څپرکی 115

مونږ ته نه ای څښتنه مونږ ته نهبلکې خپل نوم ته جلال ورکړه!د خپلې مینې او وفا په سبب
2 ولې قومونه دا پوښتنه وکړيچې د دوی خدای چېرته دی؟
3 زمونږ خدای دی په اسمان کېهغه کوي هغه څه چې څه یې خوښه وي
4 د سرو او سپینو زرو جوړ دي د هغوی بتانهغه جوړ شوي د انسان په لاسو
5 د هغوی خولې شته، خو خبرې پرې کولای نه شيسترګې یې شته، خو پرې لیدلی نه شي
6 غوږونه یې شته، خو پرې اورېدلی نه شيپوزې یې شته، خو څه بوی کولای نه شي
7 لاسونه یې شته، خو څه لمس کولای نه شيپښې یې شته، خو ګرځېدلی نه شيد هغوی د ستوني نه اواز نه وځي
8 چې جوړوي څوک هغه او څوک چې باور پرې لريهغوی دې شي هغو بتانو په شان چې جوړوي هغه
9 ای اسراییلو، په څښتن باندې توکل کوئدی مرستندوی ستاسو او ستاسو سپر دی
10 ای کاهنانو ای د هارون اولادېتوکل وکړئ په څښتن باندېدی مرستندوی ستاسو او ستاسو سپر دی
11 توکل وکړئ په څښتن باندې ای تاسو ټولچې ترې وېره کوئدی مرستندوی ستاسو او ستاسو سپر دی
12 رایادوي مونږ څښتن او برکت به راکړيهغه به ورکړي برکت اسراییلیانو تهاو د هارون اولادې یعنې کاهنانو ته
13 هغه به ورکړي برکت هغو تهچې کړي وېره له څښتنه څخهلویو او وړو ته یوشان
14 څښتن دې درکړي اولادونه درتهتاسو او ستاسو اولادې ته هم
15 څښتن دې درکړي برکت تاسو تهچا چې جوړ کړی دی اسمان او ځمکه
16 اسمان یوازې د څښتن دیخو ځمکه یې ورکړې ده انسان ته
17 مړي نه وایي ثنا د څښتنڅوک چې روان دي لاندېد خاموشۍ دنیا ته
18 خو مونږ ژوندي به د هغه ثنا او صفت وایوله همدا اوس نه تر ابده پورېد څښتن ثنا او صفت وکړئ!