پیدایښت

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31 32 33 34 35 36 37 38 39 40 41 42 43 44 45 46 47 48 49 50


څپرکی 49

حضرت یعقوب خپل زامن راوغوښتل او ورته ویې فرمایل: <راغونډ شئ ترڅو تاسو له هغه څه څخه خبر کړم چې په راتلونکي کې به په تاسو باندې پېښ شي.
2 د یعقوب زامنو سره راټول شئ واورئغوږ مو ونیسئ خپل پلار اسراییل ته
3 ای روبینه! زما مشر زویهزما قوت یې ته زما د نارینتوب اولنۍ نښه یېیې په عزت کې بهتر او په قدرت کې بهتر
4 یې بې کنتروله د سیلاب په شاننور به د ټولو نه بهتر نه یېپه دې خاطر چې زما وینځې سره څملاستلېاو د خپل پلار کټ دې ناپاکه کړ
5 دي شمعون او لاوي دواړه سره ورونهخپلو وسلو نه هغوی کار اخلي چې ظلم وکړي
6 د دوی په پټو پلانونو کې شریک به نه شمنه به د دوی په مجلسونو کې زه برخه واخلمپه دې خاطر چې په خپل قهر کې یې خلک ووژلاو په ملنډو یې غوایان ګوډ کړل
7 لعنت دې وي د دوی په قهر باندې ځکه چې ډېر سخت ؤاو په غضب د هغوی چې ډېر بې رحمه ؤد دوی نسل به په ټولو اسراییلو کې زه خپور کړماو د خپل قوم په منځ کې به یې تیت کړم
8 د ستا ستاینه به کوي ستا ورونه ای یهوداخپل دښمنان به له اورمېږه نیسېستا ورونه کاندي به هم تاته سجده
9 ای یهودا! ته د زمري بچی یېچې خپل ښکار ووژني راستون شي هغه خپل غار تهد زمري په شان ټیټیږي او څمليهیڅوک نه شي کړای جرأت هغه ناارام کړي
10 یهودا سره به وي شاهانه امسااولاده به یې همېش کړي حکومتټول قومونه به هغه ته راوړي باجد ده په مخکې ټیټوي به هغوی د اطاعت سرونه
11 د انګور تاک پورې به خپل خر تړيپه ډېر ښه شاخ پورې به کوټی تړيهغه کالي خپل په شرابو مینځيهغو شرابو کې چپنه وینځي چې دي د وینو په شان
12 له شرابو څخه سترګې د ده سرې ديله شیدو څخه دي سپین د ده غاښونه
13 زبولون به د دریاب په غاړه اوسيوي بندر به د کشتیوتر صیدونه به یې سیمه ورسیږي
14 یساکار دی په مثال د قوي خرچې پرېوزي دی د دوه خورجینو منځ کې
15 دی چې وګوري چې ځای د اوسېدو یې ښه دیاو هغه خاوره خوشالوونکې دهدی به بار ته خپله ملا کاندي راټیټهد غلام په شان به کار ته شي مجبوره
16 دان به کاندي په خپل قوم حکومتوي به هغوی لکه د نورو قبیلو د اسراییلو په شان
17 دان د سرک د غاړې مار به ويدی به په لار کې منګری مار ويهغه به پوندې د اسونو چیچيترڅو سپور نفر یې له شا ولویږي
18 ستا د خلاصون په انتظاریمه زه ای څښتنه
19 په جاد به وشي یرغل د یرغلګرو له خوادی به له شا نه په هغوی باندې یرغل وکړي
20 د اشیر ځمکه به وي ښه حاصلخېزهښه خوندور شاهي خواړه به یې تیار کړي له حاصله څخه
21 نفتالي هغه هوسۍ ده چې وهي ازادې منډېزېږوي ښکلي بچي
22 دی یوسف یو حاصلخېزه تاکیوه مېوه داره ونه چې وي چینې په غاړهچې یې څانګې وي ختلې په دېوال باندې
23 کوي ده باندې سخته حمله خپل دښمناند خپلو غشو او لیندو سره په ده پسې شول
24 خو لینده د هغه پاتې شوه ثابتهاو د هغه مټې قوي شوېد یعقوب د قوي خدای په قدرتهغه شپونکي په وسیلهچې ساتندوی د اسراییلو دی
25 دا دی خدای د ستا د پلار چې کړي کومک درسرهمطلق قادر خدای دی چې تاته برکت درکويبرکتونه د باران درکوي پاس له اسمانه څخهاو د چینو له اوبو چې دي د ځمکې لاندېبرکتونه به د ډېرو اولادونو او پادو درکړي
26 ستا پلار چې کوم برکتونه دي موندليخپلو نیکونو څخههغه ډېر لوی دي له هغو لوی ديکوم چې راځي له ابدي غرونوبرکتونه دې دا ټول وي د یوسف په سرد هغه چا په تندي چې شهزاده دید خپلو ورونو منځ کې
27 بنیامین دی په مثال د داړونکي لېوهپه سهار کې دی خوري ښکار خپلپه ماښام کې هغه وېشي غنیمت خپل>
28 دا ټولې د اسراییلو دولس قبیلې دي او دا هغه څه وو چې د هغوی پلار دوی ته د برکت ورکولو په وخت کې وویل او هر یو ته یې هغه برکت ورکړ چې ورسره مناسب ؤ.
29 وروسته بیا حضرت یعقوب هغوی ته دغه وصیت وکړ: <زه به ژر مړ شم او د خپلو نیکونو سره به یوځای شم. ما د خپلو نیکونو سره په هغې سمڅې کې ښخ کړئ چې د حیتي عفرون په پټي کې ده.
30 دا هغه سمڅه ده چې د مکفیلې په پټي کې ممري ته مخامخ د کنعان په خاوره کې پرته ده او حضرت ابراهیم هغه د پټي سره د عفرون څخه د هدیرې دپاره اخیستې وه.
31 دا هغه ځای دی چې حضرت ابراهیم او د هغه ښځه ساره او حضرت اسحاق او د هغه ښځه ربکا په کې ښخ شوي وو او هلته مې لیه هم ښخه کړه.
32 هغه پټی او سمڅه د حیتیانو څخه اخیستل شوي وو.>
33 کله چې حضرت یعقوب خپلو زامنو ته دا وصیت وکړ، هغه بېرته څملاست او وفات شو.