څپرکی 24

چې په ځمکه کې هرڅه ديهغه واړه د څښتن ديچې په دنیا کې اوسيهغه واړه د څښتن دي
2 ځکه تهداب د ځمکې کېښود څښتنهغه یې کلکه ودروله دریابونو باندېهم یې قایمه ودروله په اوبو د ځمکې لاندې باندې
3 څوک شي ختلی د څښتن غونډۍ ته؟څوک ودرېدی شي د هغه پاک کور کې؟
4 هغه څوک چې لاسونه یې په ګناه نه وي ککړاو زړه یې پاک ويچې د بتانو عبادت نه کوياو په درواغو قسمونه نه خوري
5 نو برکت به د څښتن نه واخليکړي د هغه ژغورونکی خدای به یې معصوم اعلان
6 دا هغه خلک دي چې کړي رجوع خدای تهڅوک چې غواړي د یعقوب د خدای دیدار
7 ای دروازو خلاصې شئشئ تاریخي دروازو تاسې بېرتهچې د جلال پاچا راننوځي
8 څوک دی دا د جلال پاچا؟هغه څښتن چې دی قوي او زورورهغه څښتن چې دی تکړه په جنګ کې
9 ای دروازو خلاصې شئشئ بېرته تاسې تاریخي دروازوچې د جلال پاچا راننوځي
10 څوک دی دا د جلال پاچا؟دا مطلق قادر څښتن دیدا دی پاچا د جلال