څپرکی 18

ته زما قوت یې ای څښتنه په ما ګران یې
2 څښتن دی زما ساتونکیدی زما قوي کلازما ژغورونکی زما خدای دیزما امن دی هغه کېکوي ساتنه زما لکه د سپر په شاندی زما قوي ژغورونکیاو د امن پناه ځای دی زما
3 مرسته غواړم له څښتنهچې لایق دی د صفتخلاصوي مې هغهما له خپلو دښمنانو څخه
4 د مرګ رسۍ رانه راتاوې شولېد بربادۍ سېلابو واخیستمه
5 د ګور په لومه کې راګېر یمه زهمرګ راته لاره کې خپل دام ایښی ؤ
6 په خپل تکلیف کې مې څښتن ته غږ کړکومک دپاره مې خپل خدای ته غږ کړزما اواز یې په خپل کور کې واورېدزما فریاد یې د کومک واورېده
7 بیا ځمکې وخوړ ټکان ولړزېدلهخوځېدل د غرو بېخونه په لړزه شولځکه په قهر ؤ خدای
8 شو له سپېږمو نه یې راپورته لوګیبلې لمبې او سرې سکروټې یې بادېدلې د خولې
9 ده کړې خلاصې دروازې د اسمانونو او راښکته شوتورې ورېځې وې د ده تر پښو لاندې
10 سپور په اسماني مخلوق شو والوتهسپور شو په وزرو د باد زر راغی
11 ځان ته جوړه یې پرده کړه له تیارې نهد اوبو ډکې ټینګې ورېځې وې چاپېره د ده
12 جلال یې د حضور شولو ښکاره په منځ د ورېځو کېږلۍ او سرې سکروټې ورېدې لکه باران
13 لکه تندر څښتن وکړلې خبرې له اسمانهشو اواز د خدای تعالی په اورېدو
14 وویشتل هغه خپل غشي، دښمنان یې تار په تار کړلد برېښنا په پړکېدو یې وارخطا کړل
15 بیا ستا په رټلو باندې ای څښتنهستا د تنفس په انفجار سرهتل د دریاب هم راښکاره شولووو پراته د ځمکې بنیادونه لوڅ
16 له اسمانه څښتن لاس خپل کړ را اوږد ویې نیولمله ژورو اوبو ده راوویستلم
17 زه یې کړمه له قوي دښمنه خلاصاو له هغو چې نفرت یې کړ له ما نهدوی وو ډېر قوي له ما نه
18 هغه وخت کې چې زه ومه په تکلیف کېدوی حمله وکړه په ماخو څښتن راڅخه وکړ ملاتړ
19 له خطره یې کړم بچ مرسته یې وکړهځکه یې کړم بچ چې ؤ راضي له ما
20 اجر راکوي څښتن ځکه کړم کارونه نېکیمه بې ګناه ځکه انعام راکوي ماته
21 ما د څښتن د قوانینو اطاعت کړی دینه مې د بدۍ په خاطر مخ له خپل خدای نه اړولی دی
22 ما عمل کړی د هغه په ټولو حکمونونافرماني مې کړې نه ده له قوانینو د ده
23 هغه پوهیږي زه بې عیبه یمهبدو کارونو نه مې ځان ساتلی
24 نو اجر راکړی څښتن ځکه کړم کارونه نېکهغه پوهیږي بې ګناه یمه زه
25 ای څښتنه، وفادار یې هغه چاته چې وي تاته وفادارتل نېکي کړې د هغو سره چې وي بې عیبه
26 پاک ته خپل ځان پاک ښکاريټګمار ته ځان پېچلی
27 ته عاجزانو ته نجات ورکوېخو کبرجن ټیټوې
28 ای څښتنه زما خدایه، ساتې زما ډېوه روښانههم تیاره مې بدلوې په رڼا باندې
29 راکوې قوت چې کړم حمله په دښمنراکوې قدرت په دېوالو د ختلو
30 ګوره زما خدای څومره کامل یې عملونه ديڅومره د باور یې ټول لوظونه ديهغه دی سپر هغو تهټول چې پناه ده ته راوړي
31 ځکه چې څوک دی خدای بې له څښتنه؟څوک کړي دفاع زمونږه بې له هغه نه؟
32 هغه خدای دی چې قوت راکوي ماتههغه خدای دی چې خوندي مې ساتي لاره
33 زه ثابت قدم لکه هوسۍ یې کړماو په غرونو کې مې ساتي خوندي
34 هغه ما تیاروي د جنګ دپارهترڅو زه کړمه راکش لینده د زېړو
35 سپر راکوې ماته د خلاصون خپلمرسته کوي ښي لاس ستا زما سرهزه قوي کړی ستا کومک یمه
36 ته پراخوې زما د پښو لارهځکه نه ښوییږي پښې زما هېڅکله
37 دښمنان تعقیبوم او ور رسېږمنه راګرځم تر هغې چې یې نابود کړم
38 داسې یې وهم چې پاڅېدی نه شيدي زما د پښو لاندې نسکور پراته
39 راکوې ما له ته قوت د جګړېغورځوې ماته دښمنان په پښو کې
40 مجبوروې دښمنان زما تېښتې تهزه تباه کوم هغه چې کرکه کړي زما ځینې
41 دوی د کومک دپاره کړي فریادنشته څوک چې کړي دوی خلاصوهي چیغې دوی څښتن تههغه نه ورکوي دوی ته ځوابونه
42 لکه د دوړې میده کومه یې زهچې یې هر خوا والوزوي بادونهداسې یې ایسته غورځوملکه د خټو د کوڅو په شان
43 تا د سرکښانو خلکو خلاص کړلماو د قومونو دې سردار کړلماوس مې خدمتونه هغه خلک کويڅوک چې پخوا نه پېژندل ما کله
44 هم بېګانه خلک زما په مخ کې ټیټوي سرونهچې کله اوري زما په هکله اطاعت مې کوي
45 دوی بایلي خپل همتونهپه لړزه باندې راوځي دوی له خپلو کلاګانو
46 څښتن ژوندی دی!وي دې ثنا زما ساتونکي ته!کړئ اعلان لویي د هغه خدای چې مې ژغوري
47 راکوي ماته توفیق چې بدل واخلم له دښمنهراولي زما د ځواک لاندې قومونه
48 او ما له خپلو دښمنانو خلاصويراکوې بریا په دښمنانو ای څښتنه تهاو ما ساتې له ظالمو انسانانو څخه
49 ځکه نو څښتنه د قومونو منځ کې به ستا ثنا وایمهاو صفت به ستا د نامه کومه زه په سندرو سره
50 خدای ورکوي لویې بریاوې خپل پاچا تهمینه تلپاتې کوي د خپل غوره کړای شوي سرهتل ترتله د داود او د هغه د اولادې سره