څپرکی 32

بختور دی هغه څوک چې سرکښي یې بخښل شوېهغه څوک چې په ګناهونو یې اچول شوې پرده
2 بختور دی هغه څوک چې یې څښتن نه ګڼي مجرماو هغه څوک چې د ټګۍ نه پاک وي
3 کله چې نه مې کاوه اقرار په ګناهونو خپلونو ټوله ورځ به له زګېروو نه زه ستومانه ومه
4 راکوله به سزا راته شپه او ورځ تا ای څښتنهما قوت خپل بېخي ورکړ له لاسهلکه څنګه چې د اوړي ګرمي وچ کړي لنده بل
5 نو ما تاته اقرار وکړلو د خپلو ګناهونوپټ مې نه کړل ما له تا نه خپل جرمونهدا مې وویل د خپل ځان سره په زړه کې:«زه به په خپلو سرکښیو باندې وکړمه اقرار څښتن ته»او تا زما ټول ګناهونه معاف کړل
6 نو چې موقع نه وي د لاس ځینې وتلېباید ټول وفادار خلک دعا وغواړي له تا نهچې کله زیات شي تکلیفونه د سېلاب په شانتکلیف به دوی ته ور ونه رسیږي
7 ته پناه یې زما ما به ساتې د تکلیفونو نهزما د بچ کېدو نغمې چاپېره به ویلی شي
8 څښتن وایي: «هغه لار به درته ښایمچې باید ته پرې لاړ شېتاته به وکړم لارښوونه زهاو په تا به ساتم نظر
9 بې عقل کېږئ مه لکه د اس او د قچر په شانچې کنترول یې په قیضه او واګي کیږياو که نه نو رابه نه شي ستاسو خواته»
10 ډېر وي غمونه بدکارانو لرهخو چې څوک کړي په څښتن باندې توکلساتل کیږي به هغه د ده په تلپاتې مینه
11 ای نېکانو، هغه څه چې څښتن کړيپه هغو خوشحاله اوسئ او ښادي کړئصادقانو، د خوښۍ ووهئ چیغې!