پیدایښت

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31 32 33 34 35 36 37 38 39 40 41 42 43 44 45 46 47 48 49 50


څپرکی 45

حضرت یوسف نور د خپلو نوکرانو په مخ کې ځان ټینګ نه کړای شو. هغه چیغې کړې: <ټول د کوټې څخه ووزئ!> نو کله چې حضرت یوسف خپل ځان خپلو ورونو ته وروپېژانده هلته بل څوک نه ؤ.
2 هغه په داسې لوړ اواز سره وژړل چې مصریانو دا ژړا واورېدله او د فرعون درباریانو هم دا خبره واورېدله.
3 حضرت یوسف خپلو ورونو ته وفرمایل: <زه یوسف یم! آیا زما پلار لا تر اوسه پورې ژوندی دی؟> مګر کله چې د هغه ورونو دا خبره واورېدله ډېر سخت ووېرېدل. ورونو یې نه شو کولی چې هغه ته ځواب ورکړي.
4 بیا حضرت یوسف خپلو ورونو ته وفرمایل: <ماته رانژدې شئ.> کله چې هغوی ورنژدې شول، هغه وفرمایل: <زه ستاسو ورور یوسف یم، هغه یوسف چې تاسو د نورو په لاس په مصر کې خرڅ کړی ؤ.
5 اوس مه پرېشانه کېږئ او خپل ځانونه په دې باندې مه ملامتوئ چې زه تاسو دلته خرڅ کړم، ځکه چې خدای پاک زه ستاسو څخه مخکې د خلکو د ژوند د ژغورلو دپاره دلته رالېږلی یم.
6 ځکه چې دوه کاله کیږي چې په دې هېواد کې قحطي ده او د راتلونکو پنځو کالو دپاره به دلته کرل او رېبل نه وي.
7 مګر خدای پاک زه ستاسو څخه مخکې راولېږلم چې تاسو په یوه عجیبه طریقه وژغوري چې تاسې او ستاسو اولاده ژوندۍ پاتې شي.
8 نو په رښتیا سره تاسو زه دلته نه یم رالېږلی بلکه خدای پاک رالېږلی یم. هغه زه د فرعون ډېر لوړ رتبه درباري وټاکلم او زه د ټول هېواد دوهم مشر یم.
9 اوس ژر شئ، زما پلار ته بېرته ورشئ او هغه ته ووایئ چې ستا زوی یوسف داسې وایي چې خدای پاک زه د مصر دوهم مشر کړی یم. بې له کومه ځنډه ماته راشئ.
10 تاسو به د جوشن په سیمه کې اوسېږئ ترڅو تاسو، ستاسو اولادونه، ستاسو لمسیان، ستاسو رمې او پادې او خپلو ټولو شیانو سره چې درسره دي زما سره نژدې اوسئ.
11 زه به هلته په تاسو پام کوم، ځکه چې د قحطۍ پنځه کاله لا پاتې دي. که تاسو رانه شئ نو تاسو، ستاسو کورنۍ او ستاسو حیوانات به له لوږې څخه مړه شي.
12 تاسو په خپله او همدارنګه زما ورور بنیامین ویني چې په رښتیا سره دا زه یم چې ستاسو سره خبرې کوم.
13 نو زما پلار په مصر کې زما د عزت او هغه څه څخه چې تاسو ولیدل خبر کړئ او ژر هغه دلته راولئ.>
14 بیا هغه خپل لاسونه د خپل ورور بنیامین څخه راتاو کړل او ویې ژړل او بنیامین هغه په غېږ کې ونیوه او ویې ژړل.
15 هغه خپل ټول ورونه ښکل کړل او ورته ویې ژړل. له هغې څخه وروسته ورونو یې ورسره خبرې وکړې.
16 کله چې د فرعون ماڼۍ ته د حضرت یوسف د ورونو د راتلو خبر ورسېده نو فرعون او د هغه ټول درباریان خوشاله شول.
17 فرعون حضرت یوسف ته وویل: <خپلو ورونو ته ووایه چې داسې وکړئ، خپل حیوانات بار کړئ او د کنعان خاورې ته ستانه شئ.
18 خپل پلار او خپلې کورنۍ ماته راولئ. هغوی ته به د مصر ترټولو ښه ځمکه ورکړم او هغوی به د خپل ژوندانه د اړتیا څخه زیات ولري.
19 تاته زما امر دی چې هغوی ته ووایه: داسې وکړئ چې د مصر څخه د خپلو اولادونو او خپلو ښځو دپاره ګاډۍ ګانې بوځئ او خپل پلار د ځان سره راواخلئ او راشئ.
20 د هغو شیانو په باره کې چې تاسو یې د ځان سره نه شئ راوړلی هیڅ اندېښنه مه کوئ ځکه چې د مصر ترټولو ښه ځمکه به ستاسو وي.>
21 نو د حضرت یعقوب زامنو همداسې وکړل او لکه څنګه چې فرعون امر کړی ؤ حضرت یوسف هغوی ته ګاډۍ ګانې ورکړې او هغوی ته یې د سفر خواړه هم ورکړل.
22 هغوی هر یو ته یې یوه یوه جوړه کالي ورکړل، مګر بنیامین ته یې درې سوه مثقاله سپین زر او پنځه جوړه کالي ورکړل.
23 او خپل پلار ته یې د مصر ترټولو ښو شیانو څخه د خرو لس باره او په ډوډۍ، غلو دانو او نورو خواړو باندې بار لس خرې د هغه د سفر دپاره ولېږلې.
24 بیا هغه خپل ورونه رخصت کړل او څنګه چې روان شول نو هغوی ته یې وفرمایل: <په لاره کې شخړه مه کوئ.>
25 نو دوی د مصر څخه ووتل او په کنعان کې خپل پلار حضرت یعقوب ته راغلل.
26 هغه یې خبر کړ: <یوسف تر اوسه پورې ژوندی دی او د مصر دوهم مشر دی.> حضرت یعقوب هک حیران شو او د هغوی په خبره یې باور ونه کړ.
27 مګر کله چې هغوی د حضرت یوسف ټولې خبرې حضرت یعقوب ته بیان کړې او هغه ګاډۍ ګانې یې چې حضرت یوسف د هغه د راوستلو دپاره رالېږلې وې ولیدلې، نو د هغوی په پلار حضرت یعقوب کې بېرته ساه راپیدا شوه.
28 حضرت یعقوب وفرمایل: <زه باور لرم چې زما زوی یوسف تر اوسه پورې ژوندی دی. زه به لاړ شم او د خپل مرګ څخه مخکې به هغه ووینم.>