څپرکی 63

ای خدایه ته زما خدای یېزه رجوع کومه تاته خدایهزه په خپل زړه کې ستا لېوال یمهلکه د وچې او بېکاره للمې ځمکې په شانزما روح تږی دی د ستا دپاره
2 ما یې لیدلی په سپېڅلي ځای کېد ستا قدرت او ستا جلال مې په ځیر ځیر کتلی
3 دا ستا مینه تلپاتې ده بهتره له ژوندونهنو زما شونډې به تا ستایي
4 ترڅو ژوندی یم ستا ثنا به وایمپورته کوم به خپل لاسونه په دعا کې زه د ستا په نامه
5 داسې به موړ شم لکه څوک چې په مېله کېغوړ خوراک وکړيپه خوشحالۍ سره به وایم ستا ثنا او صفت
6 کله زه پروت چې په بستر کې یمه تا یادومټوله شپه ستا په اړه فکر کوم
7 ځکه چې ته مې مددګار وې همېشد سیوري لاندې د وزرونو د ستاد خوشحالۍ سندرې وایمه زه
8 ما خپل روح تا پورې تړلی دیستا ځواکمن لاس کوي ملاتړ زما
9 خو څوک چې هڅه کړي چې ما ووژنيهغوی به لاړ شي د مړو دنیا ته
10 په جنګ کې مړه به شي په تورو هغویشي به یې مړي د سورلنډیانو خوراک
11 خو پاچا به خوشحالي کوي د خدای له وجېڅوک چې قسم خوري د خدای په نومد هغه ثنا او صفت به کويخو د دروغجنو خولې به بندې شي