څپرکی 85

ی څښتنه تا په خپله خاوره رحم وکړاو یوځل بیا دې رابېدار کړ د یعقوب قسمت
2 ودې بخښلې د خپل قوم بدۍپرده دې واچوله په ټولو ګناهونو د دوی
3 تېر شولې ته له خپل ټول غضبهد خپل قهر اور دې سوړ کړ
4 ای زمونږ خلاصوونکیه خدایهمونږه بېرته په خپل حال کړهاو خپل غضب زمونږ نه لېرې کړه ته
5 ایا ته به خفه یې تل زمونږ څخه؟ایا وبه غزوې خپل قهر د یو نسل نه بل نسل ته؟
6 ایا ته به مونږ ته بیا قوت رانه کړېترڅو ستا قوم خوشحالي وکړي ستا له امله؟
7 څښتنه، مونږ ته دې وښایه تلپاتې مینهاو مونږ ته راکړه خلاصون
8 څښتن خدای چې هرڅه وایي ورته به نیسمه غوږوعده کوي د سولې خپل وفادار ولس سرهخو دوی دې بیا نه راګرځي د حماقت لارو ته
9 بې شکه ور به کړي نجات هغوی ته څوک چې ترې وېره لريچې پاتې شي د هغه جلال زمونږ په خاوره کې
10 څنګه چې دوه تنه یو بل سره ګوريداسې تلپاتې مینه او وفا به سره هم وګوريڅنګه چې یو تن بل تن ښکلويداسې عدالت او سوله به هم یو بل ښکل کړي
11 راپورته کیږي وفا ځمکې نهنېکي راګوري پاس له اسمانه څخه
12 ښه شیان مونږ ته راکوي به بې له شکه څښتنورکوي ښه حاصلات به زمونږ ځمکه
13 عدالت به وي روان د څښتن مخکېتیاروي به لار د هغه قدمونو ته