څپرکی 46

خدای سرپناه دی زمونږ، قوت دی زمونږد سختۍ وخت کې زمونږ مرستې ته حاضر دی همېش
2 مونږ به ونه وېرېږو، که ځمکه ولړزیږيغرونه راپرېوزي د بحرونو تل ته
3 که دریابونه وغړمبیږي، توفاني هم شياو له دې زوره غرونه ولړزیږي
4 داسې یو سیند دی چې د خدای ښار ته خوښي راوليسپېڅلی کور چېرته چې دی خدای تعالی په کې
5 خدای په دې ښار کې اوسي، هېڅکله دا وران به نه شيهغه به یې کړي ساتنه د سباوون په وخت کې
6 قومونه سخت دي په غوغا او پاچاهۍ لړزیږيخدای کړي اواز لکه د تندر ویلي کیږي دنیا
7 مطلق قادر څښتن دی مل راسرهد یعقوب خدای دی پناه ځای زمونږه
8 راشئ کارونه د څښتن وګورئوګورئ څنګه هیبتناک کارونه وکړل په دنیا کې هغه
9 ټوله دنیا کې بندوي جنګونهلیندې له منځه وړي او نېزې ماتويسېځي سپرونه په سور اور باندې
10 څښتن وویل: «جنګ بس کړئپه دې پوه شئ چې زه خدای یمټولو قومونو څخه لوړ یمه زهټولې دنیا باندې زه لوړ یمه»
11 مطلق قادر څښتن دی مل راسرهد یعقوب خدای دی پناه ځای زمونږه