څپرکی 56

اپه ما رحم وکړه خدایهځکه خلک راپسې ديخپل دښمنان ما همېشه ځوروي
2 زما دښمنان دي راپسې ټوله ورځکوي بریدونه په ما ډېر خلک په غرور سره
3 کله چې ووېرېږمنو زه به تا باندې توکل وکړمه
4 کوم ستاینه زه د خدای د وعدوزه توکل کړم په هغه او نه وېرېږمه زهفاني انسان څه شي کولای په ما؟
5 زما دښمنان بدلوي ټوله ورځ زما خبرېدسیسې تل راجوړوي چې راته زیان ورسي
6 پټو ځایو کې راټولیږي هغویڅارنه کړي زما د هر حرکتپه دې امید کې دي چې ومې وژني
7 بدکاران دي دوی نو مه پرېږده چې تېښته وکړيته رانسکور کړه د دښمن قومونه په خپل قهر سره
8 تا دي شمېرلې زما ټولې لالهانده ورځېزما د اوښکو حساب تا نیولید هغوی لست ستا په کتاب کې نشته؟
9 په هغه ورځ چې تاته وکړم فریادبېرته په شا به شي زما دښمنانپه دې پوهېږمه زهځکه چې خدای دی ولاړ زما په طرف
10 کوم ستاینه زه د خدای د وعدوکوم ستاینه د څښتن د وعدو
11 زه توکل کوم په خدای او نه وېرېږمه زهڅه کولای شي انسان ما سره؟
12 ما چې منلي دي نذرونه تاتههغه زه پوره کومه خدایهزه به ادا کړم نذرانې د شکرانې تاته
13 ځکه چې تا کړمه زه خلاص له مرګهزه دې کړم بچ د تیندکونو څخهنو زه به وګرځم د خدای حضور کېهغې رڼا کې کوم چې خلکو ته ژوندون ورکوي؟