پیدایښت

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31 32 33 34 35 36 37 38 39 40 41 42 43 44 45 46 47 48 49 50


څپرکی 16

نو د حضرت ابرام ښځه سارای شنډه وه او هیڅ اولاد یې نه درلود. مګر هغې یوه مصرۍ وینځه درلودله چې هاجره نومېدله.
2 نو هغې حضرت ابرام ته وویل: <څښتن زه د اولادونو د راوړلو څخه بنده کړې یم. لاړ شه او زما د وینځې سره یوځای شه، کېدای شي چې هغه زما دپاره اولاد وزېږوي.> حضرت ابرام د سارای خبره ومنله.
3 نو د حضرت ابرام ښځې سارای خپله وینځه هاجره خپل مېړه ته ورکړه چې د هغه ښځه شي. (دا کار هغه وخت وشو چې د کنعان په خاوره کې د حضرت ابرام د اوسېدلو لس کاله شوي ؤ.)
4 حضرت ابرام د هاجرې سره یوځای شو او هغه امیدواره شوه او کله چې هاجره پوه شوه چې امیدواره ده، نو مغروره شوه او سارای ته یې په سپک نظر کتل.
5 نو سارای حضرت ابرام ته وویل: <دا ستا ګناه ده چې دغه وینځه ما سپکوي. ما په خپله هغه تاته درکړه او له هغه وخت څخه چې هغه پوه شوه چې امیدواره شوه، نو زه د هغې په نظر کې سپکه ښکاره شوم. څښتن دې زما او ستا ترمنځ انصاف وکړي.>
6 حضرت ابرام ځواب ورکړ: <ډېر ښه ستا وینځه ستا په لاس کې ده، نو څه چې غواړې د هغې سره یې وکړه.> نو سارای هاجره دومره وځوروله چې د هغې څخه وتښتېدله.
7 د څښتن فرښتې د هاجرې سره په دښته کې د اوبو چینې یعنې هغې چینې ته نژدې چې د شور په لاره کې وه ملاقات وکړ.
8 فرښتې وفرمایل: <ای هاجرې د سارای وینځې! له کومه ځایه راغلې یې او چېرته روانه یې؟>هغې ځواب ورکړ: <زه د خپلې بادارې سارای څخه تښتېدلې یم.>
9 د څښتن فرښتې هغې ته وفرمایل: <بېرته خپلې بادارې ته ورشه او د هغې غلامي کوه.>
10 د څښتن فرښتې زیاته کړه: <زه به ستا اولاده دومره زیاته کړم چې هیڅوک یې ونه شمېرلی شي.>
11 د څښتن فرښتې هغې ته وفرمایل: <ستا به زوی پیدا شي او په هغه باندې به اسماعیل نوم کېږدې، ځکه چې څښتن ستا د غم فریاد اورېدلی دی.
12 ستا زوی به په خپل سر وي. هغه به د ټولو خلکو په ضد وي او ټول خلک به د هغه په ضد وي او د ټولو خپلو خپلوانو څخه به جدا اوسیږي.>
13 هاجرې له خپل ځان څخه پوښتنه وکړه: <آیا په رښتیا مې خدای پاک ولیده او زه تر اوسه پورې ژوندۍ یم؟> نو هغې د څښتن نوم چې خبرې یې ورسره کړې وې هغه خدای پاک چې ما ویني وباله.
14 په دې خاطر خلکو هغه کوهی د هغه ژوندي ذات کوهی چې ما ویني په نوم یاد کړ او هغه تر اوسه پورې د قادش او بارد په منځ کې دی.
15 د هاجرې څخه د حضرت ابرام زوی پیدا شو او حضرت ابرام په هغه باندې اسماعیل نوم کېښود.
16 حضرت ابرام د شپږ اتیاو کالو په عمر ؤ چې د هاجرې څخه هغه ته زوی پیدا شو.