پیدایښت

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31 32 33 34 35 36 37 38 39 40 41 42 43 44 45 46 47 48 49 50


څپرکی 18

څښتن حضرت ابراهیم ته د ممري لویو ونو ته نژدې ښکاره شو. په هغه وخت کې هغه د ورځې په ګرمۍ کې د خېمې د دروازې په خوله کې ناست ؤ.
2 حضرت ابراهیم پورته وکتل او ویې لیدل چې درې نفره هلته ولاړ دي او چې څنګه یې هغوی ولیدل هغه په منډه د خېمې د دروازې څخه د هغو د لیدلو دپاره ورغی او په ځمکه باندې پړمخې پرېوت.
3 هغه وفرمایل: <ای بادارانو! مهرباني وکړئ ودرېږئ او زما د کور څخه مه تېرېږئ. زه حاضر یم چې ستاسو خدمت وکړم.
4 که اجازه وي تاسو ته به لږې اوبه راوړم چې خپلې پښې ومینځئ. تاسو کولی شئ چې د دې ونې لاندې ارام وکړئ.
5 زه به یو څه خواړه هم راوړم. هغه به تاسو ته قوت درکړي چې خپل سفر ته دوام ورکړئ. تاسو زما کور ته په راتللو سره ماته عزت راکړ. نو اجازه راکړئ چې خدمت مو وکړم.>هغوی ځواب ورکړ: <ډېر ښه. لکه څنګه چې وایې همداسې وکړه.>
6 حضرت ابراهیم په ډېرې چټکۍ سره خېمې ته ننوت او ساره ته یې وویل: <ژر شه او د خپلو ښو اوړو څخه درې پیمانې راواخله او ډوډۍ ورڅخه پخې کړه.>
7 بیا حضرت ابراهیم په منډه د پادې خواته ورغی او یو ښه تنکی خوسی یې ونیوه او خپل نوکر ته یې ورکړ چې هغه ډېر ژر پوخ کړي.
8 بیا هغه یو څه مستې، شیدې او هغه خوسی چې پوخ کړی یې ؤ راوړ او د هغوی په مخ کې یې کېښودل. څه وخت چې هغوی ډوډۍ خوړله، حضرت ابراهیم د هغوی تر څنګه د یوې ونې لاندې ولاړ ؤ.
9 نو هغوی د حضرت ابراهیم څخه پوښتنه وکړه: <ستا ښځه ساره چېرته ده؟>هغه ځواب ورکړ: <هغه په خېمه کې ده.>
10 د هغو دریو نفرو څخه یو څښتن ؤ، هغه وفرمایل: <زه به په راتلونکي کال کې په همدې وخت بېرته تاته راشم او ستا د ښځې ساره به زوی پیدا شي.> ساره د خېمې په دروازه کې د هغه ترشا ولاړه وه او د هغوی خبرو ته یې غوږ نیولی ؤ.
11 حضرت ابراهیم او ساره ډېر زاړه وو او ساره د اولاد د راوړلو نه وه.
12 نو ساره د خپل ځان سره وخندل او ویې ویل: <اوس زه زړه یم او د کاره لوېدلې یم، آیا دا کېدای شي چې په ما باندې دا خوشالي راشي؟ بله دا چې زما مېړه هم زوړ دی.>
13 بیا څښتن د حضرت ابراهیم څخه پوښتنه وکړه: <ساره ولې وخندل او ویې ویل چې اوس خو زه زړه شوې یم، آیا دا کېدای شي چې زه اوس ماشوم وزېږوم؟
14 آیا داسې کوم کار شته چې د څښتن دپاره ګران وي؟ لکه څنګه چې مې وویل، زه به په راتلونکي کال کې په همدې وخت بېرته راشم او ساره به زوی ولري.>
15 ساره ډېره ووېرېدله، نو منکره شوه او ویې ویل: <ما نه دي خندلي.>مګر هغه ورته وفرمایل: <هو، تا وخندل.>
16 بیا هغه خلک پاڅېدل چې لاړ شي. هغوی ښکته د سدوم خواته وکتل او حضرت ابراهیم ورسره لاړ چې هغوی رخصت کړي.
17 بیا څښتن د خپل ځان سره وویل: <څه چې زه غواړم ویې کړم هغه به د ابراهیم څخه پټ نه کړم.
18 په یقین سره به د ابراهیم څخه لوی او زورور قوم جوړ شي او د ځمکې ټول قومونه به د هغه په وسیله برکت ومومي.
19 ځکه چې ما هغه انتخاب کړی دی چې هغه به خپلو ماشومانو او خپلې کورنۍ ته داسې لارښودنه وکړي ترڅو د هغه څخه وروسته زما اطاعت وکړي او هغه څه وکړي چې صحیح او عادلانه وي، ترڅو هغه وعده چې ما د ابراهیم سره کړې ده سرته ورسوم.>
20 بیا څښتن حضرت ابراهیم ته وفرمایل: <د سدوم او عمورې په ضد زیات تورونه موجود دي او د هغوی ګناهونه ډېر زیات شوي دي.
21 اوس به زه ښکته راکوز شم چې دا معلومه کړم چې آیا د هغو تورونو په باره کې چې ما څه اورېدلي دي هغه رښتیا دي یا نه.>
22 هغه دوه نفره روان شول او د سدوم طرف ته لاړل، مګر څښتن د حضرت ابراهیم سره پاتې شو.
23 حضرت ابراهیم څښتن ته ورنژدې شو او ویې فرمایل: <آیا نېک خلک به د بدکارانو سره یوځای له منځه وړې؟
24 که چېرې په دې ښار کې پنځوس تنه نېک خلک وي آیا هغه ښار به په رښتیا له منځه یوسې او هغه ځای به د هغو پنځوسو نېکو خلکو په خاطر پرېنږدې؟
25 زه یقین لرم چې ته به نېک خلک د بدکارانو سره یوځای نه وژنې. دا نه شي کېدای! ته داسې نه شې کولی، که تا داسې وکړل نو نېکو خلکو ته به د بدکارانو سره یوځای سزا ورکړای شي. دا نه شي کېدای. د ټولې دنیا قاضي به خامخا انصاف کوي.>
26 څښتن ځواب ورکړ: <که چېرې زه په سدوم کې پنځوس تنه نېک خلک پیدا کړم، نو زه به د هغوی په خاطر ټول ښار معاف کړم.>
27 حضرت ابراهیم یو ځل بیا وفرمایل: <څښتنه، ما وبخښه چې ستا سره په جرأت سره خبرې کوم. زه فقط یو عادي انسان یم او حق نه لرم چې څه ووایم.
28 خو که چېرې هلته د پنځوسو تنو په ځای یوازې پنځه څلوېښت تنه نېک خلک وي، آیا ټول ښار به د هغو پنځو تنو په خاطر چې کم دي له منځه یوسې؟>څښتن ځواب ورکړ: <که چېرې هلته پنځه څلوېښت تنه نېک خلک پیدا کړم، نو زه به ښار له منځه نه وړم.>
29 حضرت ابراهیم بیا خبرې وکړې: <کېدای شي چې هلته یوازې څلوېښت تنه وي.>هغه ځواب ورکړ: <زه به د هغو څلوېښتو تنو په خاطر هغه ښار وران نه کړم.>
30 حضرت ابراهیم وفرمایل: <څښتنه، په ما باندې په قهر نه شې، اجازه راکړه چې خبرې وکړم. که چېرې هلته یوازې دېرش تنه وي؟>هغه وفرمایل: <که چېرې هلته دېرش تنه پیدا کړم، زه به هغه ځای له منځه نه وړم.>
31 حضرت ابراهیم وفرمایل: <څښتنه، ما وبخښه چې په جرأت سره ستا سره خبرې کوم. که یوازې شل تنه هلته پیدا شي؟>هغه وفرمایل: <که چېرې شل تنه پیدا کړم، زه به ښار وران نه کړم.>
32 حضرت ابراهیم وفرمایل: <څښتنه، په ما باندې په قهر نه شې، زه به یوازې یو وار بیا خبرې وکړم. کېدای شي چې لس تنه هلته پیدا شي؟>هغه وفرمایل: <که لس تنه هلته پیدا شي، نو زه به ښار وران نه کړم.>
33 پس له هغې چې څښتن د حضرت ابراهیم سره خبرې خلاصې کړې، هغه لاړ او حضرت ابراهیم خپل کور ته ستون شو.