیسو څخه تښتېده، خدای پاک خپل ځان هغه ته ښکاره کړی ؤ.
8 د ربکا دایي دبوره مړه شوه او د بیت ئیل څخه ښکته د څېړۍ د ونې لاندې یې ښخه کړه. نو هغه د ژړا د څېړۍ د ونې په نوم یاده شوه.
9 کله چې حضرت یعقوب د بین النهرین څخه بېرته راستون شو، نو خدای پاک یو ځل بیا هغه ته ښکاره شو او برکت یې ورته ورکړ.
10 خدای پاک هغه ته وفرمایل: <ستا نوم یعقوب دی. مګر له دې وروسته دې ستا نوم یعقوب نه وي، بلکه ستا نوم دې اسراییل وي.> نو د هغه نوم یې اسراییل کېښود.
11 خدای پاک هغه ته وفرمایل: <زه مطلق قادر خدای یم، د زیاتو اولادونو خاوند شې. ستا څخه به قومونه پیدا شي او ستا د نسل څخه به پادشاهان پیدا شي.
12 هغه ځمکه چې ابراهیم او اسحاق ته مې ورکړې ده تاته او ستا څخه وروسته به یې ستا اولادې ته ورکړم.>
13 نو خدای پاک له هغه ځای څخه چې د هغه سره یې خبرې وکړې پورته وخوت.
14 حضرت یعقوب په هغه ځای کې چې خدای پاک ورسره خبرې کړې وې یوه یادګاري تیږه ودروله او په هغې باندې یې د څښلو نذرانه او د زیتون تېل واچول.
15 حضرت یعقوب د هغه ځای نوم چې هلته خدای پاک ورسره خبرې کړې وې، بیت ئیل کېښود.
16 نو بیا هغوی د بیت ئیل څخه کډه وکړه. افراتې ته یو څه فاصله پاتې وه چې د راحیل د ماشوم د زېږولو وخت راورسېد او د هغې تکلیف زیات شو.
17 څرنګه چې د ماشوم د زېږولو په وخت کې هغه په ډېر سخت تکلیف کې وه، نو د هغې دایي ورته وویل: <راحیل، مه وېرېږه دا دې بل زوی دی.>
18 مګر هغه د مړینې په حال کې وه او د ساه ورکولو په وخت کې یې د هغه نوم بن اوني وباله.
19 نو راحیل مړه شوه او هغه یې د افراتې لارې ته نژدې چې اوس د بیت لحم په نوم یادیږي ښخه کړه.
20 حضرت یعقوب د هغې په قبر باندې یادګاري تیږه ودروله او تر نن ورځې پورې هغه د راحیل د قبر نښه ده.
21 نو حضرت یعقوب بیا کډه وکړه او د عیدر د برج بلې خواته یې خپلې خېمې ودرولې.
22 هغه وخت چې حضرت یعقوب په هغې سیمه کې اوسېده، روبین لاړ او د خپل پلار د وینځې بلهې سره یې زنا وکړه او حضرت یعقوب د دې څخه خبر شو.حضرت یعقوب دولس زامن درلودل.
23 د لیه زامن: روبین د حضرت یعقوب مشر زوی، شمعون، لاوي، یهودا، یساکار او زبولون.
24 د راحیل زامن: حضرت یوسف او بنیامین.
25 د راحیل د وینځې بلهه زامن: دان او نفتالي.
26 د لیه د وینځې زلفه زامن: جاد او اشیر. دا د حضرت یعقوب زامن وو چې په بین النهرین کې زېږېدلي وو.
27 حضرت یعقوب خپل پلار حضرت اسحاق ته چې قریه اربع (حبرون) ته نژدې په ممري کې ؤ یعنې هغه ځای ته چې حضرت ابراهیم او حضرت اسحاق په کې اوسېدل راغی.
28 حضرت اسحاق یوسلو اتیا کاله ژوند وکړ.
29 هغه په پاخه عمر کې وفات شو او د خپلو نیکونو سره یوځای شو. د هغه زامنو عیسو او حضرت یعقوب هغه ښخ کړ.