څپرکی 110

څښتن وویل زما بادار ته:«کښېنه زما ښي لاس تهترڅو چې ستا دښمنان ستا د پښو لاندې کړم»
2 ستا پاچاهي به کړي پراخه له صهیونه څښتنته به حکومت کوې په خپلو دښمنانو باندې
3 په هغه ورځ چې کوې جنګ له دښمنانو سرهپه خپله خوښه به ستا خلک راشيسهار وختي لکه د پرخې په شانستا ځوانان به تاته راشي سپېڅلو غرو ته
4 څښتن قسم خوړلیمات به نه شي هېڅ وختچې تر ابده به ته یې کاهند ملک صدق د کاهنۍ په شان
5 څښتن ولاړ دی ستا ښي لاس تهکله چې شي هغه په قهر نو پاچاهان به کړي مات
6 محاکمه به کړي قومونه هغهاو د جنګ میدان به کړي له مړو نه ډکهغه به ورکړي ماتې د دنیا ټولو پاچاهانو ته
7 هغه به وڅښي اوبه هغې ویالې نه چې په لاره کې دهشي به قوي، هغه کامیاب به ګرځي