پیدایښت

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31 32 33 34 35 36 37 38 39 40 41 42 43 44 45 46 47 48 49 50


څپرکی 8

خدای پاک حضرت نوح او هغه ټول حیوانات چې په کشتۍ کې د هغه سره وو را په یاد کړل، نو خدای پاک په ځمکه باندې باد راوالوزاوه او اوبه په کمېدو شوې.
2 خدای پاک د ځمکې لاندې اوبه او د اسمان د اوبو دروازې بندې کړې او باران ودرېد.
3 په یوسلو پنځوسو ورځو کې اوبه ورو، ورو د ځمکې د مخ څخه کمې شوې.
4 او د اوومې میاشتې په اوولسمه ورځ کشتۍ د ارارات په غرونو باندې ودرېده.
5 اوبه کمې شوې او د لسمې میاشتې په اوله ورځ د غرونو څوکې ښکاره شوې.
6 وروسته له څلوېښتو ورځو حضرت نوح د کشتۍ کړکۍ خلاصه کړه
7 او کارغه یې دباندې ولېږه، خو کارغه به یو خوا او بل خواته الوت تر هغې پورې چې ځمکه وچه شوه.
8 حضرت نوح غوښتل پوه شي چې آیا د ځمکې په مخ باندې اوبه کمې شوې دي یا نه، نو یوه کوتره یې والوزوله.
9 مګر کوترې د خپل ځان دپاره د ناستې ځای پیدا نه کړ ځکه چې د ځمکې په مخ باندې لا اوبه ولاړې وې او هغه بېرته کشتۍ ته راستنه شوه. حضرت نوح خپل لاس وراوږد کړ، هغه یې ونیوله او کشتۍ ته یې ننه ایستله.
10 هغه اووه ورځې نور صبر وکړ او بیا یې کوتره ولېږله.
11 کوتره د ماښام په وخت کې بېرته هغه ته راستنه شوه او د زیتون تازه پاڼه یې په مښوکه کې نیولې وه، نو حضرت نوح پوه شو چې اوبه کمې شوې دي.
12 هغه اووه ورځې نور انتظار وکړ او یو ځل بیا یې کوتره ولېږله، مګر دا ځل هغه بېرته رانغله.
13 په هغه وخت کې حضرت نوح د شپږسوه یو کالو په عمر ؤ. د هماغه کال د اولې میاشتې په اوله نېټه ځمکه مخ په وچېدو شوه. حضرت نوح د کشتۍ پوښ لېرې کړ، شاوخوا یې وکتل او ویې لیدل چې د ځمکې مخ وچ شوی ؤ.
14 د دوهمې میاشتې په اوویشتمه ورځ ځمکه بېخي وچه شوه.
15 خدای پاک حضرت نوح ته وفرمایل:
16 <د خپلې ښځې، خپلو زامنو او د هغو د ښځو سره د کشتۍ څخه دباندې راووزئ.
17 ټول مرغان او حیوانات د ځان سره دباندې راوباسه، ترڅو دوی خپل همجنس وزېږوي او په ټوله ځمکه باندې خپاره شي.>
18 نو حضرت نوح د خپلې ښځې، خپلو زامنو او د هغوی د ښځو سره د کشتۍ څخه راووت.
19 ټول حیوانات او مرغان د خپلو جنسونو سره ډلې ډلې د کشتۍ څخه ووتل.
20 حضرت نوح د څښتن دپاره د قربانۍ ځای جوړ کړ او هغه د هر قسمه پاکو حیواناتو او مرغانو څخه یو یو واخیست او هغه ټول یې د قربانۍ په ځای کې د سوزېدونکې نذرانې په توګه قرباني کړل.
21 او د سوزېدونکې قربانۍ بوی په څښتن باندې ښه ولګېده، هغه د خپل ځان سره وویل: <زه به بیا هیڅکله ځمکه د انسان د عملونو په سبب لعنتي نه کړم. زه پوهېږم چې د انسان خیال د هغه د ځوانۍ له وخت څخه خراب دی، خو زه به هیڅکله بیا ټول ژوندي موجودات له منځه نه وړم لکه څنګه چې مې له منځه یوړل.
22 ترڅو پورې چې دنیا موجوده وي نو د ځمکې کرل، رېبل، یخني او ګرمي، اوړی او ژمی او شپه او ورځ به هم وي.>