څپرکی 75

مونږه ستا شکر کوو خدایهشکر کوو مونږه ځکه چې نژدې یې راتهبیانوي خلک ستا عجیبه کارونه
2 وایي خدای چې ما ټاکلی قضاوت دپاره وخت دیاو په انصاف سره به کړم قضاوت
3 که څه هم هر ژوندی موجود به رېږدياو ځمکه به هم لړزیږيزه به یې وساتمه ستنې ټینګې
4 لاپو وهونکو ته دا وایم چې نه دې وهي لاپېامر کوم په بدکارانو چې غرور دې نه کړي
5 هغوی ته وایم چې مغرور مه اوسئد سرکښۍ له وجې بس کړئ د غرور خبرې
6 سرلوړي نه راځي له شرقه یا له غربه ځینېاو نه له دښتې او بیابانه ځینې
7 بلکې دا خدای دی چې کوي قضاوتورکوي یو ته سرلوړي بل ته ذلت
8 څښتن نیولې ده پیاله په لاس کېچې کړې یې ډکه د قهر له ترخو شرابوچې اچوي یې څښتن او ټول بدکاران یې څښيباید یې وڅښي بدکاران تر اخري څاڅکي
9 خو زه به هېڅکله بس نه کړمه خبرېد یعقوب د خدای په هکلهاو ورته وایمه سندرې به زه
10 هغه به مات کړي ټول قوت د بدکارانوخو قوت به زیات شي د نېکانو