پیدایښت

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31 32 33 34 35 36 37 38 39 40 41 42 43 44 45 46 47 48 49 50


څپرکی 23

ساره یوسلو اووه ویشت کاله ژوندۍ وه.
2 هغه په قریه اربع (حبرون) کې چې د کنعان په هېواد کې دی مړه شوه او حضرت ابراهیم د ساره دپاره غمجن شو او په هغې پسې یې وژړل.
3 بیا حضرت ابراهیم د خپلې ښځې د مړي له څنګه پاڅېده او حیتیانو ته ورغی او ویې فرمایل:
4 <زه دلته ستاسو په منځ کې پردی او مسافر یم. یو څه ځمکه په ما باندې خرڅه کړئ ترڅو خپله ښځه په کې ښخه کړم.>
5 هغوی ځواب ورکړ:
6 <باداره، زمونږ خبره واوره. مونږ تاته د یو قوي مشر په سترګه ګورو. زمونږ په ډېرو ښو قبرونو کې خپل مړی ښخ کړه. مونږ هر یو به خوشاله شو چې تاته د قبر دپاره ځای درکړو ترڅو خپله ښځه په کې ښخه کړې.>
7 نو حضرت ابراهیم پاڅېد او د احترام په خاطر یې هغوی ته خپل سر ټیټ کړ
8 او ورته ویې فرمایل: <که ستاسو خوښه وي پرېږدئ چې خپل مړی ښخ کړم. تاسو زما په خاطر د صوحار د زوی عفرون څخه وغواړئ
9 چې د مکفیلې سمڅه چې د هغه جایداد دی او د هغه د پټي سرته پرته ده، په پوره بیه په ما باندې خرڅه کړي. دا به ستاسو په منځ کې زمونږ هدیره وي.>
10 عفرون په خپله د نورو حیتیانو سره د ښار په دروازه کې د غونډې په ځای کې ناست ؤ. هغه حضرت ابراهیم ته د ټولو حیتیانو په مخکې چې هلته حاضر وو ځواب ورکړ،
11 هغه وویل: <نه، زما باداره! زما خبره واوره. زه دا پټی او هغه سمڅه چې په هغه کې ده د خپل قوم په مخکې تاته درکوم، خپل مړی دې په کې ښخ کړه.>
12 حضرت ابراهیم یو ځل بیا د حیتیانو په وړاندې د احترام سر ټیټ کړ.
13 هغه د ټولو په مخکې عفرون ته وفرمایل: <زما خبره واوره. که چېرې ستا رضا وي زه به د پټي بیه تاته درکړم. دا زما له خوا قبوله کړه ترڅو خپل مړی هلته ښخ کړم.>
14 عفرون ځواب ورکړ:
15 <ای زما باداره، زما خبره واوره. د دې ځمکې بیه څلورسوه مثقاله سپین زر دي، خو دا زما او ستا ترمنځ هیڅ شی نه دی. خپل مړی دې په کې ښخ کړه.>
16 نو حضرت ابراهیم د عفرون خبره قبوله کړه او هغه بیه چې عفرون د حیتیانو په مخکې ټاکلې وه، یعنې څلورسوه مثقاله سپین زر عفرون ته وتلل. دا د هغه وزن سره سم وو چې په هغه وخت کې یې د سوداګرانو په منځ کې رواج درلود.
17 په دې ډول د عفرون جایداد چې په مکفیله کې د ممري په لمرخاته کې ؤ هغه د حضرت ابراهیم شو. په هغه کې پټی او هغه سمڅه چې په هغه پټي کې وه او د هغې ځمکې شاوخوا ټولې ونې شاملې وې.
18 دا ځمکه د ټولو حیتیانو په مخکې چې په هغې غونډې کې حاضر وو د حضرت ابراهیم د جایداد په توګه وپېژندل شوه.
19 نو حضرت ابراهیم خپله ښځه ساره ممري ته نژدې چې په حبرون کې ده د مکفیله په سمڅه کې د کنعان په خاوره کې ښخه کړه.
20 نو هغه پټی او سمڅه چې په هغې کې وه د حیتیانو له خوا په حضرت ابراهیم باندې د هدیرې لپاره په قباله ورکړای شول.