پیدایښت

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31 32 33 34 35 36 37 38 39 40 41 42 43 44 45 46 47 48 49 50


څپرکی 39

اسماعیلیانو حضرت یوسف مصر ته یووړ او په فوطیفار باندې یې خرڅ کړ چې نوموړی د فرعون د درباریانو څخه ؤ او د دربار د ګارډ قوماندان ؤ.
2 څښتن د حضرت یوسف سره مل ؤ او هغه یې بریالی کړ. هغه د خپل مصري بادار په کور کې اوسېده.
3 بادار یې ولیدل چې څښتن د حضرت یوسف سره مل دی او په هر کار کې هغه ته بری ورکوي.
4 فوطیفار د هغه څخه خوشاله ؤ او هغه یې خپل شخصي نوکر ونیوه او هرڅه چې یې خپل کور کې درلودل، ټول یې هغه ته وسپارل.
5 د هماغه وخت څخه څښتن د حضرت یوسف له سببه د دې مصري خاندان ته برکت ورکړ او د هغه په ټولو شیانو باندې که د هغه په کور کې وو او که د هغه ځمکه وه، د څښتن برکت ؤ.
6 فوطیفار چې هرڅه درلودل هغه یې حضرت یوسف ته وسپارل چې څارنه یې وکړي. هغه له خوراک څخه پرته نور د هیڅ شي سره کار نه درلود.حضرت یوسف ډېر ښایسته ؤ او ښکلی اندام یې درلود.
7 څه موده وروسته د حضرت یوسف سره د فوطیفار د ښځې مینه پیدا شوه او ورته ویې ویل: <راشه، زما سره څمله.>
8 مګر هغه انکار وکړ او هغې ته یې وفرمایل: <ګوره، هرڅه چې زما د بادار په کور کې دي د هغو په باره کې هغه اندېښنه نه لري، ځکه چې زه دلته یم. هرڅه چې هغه یې لري ماته یې راسپارلي دي.
9 زه په دې کور کې داسې اختیار لرم لکه څنګه چې هغه یې لري او زما بادار پرته له ستا چې د هغه ښځه یې، نور هیڅ شی زما څخه نه دی سپمولی. نو بیا زه څنګه کولی شم چې داسې بد کار وکړم او د خدای پاک په مقابل کې ګناه وکړم؟>
10 که څه هم هغې به هره ورځ حضرت یوسف ته خبرې کولې، خو هغه له دې څخه انکار کاوه چې د هغې سره څملي او یا دې ورنژدې شي.
11 مګر یوه ورځ کله چې حضرت یوسف کور ته ننوت چې خپل کار وکړي، د کور د نوکرانو له جملې څخه هلته هیڅ څوک نه ؤ.
12 هغې حضرت یوسف له چپنې څخه ونیوه او ورته ویې ویل: <زما سره څمله.> مګر هغه خپله چپنه د هغې په لاس کې پرېښودله او د کور څخه دباندې وتښتېد.
13 کله چې هغې ولیدل چې هغه خپله چپنه د هغې په لاس کې پرېښودله او د کور څخه وتښتېد،
14 نو د خپل کور نوکرانو ته یې غږ وکړ او ویې ویل: <ګورئ! دغه عبرانی سړی زما مېړه کور ته راوستی دی چې زمونږ بې عزتي وکړي. هغه زما کوټې ته راننوت چې ما بې عزته کړي، مګر ما په لوړ اواز سره چیغې ووهلې.
15 کله چې هغه زما چیغې واورېدلې، هغه وتښتېد او خپله چپنه یې زما سره پرېښودله.>
16 هغې د حضرت یوسف چپنه د ځان سره وساتله تر هغې پورې چې مېړه یې کور ته راغی.
17 بیا هغې فوطیفار ته دا قصه بیان کړه: <هغه عبرانی غلام چې مونږ ته دې راوستی دی، زما کوټې ته راننوت چې ما بې عزته کړي.
18 مګر څنګه چې ما د مرستې دپاره چیغې ووهلې، خپله چپنه یې زما سره پرېښودله او د کور څخه وتښتېد.>
19 کله چې د حضرت یوسف بادار دغه قصه واورېدله چې د هغه ښځې ورته بیان کړه، هغه د قهره سور شو.
20 د حضرت یوسف بادار هغه ونیوه او په هغه زندان کې یې واچاوه چې د پادشاه بندیان به په کې ساتل کېدل او هغه هلته پاتې شو.
21 مګر څښتن د حضرت یوسف سره مل ؤ. هغه ته یې برکت ورکړ، نو د زندان رئیس د هغه څخه خوشاله ؤ.
22 هغه حضرت یوسف د نورو ټولو بندیانو مشر کړ او هغه ته یې د هغو ټولو کارونو مسئولیت ور په غاړه کړ چې په زندان کې به کېدل.
23 د زندان رئیس د هغه څه په هکله چې حضرت یوسف ته سپارل شوي وو اندېښنه نه درلودله، ځکه چې څښتن د حضرت یوسف سره مل ؤ او کوم کارونه چې هغه کول څښتن ورته په هغو ټولو کې بری ورکاوه.