څپرکی 36

د زړه په تل کې د بدکاره خلکوکوي ګناه خبرېهغوی هېڅ وېریږي نه له خدایه
2 دا چې دوی ځان ته ډېر اوچت فکر کړيفکر کوي چې خدای به نه کړي پیداد دوی ګناه او نه به یې وغندي
3 د دوی د خولې خبرې بدې، له درواغو ډکېدوی نور نه کړي عقلمن کار او نېکي
4 کله چې پروت وي بستره کې پلانونه د بدۍ جوړويهغه خپل ځان په بده لار بوځينه اخلي لاس له بده کاره ځینې
5 تلپاتې مینه دې رسیږي اسمانونو پورې ای څښتنهوفاداري دې تر فلکه رسي
6 ستا عدالت داسې قایم دی د لوړو غرونو په شاند ستا انصاف لکه ژور دریاب دیته پام کوې په انسانانو او حیواناتو باندې
7 دا ستا تلپاتې مینه څومره قیمتي ده خدایه!ستا د وزرو لاندې پناه اخلي ټول خلک
8 کړي د پرېمانه خوړو ستا نه خوراکونه هغویخپل د خوښۍ د سیند نه دوی ته، ته اوبه ورکوې
9 یې د ژوندون سرچینهستا د نور په سبب وینو مونږ رڼا
10 څوک چې تا پېژني هغو سره کوه مینه تلپاتې مینهڅوک چې نېکان دي د هغوی سره نېکي کوه ته
11 مه پرېږده مغروره خلک چې مې تر پښو لاندې کړيیا بدکاران خلک چې ما وشړي
12 وګورئ هلته دي پراته هغه بدکاره خلکغورځول شوي، بیا هېڅکله جګېدلی نه شي