څپرکی 69

وژغوره ما وژغوره ای خدایهاوبه نژدې دي چې نفس مې وباسي
2 ژورو خټو کې ډوبېږمه زهداسې ځای نشته چې زه ودرېږمهژورو اوبو کې ننوتی یمهدې ته نژدې یم چې کړي ډوب مې څپې
3 ستومانه شوی یمه زه چې نارې ووهم کومک دپارهزما ستونی دی وچ شویستا په انتظار مې سترګې ستړې شوې
4 چې بې سببه رانه کرکه کويهغوی دي زیات زما د سر له ویښتودښمنان زما په هکله درواغ وایيدوی دي قوي او غواړي ما ووژنيمجبوروي مې دوی ته ورکړمه زههغه شیان چې ما پټ کړي نه دي
5 ای خدایه ته ما پېژنې چې زه څومره کم عقل یمهګناهونه زما نه دي پټ له تا نه
6 ای څښتنه ای مطلق قادره خدایهشرمنده نه دې شي زما په سببڅوک چې په تا باندې توکل کويای د اسراییلو خدایهرسوا دې نه شي هغوی زما په خاطرڅوک چې تاته کړي رجوع
7 ستا په خاطر مې سپکاوی وزغامهاو په شرمونو پټ شوم
8 خپلو خپلوانو ته پردی ښکارمخپل خاندان ته بېګانه ښکارم
9 هغه غیرت چې زه یې لرم ستا د کور په خاطرزما بدن باندې یې اور بل کړیکومو خلکو چې وکړ ستا سپکاويهغوی زما سپکاوی هم وکړلو
10 کله چې زه شوم په ژړاځان مې خاکسار کړ په روژه نیولونو خلکو زه سپک کړمه
11 کله چې ما د ویر جامې واغوستېهغوی په ما پورې خندا وکړله
12 بازار کې ما پسې خبرې کوياو شرابیان زما په هکله جوړوي سندرې
13 خو زه به تاته کړم دعا څښتنهخدایه قبوله مې دعا کړهچې کله خوښه وي ستاپه خاطر د خپلې زیاتې او تلپاتې مینېکړه زما دعا قبولهځکه په وعده د نجات باندې وفا کوې
14 ما پرېنږدې چې شم ډوب خټو کېخوندي مې وساته له هغو چې نفرت کړي له ماژورو اوبو څخه ما وساته ته
15 پرېنږدې چې سېلاب راباندی راشيپرې مې نه ږدې چې شم ډوب اوبو کېیا مې کړي تېر قبر ژوندی ځان ته
16 ای څښتنه ته قبوله مې دعا کړهځکه تلپاتې مینه ستا غوره دهد خپلې زیاتې همدردۍ نه دې خپل مخ ماته راواړوه!
17 د خپل بنده نه دې مخ مه پټوهد ډېر تکلیف سره زه مخ یمه قبوله مې دعا کړه زر
18 ماته ته راشه او نجات راکړهخلاص مې کړه خپلو دښمنانو ځینې
19 ته ښه پوهېږې زما څومره سپکاوی شوی دیڅومره رسوا او بې حرمته شومهټول دښمنان زما ته وینې خپله
20 په سپکاوي دی زما زړګی مات شویاو مایوس شوی یمهما امید د خواخوږۍ لرلوخو هلته هېڅوک نه ؤوم منتظر چې تسلي راکړي څوکخو څوک مې نه کړ پیدا
21 چې کله وږی وم دوی زهر راکړلکله چې تږی وم سرکه یې راکړه
22 دسترخوانونه د دوی خپل دې دوی ته دام وګرځيودې ګرځي د دوی مذهبي مېلې تیلک دوی ته
23 هغوی ړانده کړه چې څه ونه وینيکړه ملاګانې یې کمزورې د تل دپاره
24 ته خپل قهر په هغوی باندې نازل کړهاو د خپل غضب په اور یې وسوځوه
25 وران او ویجاړ دې شي د دوی د اوسېدو ځایونهد دوی خېمو کې دې هېڅوک نه اوسي
26 ځکه هغه دوی ځوروي چې تا ورکړې سزاد هغو خلکو د کړاو په هکله کړي خبرېچې ژوبل کړي دي تا
27 د دوی د ټولو ګناهونه ثبت کړهاو هغوی ونه بخښې
28 د دوی نومونه دې شي ورک د ژوندانه له کتابحساب دې نه شي په نېکانو کې دوی
29 خو زه مظلوم یم او په غم کې ګېر یمای خدایه ما کړه پورته نجات راکړه
30 په سندرې به د خدای د نوم صفت کومهپه شکرونو به یې لویي اعلانومه
31 دا به خوشحاله کړي څښتنډېر د هغې نه چې ورته وړاندې شي څارویډېر د هغې نه چې د پوره غاښوخوسکی شي قرباني ورته
32 کله چې ویني مظلومان دغه کارنو خوشحالیږي به دویکوم خلک چې کړي خدای ته رجوعشي به یې زړونه ژوندي
33 ځکه څښتن د محتاجانو قبلوي دعاخپل خلک به هېر نه کړي زندان کې هغه
34 ثنا او صفت وکړئ د خدای ای اسمانونو او ځمکېاو هم بحرونو او هغې کې ګرځېدونکو ځناورو
35 ځکه خدای به وژغوري صهیونبېرته آباد به کړي د یهودا ښارونهد هغه قوم به هلته اوسي او دوی به خپله کړي هغه ځمکه
36 اولاده به د هغوی یې وارثان شياوسي به هلته څوک چې مینه کړي د هغه سره