پیدایښت

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31 32 33 34 35 36 37 38 39 40 41 42 43 44 45 46 47 48 49 50


څپرکی 2

۱نو اسمان او ځمکه او نور ټول شیان جوړ شول.
2 په اوومه ورځ خدای پاک هغه ټول کارونه چې کول یې سرته ورسول او کار یې بس کړ.
3 خدای پاک اوومه ورځ مبارکه وبلله او هغه یې خاصه وګرځوله ځکه چې په هغه ورځ هغه پیدایښت پوره کړ او کار یې بس کړ.
4 دا د اسمان او ځمکې پیدا کېدل وو.څه وخت چې څښتن خدای اسمانونه او ځمکه جوړ کړل،
5 تر هغه وخته پورې لا هیڅ واښه یا نور بوټي راشنه شوي نه وو، ځکه چې څښتن خدای باران نه ؤ اورولی او څوک نه ؤ چې په ځمکه باندې کار وکړي.
6 نو د ځمکې څخه د اوبو ویالې راووتلې او د ځمکې مخ ته یې اوبه ورکړې.
7 څښتن خدای خاوره راواخیستله او د هغې څخه یې آدم جوړ کړ او د هغه په پوزه کې یې د ژوندون روح پو کړ او هغه ژوندی بدن شو.
8 څښتن خدای په عدن کې لمرخاته خواته یو باغ جوړ کړ او هغه انسان چې هغه جوړ کړی ؤ هغه یې په دې باغ کې واچاوه.
9 خدای پاک په دې باغ کې هر قسم ښایسته او مېوه دارې ونې راشنې کړلې او د باغ په منځ کې دوه نورې ونې وې. یوه د ژوندانه ونه او بله د ښو او بدو د پېژندلو ونه.
10 د عدن څخه یو سیند جاري شو چې باغ ته اوبه ورکړي او دا سیند بیا په څلورو سیندونو باندې ووېشل شو.
11 د اولني سیند نوم فیشون دی چې د حویلې په ټوله ځمکه باندې راتاو شوی دی او هلته سره زر دي،
12 چې د هغه ځای سره زر ډېر ښه دي. د خوشبویۍ مواد او قیمتي تیږې هم په کې پیدا کیږي.
13 دوهم یې د جیحون سیند دی چې د کوش د ټولې ځمکې څخه راتاو شوی دی.
14 دریم سیند د دجلې په نوم یادیږي چې د آشور لمرخاته خواته بهیږي او څلورم د فرات سیند دی.
15 نو څښتن خدای حضرت آدم د عدن په باغ کې واچاوه چې د هغه خدمت او ساتنه وکړي.
16 څښتن خدای حضرت آدم ته وفرمایل: <د باغ د ټولو ونو څخه مېوه خوړلی شې.
17 مګر د ښو او بدو د پېژندلو د ونې څخه نه، ځکه کله چې د هغې ونې مېوه وخورې بې شکه چې مړ به شې.>
18 څښتن خدای وفرمایل: <دا ښه نه ده چې آدم دې یوازې اوسي، زه به د هغه دپاره یو مناسب ملګری جوړوم چې د هغه سره مرسته وکړي.>
19 نو بیا څښتن خدای د خاورې څخه ټول حیوانات او مرغان جوړ کړل او هغه یې حضرت آدم ته راوستل ترڅو وګوري چې په هغوی باندې کوم نوم ږدي. په دې ترتیب سره په هغوی ټولو باندې نومونه کېښودل شول.
20 بیا حضرت آدم په ټولو کورني او وحشي حیواناتو او مرغانو باندې نومونه کېښودل.د هغوی څخه یو هم د حضرت آدم دپاره مناسب ملګری نه ؤ.
21 نو څښتن خدای حضرت آدم په درانه خوب باندې ویده کړ او د هغه د پوښتیو څخه یې یوه راواخیستله او د هغې ځای یې په غوښه باندې ډک کړ.
22 څښتن خدای د هغې پوښتۍ څخه ښځه جوړه کړه او هغه یې حضرت آدم ته راوستله.
23 حضرت آدم وفرمایل:<دلته اوس زما په شان یو څوک شته!هډوکی یې زما د هډوکي څخه اخیستل شوی او غوښه یې زما له غوښې څخهد هغې نوم ښځه ده ځکه چې هغه د سړي څخه اخیستل شوې ده>
24 له همدې کبله سړی خپل مور او پلار پرېږدي او د خپلې ښځې سره یوځای شي او سره یو وجود شي.
25 سره د دې چې حضرت آدم او د هغه ښځه دواړه لوڅ وو، خو دوی نه شرمېدل.