څپرکی 47

اَای ټولو خلکو پړکوئ لاسونه!د خدای ثنا په خوشحالۍ او لوړو چیغو وکړئ!
2 چې هیبتناکه دی څښتن تعالیهغه ډېر لوی پاچا دیکوي حکومت ټولې دنیا باندې
3 نورو قومونو باندې مونږ ته یې بری راکړیاو یې هغه قومونه لاندې کړل زمونږ تر پښو
4 ده غوره کړې ځمکه مونږ دپاره ویاړو پر دېمونږ د یعقوب اولاده خدای ورسره مینه چې کړي
5 وخاته خدای خپل تخت تهوې هلته چیغې د خوښۍهلته غږونه د سرنو ووچې څښتن پورته لاړ
6 وایاست سندرې او ثنا خدای ته!وایاست سندرې او ثنا خپل شاه ته!
7 ځکه چې خدای د ټول جهان پاچا دیثنا یې ووایاست سندرې باندې!
8 خدای کړي پاچاهي ټولو قومونو باندېخدای دی په خپل سپېڅلي تخت باندې ناست
9 د قومونو رهبران دي راټول شوي په یو ځاید ابراهیم د خدای د قومه سرهد دنیا ټول شاهان د خدای واک کې ديهغه ډېر لوړ خدای دی۔