څپرکی 149

خد څښتن ثنا او صفت وکړئڅښتن ته ووایئ نوې سندرهد وفادارو په غونډه کې یې ثنا ووایئ
2 ای اسراییلو، خوشحالي وکړئد خپل خالق په خاطرای د صهیون خلکو، خوشحالي وکړئد خپل پاچا په خاطر
3 د هغه د نوم ثنا او صفت وکړئ په اتڼونو باندېد چمبو او چنګونو په وهلو یې ثنا ووایئ
4 ځکه خوشحاله دی څښتن د خپلو خلکو څخهعاجزانو ته په سر ږدي د بري تاج
5 خوشحالي دې وکړي خدای ته وفادار خلکخپلې کامیابۍ باندېاو په خپلو بسترو کې دېد خوښۍ سندرې ووایي دوی
6 په لوړ اواز دې د څښتن ثنا او صفت وکړياو دوه مخیزه تورې دې وي د دوی لاسونو کې
7 چې د قومونو نه بدل واخلياو سزا ورکړي هغو خلکو ته
8 او زولانه کړي د هغوی پاچاهاناو په زنځیرونو یې مشران وتړي
9 او لکه څنګه چې خدای حکم کړیچې نورو قومونو ته سزا ورکړيدا کامیابي به وي د خدای د وفادارو خلکود څښتن ثنا او صفت وکړئ