څپرکی 22

زما خدایه، زما خدایه، تا زه ولې یم پرې ایښی؟شولې دومره لېرې ته ولې له ما نه؟نه مې اورې ته زګېروي، ولې نه راځې خلاصون له؟
2 هره ورځ درته فریاد کړم زما خدایهخو ځواب نه راکوې تههره شپه درته فریاد کړمخو ما ونه موند ارام
3 خو ته سپېڅلی یې او ناست یې پاچاهي کړېقبلوې د اسراییلو ثناګانې
4 په تا وکړلو توکل زمونږ نیکونوچې توکل یې په تا وکړ تا خلاصون هغوی ته ورکړ
5 هغوی تاته فریاد وکړ او تا خلاص کړل له خطرهچې توکل یې په تا وکړ هغوی نه شولو مایوسه
6 خو د خلکو په نظر کې زه چینجی یم انسان نه یمخلک خاندي په ما پورې او په سپکه راته ګوري
7 وهي ما باندې ملنډې چې هرڅوک وویني ماراوباسي راته ژبې خوځوي راته سرونه
8 دوی وایي: «په څښتن دې تکیه وکړيچې خلاصون ورکړيځکه څښتن ورسره مینه کوينو هغه دې وژغوري»
9 همدا ته وې چې دې راووېستمخوندي د مور د خېټې نهزه ماشوم ومه د غېږې تا ساتنه کړه زما
10 زه چې شومه راپیدا له هغې ورځېتا په ما کولو پامله کوم وخت نه چې پیدا شومهمدا ته وې زما خدای
11 لېرې کېږه مه له ما نهدی کړاو رانژدې شویهېڅوک نشته دی د مرستې
12 ډېر دښمنان رانه چاپېر دي د غویانو په څېردي په مثال د غویانو زورورو د باشان د سیمې
13 زما دښمنان لکه زمریان ديخولې یې خلاصې غړمبار کړيهم کوي په ما بریدونه
14 لکه توی چې شي اوبه په ځمکه باندېداسې لاړلو قوت مې له بدنهټول هډوکي مې بندونو نه جدا شولزړه زما شولو د موم په شاناوبه زما سینه کې
15 زور مې ټول لکه د خټو د کودي په شانتې خلاص شوپه تالو پورې مې ژبه ده نښتېزه دې پرېښودمه مرګ ته په ګردونو کې
16 بدکاران خلک زما نه راچاپېر شوللکه د سپیو په شان راتاو شول رانهپښې او لاسونه یې زما وداړل
17 شم شمېرلی مې هډوکي د بدن ټولدښمنان زما په ځیر ځیر راته ګورياو خوشحالیږي په ما
18 اچوي پچه دوی زما په جامواو یې وېشي په خپل منځ کې
19 خو ای څښتنه، لېرې کېږه مه له ما نهای زما ځواکه، بیړه کوه زما مرستې ته راشه
20 زما ځان خلاص کړه د تورې د ګوزار نهقیمتي ژوند زما وژغوره له سپیو
21 د زمرو د خولې مې خلاص کړههم مې خلاص کړه د وحشي غویو د ښکرو
22 زه به اعلان کړمه ستا نوم خپلو خلکو تهد دوی غونډه کې به وکړم ستا ثنا او صفت
23 له څښتنه چې وېرېږئ، د هغه ثنا ووایئ!ای د یعقوب اولادې، ټول کړئ عزت د هغه!د اسراییلو ټولو خلکو، کړئ عبادت د هغه!
24 نه دی غافل شوی غریبانو نهاو نه یې د نظره غورځولی د هغوی تکلیفنه دی اړولی هغه خپل مخ له هغوی څخههم اورېدلي فریادونه د هغوی یې د کومک دي
25 لویه غونډه کې به وکړمه صفت ستا د کارونوپه حضور د هغو خلکو چې کوي عبادت ستازه به ورکړمه نذرونه چې یې وعده کړې ما
26 غریبان چې څومره غواړي دوی به وخوريچې رجوع کوي څښتن ته د هغه ثنا به وایيتل ترتله دې نېکمرغه وي هغوی!
27 ټوله ځمکه به څښتن یادويهم به ټول ده ته راواوړيټول قومونه به څښتن ته په سجده شي
28 ځکه دی څښتن پاچاحکومت کړي په قومونو
29 ټول مغرور خلک به ده ته سجده کانديټول فاني خلک به ده ته په سجده شياو هغوی چې ځان ژوندي ساتلی نه شي
30 عبادت به د هغه کوي راتلونکي نسلونهد څښتن په څپرکی به وکاندي بل نسل ته بیان
31 دا به وویل شي هغو ته چې لا نه دي پیدا شوي:«څښتن ژغورلي یو مونږ!»