څپرکی 138

د زړه د اخلاصه دې وباسم شکر ای څښتنهنورو خدایانو مخکې زه وایم ستا د ثنا سندره
2 کوم سجده ستا د سپېڅلي کور په لوراو ثنا او صفت دې د نامه کومهستا د تلپاتې مینې او وفادارۍ په خاطرځکه خپل نوم او خپل کلام دې کړ اوچتټولو شیانو باندې
3 چې کله سوال درته ما کړی قبول کړی دی تاپه خپل قدرت دې قوي کړی یم زه
4 د نړۍ ټول پاچاهان به ستا ستاینه کوي ای څښتنهپه دې خاطر چې ستا کلام دی اورېدلی هغوی
5 وایي سندرې به هغوی هغو کارو په هکلهکوم چې کړي دي تاځکه چې لوی دی ستا جلال
6 سره له دې چې ډېر عظیم یې تهخو پام کوې په عاجزانو باندېخو کبرجن خلک ته پېژنې له لېرې څخه
7 کله چې زه لاس او ګرېوان یم تکلیفونو سرهته مې خوندي ساتېته ودرېږې زما د قهرجنو دښمنانو مخې تهاو بچ کوې مې ته په خپل قوي لاسونو باندې
8 ته به سرته رسوې خپل مقصد زما دپارهده ابدي ستا مینه ای څښتنهتا پیدا کړي یو او مونږ مه پرېږده ته