څپرکی 62

زما ځان مومي ارام صرف د خدای حضور کېځکه نجات مې د هغه له خوا دی
2 یوازې هغه مې ساتي او ژغوري ماهغه دی زما پناه ځاینو زه به هېڅکله ونه خورم ماتې
3 ترڅو به تاسې ټول کوئ په هغه چا بریدونهچې هغه ووژنئڅوک چې په شان وي د کوږ شوي او لوېدلي دېوال؟
4 دوی صرف غواړي چې راښکته کړي هغهد خپل عزت له ځایهدوی له درواغو څخه خوند اخليپه خوله کوي د برکت خبرېپه خپلو زړونو کې هغه باندې لعنت وایي
5 ای زما ځانه، ارام پیدا کړه صرف د خدای حضور کېزما د امید سترګې هغه ته دي
6 یوازې هغه مې ساتي او ژغوري ماهغه دی زما پناه ځاینو زه به نه خورم ماتې
7 زما خلاصون زما عزت دواړه د خدای له خوا ديقوي ساتونکی دی زمااو پناه ځای دی زما
8 ای زما قومه همېشه کوئ توکل په خدایخپل تکلیفونه ټول هغه ته ووایئځکه هغه دی پناه ځای زمونږ
9 انسانان ټول دي په مثال د پوکيکه هغوی لوی دي که واړه دي هغویټول دي یوشان او هېڅ نه ديواچوئ تله کې هغوی تاسېنو د دوی وزن به هېڅ شی نه ويوزن د دوی به وي له هوا هم کم
10 په تاو تریخوالي توکل مه کوئپه لوټمارۍ باندې د ګټې امید مه کړئ تاسېکه شتمني د ستاسو زیاته هم شيخو په هغې باندې تکیه مه کوئ
11 ما څو ځلې اورېدلي دي داچې خدای وایي دی قدرت ورسره
12 ای څښتنه، ستا مینه ده تلپاتې مینهځکه هرچا ته مطابق د عمل اجر ورکوې