څپرکی 10

ای څښتنه ولې لېرې ته ودرېږې؟د سختیو وخت کې ولې پټوې ځان؟
2 کبرجن دي بدکاران او ځوروي دوی غریبانهغوی دې ګېر شي هغو نقشو کېچې جوړې کړې دي دوی
3 کوي فخر بدکاران په خپلو بدو خواهشاتوحریصان سپکوي څښتن ورته ښکنځلې کوي
4 هېڅ پروا د څښتن نه کړي بدکاراندوی له کبره کوي فکر چې خدای هېڅ دی
5 تل کامیاب دي بدکاران خپلو کارو کېد دوی د پوهې نه اوچت دي قضاوتونه د خدایوهي ملنډې دوی په خپلو ټولو دښمنانو باندې
6 خپلو زړونو کې دوی وایي:«نه لړزېږو مونږ هېڅکلهپه پېړیو کې ځورېږو نه هېڅکله»
7 خولې یې ډکې د لعنتونو، درواغو او اخطارونواو د ژبو په سرونو یې بدي او شرارت دی
8 نژدې کلیو کې ځانونه پټويبې ګناه خلک قتلوي پټو ځایونو کېد دوی سترګې د کم بختو څار کوي
9 د زمریانو په شان دوی کړي انتظار پټو ځایو کېدوی پراته وي انتظار کې د خوارانودوی رانیسي او راکاږي دا خواران خپلو دامو کې
10 دي بې وزله قربانیان پراته ټوټې ټوټېدي مات کړي د بدکارو زور دا خلک
11 بدکاران خپلو ځانونو سره وایي:«خدای هېر کړي هغه ټول ديهغه سترګې پټې کړې ما به نه ویني هېڅکله»
12 راپاڅه ای څښتنهسزا ورکړه بدکارانو ته ای خدایهته هېر نه کړې هغه خلک چې محتاج دي
13 بدکاره خلک ولې خدای سپکوي؟خپلو ځانونو سره داسې وایي:«هغه به ماته سزا نه راکوي»
14 خو ته ګورې او د خلکو تکلیفونه او غمونه وینېنو تل د مرستې ورکولو ته تیار یېخدایه سپاري مسکینان ځانونه تاتهته همېش د یتیمانو مددګار یې
15 کړه مات لاسونه د بدانو او بدکارو خلکوته هغوی ته د بدیو سزا ورکړهچې نور ونه کړي دا کار په اینده کې
16 تل ترتله به پاچا وي څښتننور قومونه نابودیږي به د ځمکې د ده
17 ته دعا اورې څښتنه، د خوارانوورکوې د هغوی زړونو ته قوت
18 د یتیمانو، مظلومانو فریادونه اورېد دوی په حق کې قضاوت کوې تهچې فاني انسان یې نور ونه وېروي