څپرکی 94

ای څښتنه، ته یې خدای غچ اخیستونکیای غچ اخیستونکیه خدایه، وښایه ته خپل جلال!
2 ای د نړۍ قاضي راپاڅېږه تهورسوه د خپلو بدو عملونو په سزا مغروران!
3 ترڅو به بدکاران ای څښتنهبدکاران به خوشحالي کوي تر کومه؟
4 هغوی د کبر او غرور غټې خبرې کويټول بد کرداره خلک لاپې وهي
5 ستا خلک تر پښو لاندې کوي څښتنههغوی کړي ظلم ستا په خپلو خلکو باندې
6 بل ځایي خلک او کونډې وژنيهم یتیمان قتلوي
7 وایي هغوی چې څښتن نه ویني مونږنه یې پام کیږي مونږ ته د یعقوب د خدای
8 ای د قوم بې عقلو خلکو پوه شئ!کله به تاسو هوښیارېږئ ساده ګانو خلکو؟
9 هغه چې مونږ ته یې راکړی دی غوږایا هغه په خپله نه اوري څه؟هغه چې سترګې پیدا کړې ديایا هغه په خپله نه ویني څه؟
10 څوک چې په خپله سموي قومونهنو دوی ته نه شي ورکولای سزا؟هغه چې خپله دی استاذ د ټولونو ایا نه لري په خپله پوهه؟
11 څښتن پوهیږي د انسان په خیالوهغه پوهیږي چې خیالونه یې باطل او پوچ دي
12 بختور دی هغه څوک چې ته یې سموې، څښتنهورته تعلیم د خپل شریعت ورکوې
13 ورکوې ورته ارام په سختو ورځو کې تهترڅو چې کنده ویستل کیږي شریرانو ته
14 ځکه څښتن به خپل خلک نه کاندي رداو نه به چېرته خپل ولس پرېږدي
15 تر سره کیږي قضاوت به د انصاف او عدالت سره سماو ټول نېکان به یې کوي پیروي
16 څوک به زما دپاره پاڅي په خلاف د بدکارانو خلکو؟څوک به زما دپاره ودریږي په ضد د شریرانو خلکو؟
17 که مرستندوی زما نه وای څښتننو زه به زر ومه ډوب شوی په چوپتیا د مرګي
18 کله چې ما وویل: «غورځېږمه زهڅښتنه ستا تلپاتې مینې راټینګ کړمه زه»
19 د زړه د زیاتو اندېښنو په منځ کېستا تسلۍ ماته خوښي راوړله
20 هغو قاضیانو فاسدانو سره نه کړې یاريچې د قانون په نامه بې انصافي کوي دوی
21 چې په شریکه د نېکانو د وژلو دسیسې جوړويمحکوموي بې ګناه خلک په مرګ
22 خو څښتن شولو پناه ګاه زمازما خدای زما د پټېدو دپاره کلکه کلا
23 خدای به راوګرځوي بېرته هغو باندې خپلې بدۍهغوی تباه به کړي د خپلو ګناهونو په خاطرزمونږ څښتن خدای به تباه کړي هغوی