څپرکی 68

خدای دې راپورته شياو خواره واره دې کړي خپل دښمنانتېښته دې کړي څوک چې نفرت کوي له هغه څخه
2 لکه د باد په مقابل کې چې لوګی ورکیږيداسې ته ورک کړه هغویلکه چې څنګه ویلي کیږي موم د اور په مخ کېداسې بدکاره دې تباه شي د خدای په مخ کې
3 خو نېکان دې وي خوشحالهکړي خوشحالي دې د هغه حضور کېوي دې خوشحاله او وهي دې د خوښۍ چیغې
4 خدای ته ووایئ سندره ثنا صفت یې د نامه وکړئصفت یې وکړئ چې سپریږي هغه ورېځو باندېخوشحالي وکړئ د هغه حضور کېځکه چې یې نوم دی څښتن!
5 هغه خدای کوم چې اوسیږي خپل سپېڅلي ځای کېدی دا پلار د یتیمانو او ساتنه کړي د کونډو
6 یوځای کوي هغه بې کسه کورنیو سرهراخلاصوي بندیان له بنده نېکمرغیو لرهوچو میرو کې به اوسیږي سرکښان خلک
7 ای خدایه کله چې روان وې ته د خپل قوم مخکېکله چې تا وکړ مزل شوې بیابان څخه تېر
8 ولړزېدله ځمکه او هم له اسمانه اورېدلو بارانپه دې خاطر چې راروان دی د سینا خدایچې خدای د اسراییلو راروان دی
9 تا راووراوه ډېر زیات باراناو تا کړه آباده خپله شاړه ځمکه
10 ستا قوم کړ جوړ استوګنځای خپل هلتهد نېکۍ نه دې محتاجو ته هرڅه تیار کړل
11 څښتن ورکړلو فرماندا زېری یووړلو د ښځو یوې غټې ډلې:
12 «دي پاچاهان خپلو لښکرو سره تېښته کې»په کور کې پاتې ښځې وېشي د جګړې غنیمت
13 وې پوښل شوې په سپین زرو د کوترو څېرېپه ښو سرو زرو یې وزرونه ځلېدل(ولې د ستاسو ځینې کسان د جګړې په ورځ د پسونو په شپولونو کې پاتې شول؟)
14 خواره واره چې کړل پاچاهان مطلق قادر خدای هلتهوو لکه واوره چې وریږي د صلمون په غره
15 ای ځواکمن غره، د باشان غره!ای ته خاوند د ډېرو څوکو، د باشان غره!
16 ای د ډېرو څوکو غره!ته ولې ګورې هغه غره ته د حسد له مخېکوم چې خدای دی غوره کړی اوسېدو دپارهڅښتن به اوسي هلته تل دپاره
17 زرګونو زرو نظامي ځواکمنو ګاډیو سرهراغی څښتن سپېڅلي ځای ته له سینا څخه
18 لوړو ځایونو ته وروختلېیووړل دې ځانه سره زیات بندیانحتی له سرکښانو دې هم تحفې اخیستېنو څښتن خدای به هلته اوسي د هغوی په منځ کې
19 ثنا او صفت دې وي څښتن تهچې هره ورځ زمونږ بارونه وړي په خپلو اوږودا خدای زمونږه خلاصوونکی خدای دی
20 زمونږ خدای د خلاصون خدای دیڅښتن تعالی چې له مرګي مو ژغوري
21 وټکوي به خدای سرونه د خپلو دښمنانودا ببر سري چې تګ کړي په ګناهکارو لارو
22 داسې وویل څښتن:«راولم زه به دښمنان ستاسو باشان نه بېرتهدریاب د تل نه به هغوی زه راولمه بېرته
23 نو ډنډوکي د دوی د وینو به شي ستاسې د لغتو لاندېاو ستاسې سپي به یې څټي چې څومره غواړي هغوی»
24 ای خدایه، ټولو خلکو ولید ستا د کامیابۍ مارشمارش د خدای یعنې زما د پاچاچې داخل شو خپل سپېڅلي ځای ته
25 سندرغاړي یې په مخ کې، د سازونو والا شاتهاو په منځ کې ځوانې ښځې چې چمبې وهي:
26 «د خدای صفت وکړئ مجلس کې د هغه د ولسای د اسراییلو اولادې ټول وکړئ صفت د څښتن»
27 اول راځي بنیامین یعنې د ټولو نه کوچنۍ قبیلهبیا ورپسې به وي مشران د یهودا د خپلې ډلې سرهاو بیا مشران د زبولون او نفتالي ورپسې
28 ای خدایه ته خپل قدرت وښایههغه قدرت چې تا زمونږ په خاطر کار ترې واخیست
29 ستا د کور په خاطر پروت اورشلیم کې چې دیچېرته چې تاته پاچاهان خپل سوغاتونه راوړي
30 ورټه مصر په مثال دی د وحشي حیوانچې لوخو کې اوسیږي هغهورټه نور قومونه کوم چې په مثال ديد غویانو او خوسیانو پادېترڅو چې ټول وکړي سجده تاتهاو درکړي تاته خپلې نقرېخپاره واره کړه ته هغه قومونه چې جګړه خوښوي
31 استازي رابه شي له مصر څخهایتوپیایان به خدای ته پورته کړيلاسونه د دعا دپاره
32 خدای ته ووایئ سندره پاچاهیو د نړۍ ټولوپه سندرو کې صفت د څښتن وکړئ
33 د هغه چا دپاره چې په لرغونو اسمانونو ناست دیچې په قوي اواز غریږي له اسمانه څخه
34 خلکو ته ووایئ چې خدای قوي دیچې جلال د هغه ځلیږي اسراییلو باندېاو لیدل کیږي یې قدرت اسمان کې
35 خپل سپېڅلي کور کې خدای دیڅومره هیبتناک د اسراییلو خدای!ورکوي خپل قوم ته قدرت او طاقتثنا او صفت دې وي خدای ته