څپرکی 38

کله چې ته په قهرېږې ای څښتنه نو ما مه رټهپه خپل غضب سره دې ماته سزا مه راکوه
2 په خپلو غشو دې زخمي کړمه زهاو په خپل لاس باندې دې ووهلم
3 زما بدن کې روغ ځای نشته ستا د قهر له لاسهحتی هډوکي مې خوږیږي د ګناه له لاسه
4 زه د خپلو ګناهونو په دریاب کې یم ډوب شویهغه دي دومره درانه چې وړلی یې نه شم
5 په سبب زما د خپلې بې عقلۍپرهارونه مې خوسا شول بوی ترې خېژي
6 زه کړوپ شوی یمه زه یم ځپل شویټوله ورځ زه ویر کومه
7 زه له تبې نه خوټېږمزما بدن کې روغ ځای نشته
8 زه له کاره یم لوېدلی او بېخي یمه مات شویزما زړه دی ناقراره او له درده زګېروي کړمه
9 ای څښتنه، ته پوهېږې چې زه څه ارمان لرمهټول زګېروي ته زما اورې
10 زړه مې درزیږي او قوت رانه لاړزما د سترګو دید کمزوری شولو
11 نه رانژدې کیږي په سبب د ناروغۍ راتهټول زما ملګري او دوستان زماحتی تر دې چې خپل خپلوان هم رانه لېرې ګرځي
12 هغوی چې غواړي چې ما مړ کړي راته ږدي دامونههغوی چې غواړي راته ورسوي زیاند بربادۍ کوي ګواښونه راتهټوله ورځ دوی دسیسې جوړوي او دروغ وایي
13 خو زه د هغه کوڼ په شان یم چې څه نه اورمهاو د هغه ګونګ په شان یم چې هېڅ نه کوي خبرې
14 زه یم د هغه چا په څېر چې خپله دفاع کېنه شي دلیل ویلی ځکه چې نه اوري
15 خو تا باندې باور لرم څښتنهاو ای زما څښتنه خدایه، راکوې به ته ځواب
16 سوال مې وکړ: «مه پرېږده دښمن زماچې وکړي خوشحالي زما په غم باندېمه پرېږده هغوی چې لاپې ووهيزما په ناکامۍ او بدبختۍ باندې»
17 یمه نژدې چې زه راپرېوځمهمدام دي مل راسره زما دردونه
18 زه اقرار کوم د خپلو ګناهونویمه پرېشانه زه د خپلو ګناهونو له امله
19 دښمنان زما قوي او صحتمند ديهغوی ډېر دي چې کوي کرکه له ما نه بې سببه
20 هغه خلک چې بدي کړي د نېکۍ په بدله کېهغوی دي زما په ضدځکه زه کړمه کوښښ چې نېک کار وکړم
21 ته ما مه پرېږده څښتنهلېرې کېږه مه له ما نه زما خدایه!
22 زر راشه کومک وکړه زما سرهای څښتنه ته زما یې خلاصوونکی!