څپرکی 139

ای څښتنه، زه ازمایلی یم تا او ما پېژنې ته
2 کله چې زه کوم ارام او یا کار کومهنو ته خبرېږې پرېته د لېرې نه پوهېږې په فکرونو زما
3 ته مې ښه وینې که زه ګرځم او که ملاست یمټولو اعمالو نه خبر یې زما
4 خبره نه وي لا وتلې مې د خولې نهته پرې بېخي پوهېږې ای څښتنه
5 د کټارې په شان زما نه ته چاپېر یېخپل لاس دې ایښی وي زما په سر باندې
6 داسې معلومات چې ته یې لرې زما په هکلهحیرانوونکی دی ډېرزما د عقل نه اوچت دی دا
7 وتښتم چېرته ستا نه؟ستا له حضوره چېرته لېرې لاړ شم؟
8 که چېرې وخېژم اسمان ته نو ته یې هلتهکه زه څملم د مړو دنیا کې نو ته یې هلته
9 که ما کولای شول چې والوزمه هغه ځای تهچې په کې لمر راخېژيیا مې کولای شول چې واوسېږم هغه ځای کېچېرته چې لمر پرېوځي
10 هلته به هم یې چې ماته وکړې لارښوونهته به هلته یې چې ما سره کومک وکړې
11 که زه ووایم تیارې نه چې ما پټ کړيیا رڼا نه چې شاوخوا مې ده بدله په تیاره شي
12 خو حتی تیاره هم تاته نه ده تیارهاو شپه د ستا دپاره ده د رڼا ورځې په شانځکه تاته رڼا او تیاره یوشان دي
13 تا جوړه کړې هره برخه د بدن ده زماهغه دې ټولې یوځای کړې زما د مور ګېډه کې
14 ثنا او صفت کومه ستا ځکه چې زه دې پیدا کړی یمهپه عجیبه او په مرموزه توګهاو په دې خاطر چې ټول کارونه عجیبه دي ستاپه دې ډېر ښه پوهېږم
15 چې کله هډوکي جوړېدل زمایوځای کېدل هغه په غور سرهزما د مور ګېډه کېچې لویېدمه پټ په هغه ځای کېته پوهېدلې چې زه هلته ومه
16 مخکې له دې نه چې پیدا شمه زهتا لیدلی ؤ زما نامکمله بدنتا زما د ژوند ورځې چې دې ټاکلې وې زما دپارهټولې لیکلې دې وې په خپل کتاب کې
17 څومره قیمتي دي ستا فکرونه زما دپاره خدایهڅومره زیات دي هغه
18 که زه یې وشمېرمهنو وي به زیات هغه له شګو څخهچې رابېدار شمه زه نو بیاهم تا سره یم
19 ای خدایه، کاشکې ته ووژنې بدکاره خلککاشکې پرېږدي قاتلان خلک ما
20 بدې خبرې کوي دوی تا پسېاو ستا دښمنان غلطه ګټه اخلي ستا د نامه څخه
21 ای څښتنه، ایا ونه کړم کرکه هغه چا نهچې کوي کرکه تا نه؟او بېزاره نه شم هغه چا نهچې سرکښي کړي تا نه؟
22 بېخي نفرت کوم هغوی نههغوی ګڼمه لکه خپل دښمنان
23 ای خدایه، ته ما وازمایه او زما له زړه خبر شهما امتحان کړه او شه خبر له اندېښنو نه زما
24 وګوره ماته که روان یم زه په بده لارهاو د تل ژوندون په لاره وکړه لارښوونه زما