څپرکی 105

کوئ شکر د څښتناو د هغه په نوم دعا کوئ!نورو قومونو ته دا ووایئڅه چې هغه کړي دي
2 هغه ته حمد ووایئووایئ هغه ته د ثنا او صفت سندرههغه چې کړي عجیبه کارونهکړئ یې بیان خلکو ته
3 په پاک نوم د هغه وکړئ افتخاروي دې خوشحاله څوک چې کاندي عبادت د هغه
4 وغواړئ کومک له څښتنهوکړئ عبادت یې تل
5 ‏-
6 ای اولادې د ابراهیم چې دی د خدای بندهای د یعقوب اولادې تاسو کړئ غوره څښتنکړئ تاسې یادې معجزې لویې چې کړې هغههم کړئ رایاد قضاوتونه چې هغه کړي وو
7 دی څښتن زمونږه خدایراولي چې عدالت د ځمکې سر باندې هرځای
8 هغه ولاړ به تر ابده وي خپل لوظ باندېوي وعدې به د ده تر زرو نسلونو پورې
9 هغه لوظ چې هغه وکړ د ابراهیم سرههغه قسم چې هغه وکړ د اسحاق سره
10 هغه یې ورکړلو یعقوب ته د یو حکم په شاناو اسراییلو ته د ابدي لوظ په توګه
11 هغه وویل: «تاسو ته در به کړم وطن د کنعانوي به هغه د ستاسو خپل ملکیت»
12 کله چې شمېر د خدای د خلکو کم ؤوو پردي د کنعان خاوره کې دوی
13 دوی سرګردانه ګرځېدل به یو او بل وطن کېتلل یو او بلې پاچاهۍ ته هغوی
14 خو خدای پرېنښودل هېڅوکچې په دوی ظلم وکړيد دوی دپاره یې شاهان ورټل
15 هغوی ته یې وویل:«زما غوره شویو بنده ګانو ته به لاس نه وروړئضرر به نه رسوئ زما پیغمبرانو ته»
16 څښتن راوستله قحطي د دوی په خاورهاو د خوړو وسیلې یې د دوی نه واخیستلې
17 له دوی نه مخکې یې یو کس ولېږهیعنې یوسف چې شولو خرڅ لکه غلام په توګه
18 وې تړلې پښې په زنځیرو ورتهاوسپنې کړۍ یې ورته واچوله غاړه کې
19 څو چې وړاندوینه یې رښتیا شولهاو عملونه یې ثابت کړل د څښتن کلام
20 پاچا د مصر کړ ازاد هغهیعنې د قومونو پاچا خوشې کړ
21 هغه یې مشر کړ د خپل حکومتخپل ټول ملکیت باندې حاکم کړلو
22 چې د پاچا په مامورانو باندې واک ولرياو د پاچا سلاکارانو ته روزنه ورکړي
23 نو بیا یعقوب لاړلو مصر تهشو استوګن هغه د حام وطن کې لکه پردي په شان
24 خپلو خلکو ته څښتن ډېر اولادونه ورکړلاو دوی قوي یې کړل په خپلو دښمنانو باندې
25 مصریان یې جوړ کړل دې تهچې د ده له قومه وکړي هغوی کرکهاو چلند وکړي په ټګۍ د څښتن خلکو سره
26 بیا هغه ولېږه موسیٰ خپل خادماو هم هارون چې غوره کړی یې ؤ
27 هغوی د خدای نښې ښکاره کړلې مصریانو تهاو معجزې د هغه یې وښودې د حام په ځمکه
28 په هغې وطن تیاره کړه خدای نازلهموسی او هارون ونه کړه د خدای نافرماني
29 د سیند اوبه یې ورته بدلې کړې په وینو باندېاو ټول کبان یې ورته مړه کړل
30 ډک شو وطن یې چونګښانو باندېپه چونګښانو حتی ډکه شوه شاهي ماڼۍ هم
31 د خدای په حکم ټول وطن باندېراغی د ماشو او مچانو لښکر
32 د باران په ځای نازله یې ږلۍ کړهد دوی وطن باندې برېښنا او تندر وپړکېده
33 ورته تباه یې کړل تاکونه، د انځرو ونېاو رانسکورې یې کړې ټولې ونې
34 د هغه په حکم راغلل ملخانچې وو بې شمېره هغوی
35 د دې وطن شنه بوټي یې ټول وخوړلاو د دوی د ځمکو ټول حاصل یې وخوړ
36 د مصریانو په وطن کېد هغوی یې مړه کړل ټول مشران زامند نارینتوب اولنۍ مېوه یې کړه ویجاړه ورته
37 اسراییلیان بیا څښتن وویستل له مصره ځینېسره زر او سپین زر لېږدول هغوی د ځانه سرهټول وو سالم او ځواکمن
38 په وتلو د دوی مصریان خوشحاله شولځکه هغوی ډېر وېرېدلي وو ترې
39 سیوري دپاره خدای خپره کړه ورېځ په خپلو خلکواور یې راولېږلو شپه کې د رڼا دپاره
40 هغوی ترې سوال وکړ هغه مړزان ورکړل ورتههغوی ته یې ورکړله ډوډۍ د اسمانه څخهچې شي ماړه پرې هغوی
41 هغه ګټ وچولو او ترې نه جاري شوې اوبهوبهېدې د سیند په شان دښته کې
42 ځکه رایاده یې کړه خپله پاکه وعدههغه چې کړې وه څښتن له خدمتګار خپل ابراهیمه سره
43 هغه راوویستل خپل خلک له خوشحالۍ سرهخپل غوره خلک د سندرو له ویلو سره
44 هغوی له وریې کړلې ځمکې د قومونو نورواو دوی راټول کړلو حاصل چې ؤ کرلی نورو
45 ترڅو حکمونه د څښتن ومنياو قوانین یې عملي کانديد څښتن ثنا او صفت دې وکړئ!