څپرکی 53

کم عقلان خپلو ځانونو سره وایي چې خدای نشتههغوی ټول دي فاسد شوي او کوي ډېر بد کارونهدوی کې هېڅ یو نېک کار نه کړي
2 په انسانانو له اسمانه خدای نظر ساتي خپلترڅو وګوري کوم شته داسې عاقلچې رجوع وکړي هغه ته
3 خو هغوی ټول مرتدان شولورسره هم فاسدان شولدوی کې هېڅ یو نېک کار نه کړيیو هم نه کړي نېک کردار
4 خدای کوي دغه پوښتنه:«بدکاران هېڅ نه پوهیږي؟زما خلک داسې خوري دویلکه وږي چې ډوډۍ خوريهېڅ دعا نه کوي ماته»
5 خو په دوی باندې به داسې وېره راشيچې به هېڅ نه وي موجود په حقیقت کېوشیندي خدای به د هغو هډوکيچا چې د خدای قوم کلابند کړی دیدغه خلک دي خدای رد کړينو اسراییل به پوره ماتې ورکړي
6 کاشکې راشي نجات د اسراییلو له صهیونهبرکت چې کله بیا ورکړې خدایه خپل ولس تهبیا خوشحاله کورنۍ به د یعقوب شياسراییل به په دې کار سره خوشحال شي