څپرکی 83

اای خدایه، مه پاتې کېږه ته چوپمه پاتې کېږه غلی او مه پاتې کېږه ارام
2 ګوره! ستا دښمنان دي د بلوا حال کېڅوک چې کرکه کوي ستا نه پورته کړي یې دي سرونه
3 د ستا د قوم په مقابل کې پلانونه د ټګۍ جوړويد هغه ولس په ضد چې لرې ته ورسره مینهدوی د هغوی په مقابل کې دسیسې جوړوي
4 هغوی وایي: «راځئ تباه یې کړو چې قوم یې ورک شيترڅو چې نوم د اسراییلو تل دپاره هېر شي»
5 په خپل پلان کې سره جوړ دي هغویستا مقابل کې یې تړون کړی دی
6 د ادوم او اسماعیلیانو قومد موآبیانو، هاجریانو قوم
7 د جبالیانو، عمونیانو، عمالیق قومونهد فلسطین او د صور قومونه
8 د اشوریانو ولس هم دی مل شوی د هغوی سرهاو قوي مټ دی هغوی د اولادې د لوط
9 دوی سره داسې عمل وکړهلکه چې څنګه دې ؤ کړی مدیانیانو سرهاو د سیسرا او هم یابین سره په غاړه د قیشون د سیند
10 لاړل له منځه په عین دور کې دویشول جسدونه یې په ځمکه لکه د سرې په شان
11 له مشرانو سره یې داسې عمل وکړهلکه چې کړی دې غراب او هم د زیب سره ؤته ماتې ورکړه د هغوی ټولو حاکمانو تهلکه چې څنګه دې ورکړې وه زبح او هم صلمونع لره
12 ځکه چې دوی وویل: «وبه نیسو ځان دپارههغه څړځایونه چې د خدای دي»
13 د بوړبوړکۍ په شان یې وشینده ای خدایهلکه د بوسو چې یې باد بادوي
14 لکه په اور باندې چې سوځي ځنګللکه لمبو باندې چې سوځي غرونه
15 په خپل توفان باندې دوی وځغلوهته هغوی ووېروه خپلو سختو بادونو باندې
16 د دوی مخونه په شرمونو پټ کړهترڅو تسلیم شي هغوی ای څښتنه ستا قدرت ته
17 وي دې رسوا هغوی او تل دې په وېره کې وياو په ذلت کې دې هغوی شي هلاک
18 هغوی دې پوه شي چې یوازې ته یېچې دې نوم دی څښتنیې خدای تعالی ته د ټولې ځمکې