څپرکی 34

تل به کومه د څښتن ثنا او صفتوي به همېش زما په شونډو د هغه ستاینه
2 زه به یې وستایم په هغه چې یې کړي دي څهپرېږده ټول بې وزلي واوري او خوشحال شي
3 د څښتن لویي زما سره اعلان کړئراشئ یوځای یې د نوم ستاینه وکړو
4 ما دعا وکړه څښتن ته او هغه کړله قبولهزه یې کړم خلاص د ټولو وېرو ځینې
5 څوک چې توکل کړي په هغهنو د خوشحالۍ نه به یې ځلیږي مخهغوی به هېڅکله ونه شرمیږي
6 دې بې وزله سړي وکړلو فریاد څښتن ځواب کړهغه خلاص کړلو د خپلو ټولو تکلیفونو څخه
7 هغه خلک چې د څښتن څخه کړي وېرهفرښته وي د څښتن د داسې خلکو نه چاپېرهاو خلاصون ورکوي دوی ته له خطره
8 وګورئ ځان پوه کړئ چې څښتن دی څومره غورهبختور دي هغه څوک چې د هغه نه پناه غواړي
9 وېره وکړئ له څښتنه د څښتن سپېڅلو خلکومحتاج به نه وي هغه خلک چې کړي د ده نه وېره
10 د لوږې او احتیاج نه ځوانان زمریان هم ځوریږيخو هغه چې رجوع وکړي څښتن تهد هغوی دپاره نه به وي کمی د نعمتونو
11 راشئ، بچیانو ماته غوږ ونیسئچې د څښتن عزت کول درزده کړم
12 ایا د ژوند خوند اخیستل غواړئ؟ایا خوشحاله اوږد ژوندون غواړئ؟
13 وساتئ خپله ژبه بدو خبرو نهوساتئ خپلې شونډې د دروغو نه
14 له بدو لېرې ګرځئ کوئ نېکيسولې دپاره هلې ځلې کوئ او ورپسې وګرځئ
15 دی د څښتن نظر نېکانو باندېاو نیسي غوږ یې فریادونو لره
16 خو دی څښتن د بدکارانو خلافاو ورکوي د ځمکې د مخ نه د هغوی نوم او نښان
17 نېکان فریاد کوي څښتن ته او هغه یې اوريدوی خلاصوي له خپلو ټولو تکلیفونو څخه
18 څښتن نژدې دی هغو خلکو ته چې زړونه یې مات ويورکوي نجات هغو ته چې بایللی یې امید وي
19 ډېر تکلیفونه په نېک شخص راځيخو هغو ټولو نه څښتن دا ژغوري
20 هغه ساتي ټول هډوکي د دههېڅ یو ماتیږي نه له هغو څخه
21 خپلې بدۍ له لاسه مړه به شي بدکاره خلکسزا به ورکړل شي هغو ته چې کړي کرکه د نېکانو څخه
22 څښتن نجات ورکوي خپلو بندګانو لرهڅوک چې هغه ته پناه یوسي نو مجرم به نه شي