پیدایښت

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31 32 33 34 35 36 37 38 39 40 41 42 43 44 45 46 47 48 49 50


څپرکی 36

دا د عیسو اولاده ده (عیسو د ادوم په نوم هم یادېده.)
2 عیسو د کنعاني ښځو سره ودونه وکړل: عاده د حیتي ایلون لور، اهولیبامه چې د عنا لور او د حوي صبعون لمسۍ وه
3 او بسمه چې د حضرت اسماعیل لور او د نبایوت خور وه.
4 عاده الیفاز او بسمې رعوئیل وزېږاوه.
5 اهولیبامه یعوش، یعلام او قورح وزېږول. دا د عیسو زامن وو چې په کنعان کې زېږېدلي وو.
6 عیسو خپلې ښځې، زامن، لورګانې او د خپلې کورنۍ ټول خلک او همدارنګه خپلې ټولې رمې او پادې او خپله ټوله شتمني چې په کنعان کې یې لاس ته راوړي وو واخیستل او د خپل ورور حضرت یعقوب څخه لږ څه لېرې یې بلې سیمې ته کډه وکړه.
7 هغه لاړ ځکه هغه ځمکه چې حضرت یعقوب او هغه په کې اوسېدل دومره پراخه نه وه چې دواړه سره یوځای واوسیږي، په دې خاطر چې هغوی زیاتې رمې او پادې درلودلې.
8 نو عیسو د ادوم په غرنۍ سیمه کې اوسېده.
9 دا د ادوم په غرنۍ سیمه کې د ادومیانو د نیکه عیسو اولاده ده.
10 د عیسو د زامنو نومونه دا دي: الیفاز د عیسو د ښځې عاده زوی او رعوئیل د عیسو د ښځې بسمې زوی.
11 د الیفاز زامن: تیمان، اومار، صفو، جعتام او قناز.
12 تمناع د عیسو د زوی الیفاز وینځه وه او د هغې څخه د هغه زوی عمالیق پیدا شو. دا د عیسو د ښځې عادې لمسیان وو.
13 د رعوئیل زامن: نحت، زارح، شمه او مزه. دا د عیسو د ښځې بسمې لمسیان وو.
14 اهولیبامه د عنا لور او د صبعون لمسۍ وه چې د هغې څخه د عیسو زامن یعوش، یعلام او قورح پیدا شول.
15 د عیسو په اولادې کې دغه قبیلوي مشران وو: د عیسو د مشر زوی الیفاز زامن: تیمان، اومار، صفو، قناز،
16 قورح، جعتام او عمالیق. دا په ادوم کې هغه قبیلوي مشران وو چې د الیفاز د اولادې څخه دي او دوی د عادې لمسیان وو.
17 د عیسو د زوی رعوئیل زامن: نحت، زارح، شمه او مزه. دا په ادوم کې هغه قبیلوي مشران وو چې د رعوئیل د اولادې څخه دي. دا د عیسو د ښځې بسمې لمسیان وو.
18 د عیسو د ښځې اهولیبامه زامن: یعوش، یعلام او قورح. دا هغه قبیلوي مشران وو چې د عنا د لور یعنې د عیسو د ښځې اهولیبامه د اولادې څخه دي.
19 دا ټولې قبیلې د عیسو د اولادې څخه وې.
20 دا د سعیر حوري زامن وو چې په هغې سیمه کې اوسېدل: لوطان، شوبال، صبعون، عنا،
21 دیشون، ایصر او دیشان. دا په ادوم کې د سعیر زامن او د حوریانو مشران وو.
22 د لوطان زامن: حوري او هومام. (تمناع د لوطان خور وه.)
23 د شوبال زامن: علوان، مناحت، عیبال، شفو او اونام.
24 د صبعون زامن: ایه او عنا. (دا هماغه عنا دی، کله چې هغه د خپل پلار صبعون خره څرول، نو په دښته کې یې د تودو اوبو چینې وموندلې.)
25 د عنا اولادونه: دیشون او اهولیبامه د عنا لور.
26 د دیشون زامن: حمدان، اشبان، یتران او کران.
27 د ایصر زامن: بلهان، زعوان او عقان.
28 د دیشان زامن: عوص او اران.
29 دا د حوریانو مشران وو: لوطان، شوبال، صبعون، عنا،
30 دیشون، ایصر او دیشان. دا د حوریانو قبیلې وې چې د ادوم په خاوره کې اوسېدلې.
31 ‏-
39 له دې څخه مخکې چا په اسراییلو باندې پادشاهي نه وه کړې چې دغو پادشاهانو د ادوم په هېواد باندې پادشاهي وکړه:بالع د بعور زوی چې د دینهابه څخه ؤ.یوڅپرکی د زارح زوی چې د بصرې څخه ؤ.حوشام چې د تیمان د هېواد څخه ؤ.حداد د بداد زوی چې د عویت څخه ؤ (هغه مدیانیانو ته د موآب په خاوره کې په جګړه کې ماتې ورکړه.)سمله چې د مسریقه څخه ؤ.شائول چې د رحوبوت د ښار څخه ؤ او دا ښار د سیند په غاړه پروت دی.بعل حانان چې د عکبور زوی ؤ.حداد چې د فاعو څخه ؤ. (د هغه د ښځې نوم مهیطبئیل ؤ چې د مطرد لور وه او د ميذهب لمسۍ وه.)
40 ‏-
43 دا د هغو قبیلوي مشرانو نومونه دي چې د عیسو د اولادې څخه دي: تمناع، علوه، یتیت، اهولیبامه، ایله، فینون، قناز، تیمان، مبصار، مجدیئیل او عیرام. هغه سیمه چې دا هره قبیله په کې اوسېدله، د هماغې قبیلې په نوم یادېدله.