څپرکی 96

څښتن ته ووایئ یوه نوې سندرهای ټولې نړۍ، سندره ووایئ څښتن ته تاسې
2 څښتن ته ووایئ سندره او ستاینه یې د نوم وکړئاعلان کړئ هره ورځ دا زېریچې نجات یې دی راکړی مونږ ته
3 قومونو ته اعلان کړئ جلال د هغهټولو خلکو ته اعلان کړئد هغه ډېر عجیبه کارونه
4 ځکه چې لوی دی څښتناو ډېر لایق دی د ثنا او صفتټولو خدایانو نه دې زیاته وېره وشي د ده
5 نورو قومونو ټول خدایان دي بې ګټې بتانخو څښتن دي پیدا کړي اسمانونه
6 دی راچاپېره جلال او لویي له هغه څخهسپېڅلی کور د هغه ډک دی له قوت او ښایست
7 وکړئ ستاینه د څښتن په ځمکه ټولو خلکوهم ستاینه وکړئ د هغه د جلال او قدرت
8 د څښتن د جلالي نوم ستاینه وکړئد هغه دربار ته راشئ او نذرانه راوړئ
9 کړئ څښتن ته عبادت په سپېڅلې توګهای ټولې ځمکې ولړزېږه د هغه په مخکې
10 تاسو خبر کړئ ټول قومونه د نړۍچې دی څښتن پاچا!نړۍ یې ټینګه درولې چې خوځیږي نهاو قضاوت به د قومونو کړي انصاف باندې
11 پرېږده خوشحاله اسمانونه شي او ځمکه وکړي خوښيشي دریاب په غړمبار دې خپلو ټولو مخلوقاتو سره
12 شي دې خوشحاله پټي هم ټولو فصلونو سرهد ځنګل ټولې ونې به بیا ووهي د خوشحالۍ چیغې
13 کله چې راشي د ځمکې قضاوت ته څښتننو په انصاف سره به وکړي قضاوت د نړۍاو قضاوت د ولسونو عدالت باندې