پیدایښت

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31 32 33 34 35 36 37 38 39 40 41 42 43 44 45 46 47 48 49 50


څپرکی 33

حضرت یعقوب ولیدل چې عیسو د خپلو څلورسوه نفرو سره راروان دی. نو هغه خپل اولادونه په راحیل او لیه او دوه وینځو باندې تقسیم کړل.
2 وینځې او د هغوی اولادونه یې مخکې کړل. لیه او د هغې اولادونه یې ورپسې کړل او راحیل او حضرت یوسف یې شاته کړل.
3 په خپله حضرت یعقوب د هغوی څخه مخکې روان ؤ. څنګه چې خپل ورور ته ورنژدې شو، اووه ځله یې ورته سجده وکړه.
4 مګر عیسو په منډه د حضرت یعقوب هرکلي ته راغی او هغه یې په غېږ کې ونیوه. خپل لاسونه یې د هغه د غاړې څخه راتاو کړل او ښکل یې کړ او دواړو وژړل.
5 بیا عیسو شاوخوا وکتل او ښځې او ماشومان یې ولیدل. هغه پوښتنه وکړه: <دا درسره څوک دي؟>حضرت یعقوب ځواب ورکړ: <دا زما اولادونه دي چې خدای پاک په خپل فضل ماته راکړي دي.>
6 بیا وینځې د خپلو اولادونو سره راغلې او د احترام په خاطر یې خپل سرونه ټیټ کړل.
7 بیا لیه او د هغې اولادونه راغلل او د ټولو څخه وروسته حضرت یوسف او راحیل راغلل او ټولو خپل سرونه د احترام په خاطر ټیټ کړل.
8 عیسو پوښتنه وکړه: <دا ټول حیوانات چې ماته دې رالېږلي دي د هغو څخه ستا مقصد څه دی؟>حضرت یعقوب ځواب ورکړ: <ای باداره، دا د دې دپاره دي چې تاسو راباندې مهرباني وکړئ.>
9 مګر عیسو وویل: <ای زما وروره، زما سره هرڅه ډېر دي. تا سره چې هرڅه دي خپل ځان ته یې وساته.>
10 حضرت یعقوب ځواب ورکړ: <نه! که په ما باندې مهربانه شوی یې نو زما سوغات قبول کړه. ځکه چې ستا د مخ لیدل زما دپاره لکه د خدای پاک د مخ د لیدلو په شان دي، په دې خاطر چې زه دې په مهربانۍ سره قبول کړم.
11 نو د مهربانۍ له مخې دا سوغاتونه چې ستا دپاره مې راوړي دي قبول کړه، ځکه چې خدای پاک په ما باندې فضل کړی دی او هرڅه ته چې زه اړتیا لرم هغه ټول یې ماته راکړي دي.> حضرت یعقوب دومره ټینګار وکړ تر هغې چې عیسو هغه قبول کړل.
12 عیسو وویل: <راځئ چې لاړ شو. زه به تاسو بدرګه کړم.>
13 مګر حضرت یعقوب هغه ته وفرمایل: <زما بادار پوهیږي چې اولادونه مې کمزوري دي او زه باید په دې مېږو او غواګانو باندې چې لنګې دي پام وکړم. که چېرې هغه په یوه ورځ کې سختې وزغلولی شي، نو ټول حیوانات به مړه شي.
14 نو زما بادار دې زما څخه مخکې لاړ شي او زه به ورو، ورو د اولادونو او حیواناتو په قدم درځم ترڅو د خپل بادار سره په ادوم کې یوځای شم.>
15 عیسو وویل: <نو بیا اجازه راکړه چې د خپلو نفرو څخه یو څو تنه ستا سره پرېږدم.>حضرت یعقوب ځواب ورکړ: <د دې حاجت نشته، ځکه زه یوازې دا غواړم چې خپل بادار راباندې مهرباني وکړي.>
16 په هماغه ورځ عیسو په خپله لاره روان شو او بېرته ادوم ته ستون شو.
17 مګر حضرت یعقوب سوکوت ته لاړ او هلته یې د خپل ځان دپاره کور جوړ کړ او د خپلو حیواناتو دپاره یې څپرې جوړې کړې. نو ځکه هغه ځای د سوکوت په نوم یاد کړای شو.
18 نو حضرت یعقوب د بین النهرین څخه په سلامتۍ سره د شکیم ښار ته چې په کنعان کې دی راغی او ښار ته نژدې یې په یو ځای کې خېمې ودرولې.
19 هغه ځمکه چې په هغې کې یې خېمې ودرولې وې، هغه یې د شکیم د پلار حمور د اولادونو څخه د سپینو زرو په سلو سکو واخیستله.
20 هلته هغه د قربانۍ ځای جوړ کړ او هغه یې د ایل الوهي اسراییل په نوم یاد کړ.