څپرکی 7

ای څښتنه، زما خدایه، ما پناه راوړې تاتهوژغوره ما خلاص کړه د دوی ټولو راپسې چې دي
2 هسې نه چې د زمرو په شان مې بوځي هغه ځای تهچې مې څوک د خلاصون نه ويما به کړي ټوټې ټوټې په هغه ځای کې
3 ‏-
4 ای زما څښتنه خدایه زماکه مې کړې وي له چا سره بديیا مې کړی وي کوم دوست سره خیانتیا بې سببه مې په خپل دښمن تېری کړی ويکه مې کړی وي کوم کار له دې کارونو
5 نو بیا پرېږده دښمنان مې راپسې شي او ما ګېر کړيکړي پایمال مې او ما مړ کړيهم عزت زما له خاورو سره خاورې
6 په خپل قهر کې راپورته شه څښتنه!زما د دښمنانو د غضب په مقابل کې شه راپورتهنو اوس راویښ شه ته زما دپارهبرقرار کړه عدالت چې ته یې غواړې
7 ټول قومونه دې خپل ځان باندې راغونډ کړهحکومت وکړه په هغو له اسمانه
8 ته قاضي یې د ټولو قومونوزما حق کې قضاوت وکړه څښتنهته پوهېږې چې صادق او بې ګناه یم
9 خدایه ته عادل یې عدالت کېته ازمایې زړه او فکر د هرچاد بدکارو د بدیو مخه نیسهاجر ورکړه هغه چاته چې نېکان دي
10 خدای دی سپر زماهم ژغورونکی د هغو دیچې په زړونو کې صادق وي
11 خدای دی عادل قاضيبدکاران هره ورځ غندي
12 که دوی نه کړلې بدلې خپلې لارېخدای به تېره کړي ورته خپله تورههغه کشوي او تیاروي ورته لینده خپله
13 کړي به وژونکې وسله ورته تیارهجوړوي ورته هم غشي سوځوونکي
14 ګورئ څنګه کوي فکر د بدۍ دا بدکارانجوړوي د ځورولو پلانونه دروغ وایي
15 نورو خلکو ته چې دوی کیندي څاګانېشي به په خپله ورګوزار په کې
16 ومومي سزا د خپلو بدو بههغه ظلمونه به یې په خپل سر انبار شي
17 شکر به وکړم له څښتنه د انصاف دپارهڅښتن تعالی ته به ثنا وایمه په سندرو سره